Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Июнь
2021

Новости за 06.06.2021

د ملکي تلفاتو مستندولو لپاره حقیقت موندونکی نړیوال پلاوی افغانستان ته وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

په ورځني ډول د جګړو، تاوتریخوالي، هدفي وژنو او په ټوله کې د ملکیانو د تلفاتو زیاتېدو، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دې ته اړ کړ چې یو حقیقت موندونکی نړیوال پلاوی افغانستان ته رابولي، څو دا پېښې او عاملین یې مستند کړي. د دغه کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د یکشنبې (د غبرګولي ۱۶مه) په ورځ د دغه کمېسیون د جوړېدو د نولسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: " زموږ هڅه دا ده چې یو نړیوال حقیقت موندونکی پلاوی افغانستان ته راشي. دا پلاوی به هغه ډلې چې ملکیان هدف ګرځوي مستندې کړي. دغه شان به د... Читать дальше...

قریشي ته د اتمر ځواب: د ملي امنیت د سلاکار خبرې، د ټولو افغانانو اندېښنه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خپل پاکستاني سيال د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) یې د پاکستان په ملتان کې کړي. شاه محمود قریشي د کارګر ګوند یوې غونډې ته وینا کې ویلي، دوی له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي، ځکه د ده په خبره د پاکستان په اړه يې شرموونکي خبرې کړي. خو ښاغلي اتمر د شاه محمود قریشي د څرګندونو په ځواب کې وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار خبرې، د ټول افغانستان او خلکو اندېښنه ده. ښاغلي اتمر د یک‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات... Читать дальше...

هاګ محکمه د ملادیچ په اړه پرېکړه را روانه سې شنبه اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده په هاګ کې د ملګرو ملتونو محکمه د بوسنیا د صرب د پخواني پوځي مشر راتکو ملادیچ په باب خپل نهايي حکم را روانه سې شنبه اعلان کړي.  ملادیچ په ۲۰۱۷میلادي کال کې د نسل وژنې، د بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو له کبله خپل محکومېدل او د عمري بند سزا چنلج کړي وو.  دغه جرمونه له ۱۹۹۲څخه تر ۱۹۹۵میلادي کاله پورې د بوسنیا هرزګوینا د جګړې پر مهال شوي دي.   په دغو جرمونو کې د بوسنیا د صرب ځواکونو له خوا د ۱۹۹۵میلادي کال په نیمايي کې د بوسنیا د ختیځ په سربرنیڅا ښارګوټي کې د شااو خوا ۸۰۰۰ مسلمان نارینه وو او هلکانو وژل هم شامل دي. Читать дальше...



د کرونا مخنیوي لپاره افغان دولت له ځینو کار کوونکو غوښتي چې له کورونو کار وکړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانسنان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پراخېدو او له دې ناروغۍ د مړو شوېو کسانو د شمېر په ډیرېدو سره حکومت اړ شوی چې لا نور بندیزونه ولګوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ټول ملکي دولتي کار کوونکي چې تر ۵۵ زیات عمر او یا د شکر، زړه او تنفسي دوامداره ناروغۍ لري او دغه شان څلور میاشتني امیدواره مېرمنې باید له کورونو کار وکړي. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بندیزونه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له نورو ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي. Читать дальше...

د نشه يي توکو او هوايي ډزو پر وړاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو قومي تړون

Pa.azadiradio.com 

نن د یکشنبې(د غبرګولي ۱۶مه) په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو تړون وکړ چې له دې وروسته به په دې ولسوالۍ کې چا ته د نشه يي توکو د پېر، پلور او کارونې اجازه نه ورکوي. دوی وویل، که څوک له دې قومي پرېکړې سرغړونه وکړي، نو د خلکو له خوا به د قانوني مجازاتو په خاطر حکومت ته سپارل کېږي او که کوم چا يې سفارش وکړ، نوهغه به ۱۰ زره افغانۍ ناغه پرې کوي. قومي مشرانو او ځوانانو هوايي ډزې هم د خلکو ژوند ته ګواښ وباله او پرېکړه يې وکړه، که چا له دې وروسته په خوښیو، ودونو،... Читать дальше...

د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور، حسنیه خیري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) د سختو ټپونو له کبله په کابل کې ساه ورکړه.  حسنیه خیري د پنجشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې ټپي شوې وه چې د اریانا ټلوېزیون ویانده مینا خیري او د دوی د مور د مړینې سبب شوې وه.  د مینا خیري او مور د جنازې مراسم پرون شنبه په کابل کې ترسره شول.

ملي امنیت: کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کندز کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور لس تنه نیولي دي. د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوېو کسانو د حکومتي مامورینو په ترور، د سوداګرو او ماشومانو په برمته کولو او دا شان وسله والو غلاوو کې لاس درلود. اعلامیه وایي، یاد کسان له څه مودې راهیسي د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو تر څار لاندې وو چې بلاخره ټول د یو شمېر وسلو سره ژوندي ونیول شول.

کرونا؛ د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوورېزې سیالۍ بیا وځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوورېزې سیالۍ چې د کرونا له امله ځنډول شوي وې، د درېیم ځل لپاره یو ځل بیا وځنډول شوي. د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د جون په لومړۍ نېټه پيل شي، خو بیا د جون پنځمې ته وځنډول شوې او تازه یو ځل بیا نېټه ورکړل شوې چې یادې سیالۍ به د جون په ۹مه نېټه پيل شي. په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان پي اېس اېل لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.



بامیان کې د بېډمېنټون سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې  د بېډمېنټون سیالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دغه سیالۍ چې پنځوسو ښځینه او نارینه لوبغاړو په کې ګډون کړی وو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د بامیان ولایت د ورزش او بدني روزنې امریت په کوربه توب وشوې. په دغو سیالیو کې په درې کټه ګوریو کې ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ګډون کړی وو. په لوبو کې د ښځو په برخه کې حمیدې علیزاده، لومړی، مارینا منوري دویم او ارزو صدري درېیم مقامونه خپل کړل او  د نارینه‌وو په برخه کې سلیمان... Читать дальше...

افغان لوبغاړي د تکواندو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره چمتو دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو فدارسیون د تکواندو په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د افغان ملي لوبډلې د ګډون لپاره د چمتوالي خبر ورکوي. د دغه فدارسیون رئیس نجیب الله سکندري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ تر راتلونکو لسو ورځو پورې په لبنان کې پیلېږي. د ښاغلي سکندري په خبره، دم ګړۍ افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي. د نوموړي په وینا په دغو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې ښځینه او نارینه لوبغاړي او دغه شان د پارا تکواندو لوبغاړي هم ګډون وکړي. د تکواندو... Читать дальше...

د سولې لپاره تازه هڅې؛ خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او حکومتي مشرانو سره به وګوري

Pa.azadiradio.com 

سیمې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د نوي سفر ‌له اعلان سره سم، هغه نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) کابل ته را رسېدلی دی. د جمهوري ریاست یوه سرچینه کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر تاییدوي او وايي، هغه به له حکومتي مشرانو سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په وخت تېره شپه سیمې ته د زلمي‌ خلیل‌زاد د نوي سفر خبر خپور کړ. د دې وزارت له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، خلیل‌زاد به، کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته ولاړ شي. د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...

د پکتیا والي: ګردېز کې چاودنې د یوې کورنۍ ۴ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا والي وايي، نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) پر یوه سراچه ­ډوله موټر په چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي دي.  محمد حلیم فدايي، رسنیو ته وویل چې د مرکز ګردېز په ابراهیم ­خېلو سیمه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي: "موټر کلي کې واده ته روان و چې په ابراهیم خېلو سیمه کې د بې رحمه ځناورو تروریستانو پر ماین وربرابر شوی چې په نتیجه کې دوې ښځې، یو ۱۲ کلن ماشوم او یو ډرېور شهیدان شوي دي." والي ویلي چې د پېښې عاملین به مجازاتوي.  د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

چارواکي: د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کې ۲ سرتیري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت، د بلخ ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ موټربم حملې مرګ ژوبله اړولې ده.   د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عادلشاه عادل وايي، په پېښه کې چې نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ماسپښین شوې، د لومړنیو معلوماتو له مخې دوه پوځیان وژل شوي او د ملکیانو په ګډون تر ۲۰ زیات نور کسان ټپیان شوي دي.  د بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزي رسنیو ته ویلي چې په لسګونو کسان  تر نړېدلې ودانۍ لاندې راګیر پاتې دي.  محلي سرچینو ویلي چې د بلخ ولسوالۍ امنیه قوماندان، ضیاالحق طوفان ټپي شوی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح... Читать дальше...

اتمر: طالبان دې د سولې او اوربند لپاره تاریخي فرصت له لاسه نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، طالبان باید د سولې او اوربند لپاره تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.  محمد حنیف اتمر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، ګڼ هېوادونه په افغانستان کې پر لویو پروژو پانګونې ته لېواله دي، خو ناامني خپله لویه ستونزه ګڼي: "طالبان دې د سولې، اوربند او د خبرو له لارې د افغانستان د راتلونکي د جوړولو لپاره دا تاریخي فرصت له لاسه نه ورکوي. طالبان باید افغانستان له سولې او امنیت محروم نه کړي. دوی دې افغانستان له مهمو- ملي پروژو نه بې برخې کوي. دغه... Читать дальше...

د یمن حوثي یاغیانو د سعودي پر 'خمیس مشیط' پوځي اډې برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د یمن حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، د سعودي عربستان په جنوب کې پر خمیس مشیط پوځي اډې د بې پېلوټه الوتکې په واسطه حمله کړې ده.  دا خبره د حوثي یاغیانو یوه ویاند نن په ټویټر کې کړې او ادعا لري چې حمله بریالۍ وه، خو د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د دې الوتکې مخه یې نیولې او ویشتلې یې ده.  تردې څو ساعته مخکې د یمن چارواکو ویلي وو چې د دولت تر ولکې لاندې مارب ښار کې د حوثي یاغیانو له خوا په ویشتل شوي بالستیک توغندي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۵ نور ټپیان کړي دي.  توغندي د مارب ښار په روضه سیمه کې د تېلو یو ټانک په نښه کړی و. Читать дальше...

عراق کې دوه بې پېلوټې الوتکې ویشتل شوي

Pa.azadiradio.com 

د عراق پوځ وايي، د هغې هوايي اډې پر فضا دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتل شوي چې امریکايي ځواکونه په کې دېره دي.  یوه میاشت مخکې هم پر دغه پوځي اډه په وسلو سمبالې بې پېلوټه الوتکې حمله کړې وه.  د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د 'C-RAM' په نوم د امریکا د پوځ دفاعي سیسټم تېره شپه پر ځايي وخت دوولس نیمې بجې د عین الاسد پوځي اډې پرفضا د دغو بې پېلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره فعال شو.  د مې میاشتې پر اتمه هم دغه هوايي اډه، د یوې بې پېلوټه څارونکې الوتکې له خوا ویشتل شوې وه چې ځاني زیان یې نه و اړولی.

افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ د پروژې پر ګړندي کېدو هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او ترکمنستان د هرات- تورغونډۍ د رېل پټلۍ پروژې د چارو پر ګړندۍ کېدو موافقه وکړه.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات ولایت کې له خپل ترکمنستاني سیال رشید میردوف سره د دې رېللارې پر اهمیت خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دواړه لوریو په دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.  د هرات- تورغونډۍ د رېللارې د سروې او ډیزاین موافقه دوه کاله مخکې هرات ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال لاسلیک شوی و.

غور چارواکي: ۱۰ سرتیري وژل شوي او ۴ لادرکه دي

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې چارواکو د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ورکېدو خبر ورکړ.  د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د عامه نظم پر قرارګاه موټربم چاودنه وکړه.  برهان الدین پهلوي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "یو کس روغ پاتې شوی، لس کسان مو شهیدان شوي او څلور تنه لادرکه دي، نه پوهېږو له طالبانو سره دي که تر کنډوالو لاندې شوي دي."  په غور کې له تېرې له سلام شبکې پرته د نورو مخابراتي شبکو فعالیت ټکنی شوی دی.  بخوا د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي محمد نادر سعیدي... Читать дальше...

بادغیس چارواکي: د ملي اردو یو قوماندان له ۲ ملګرو سره ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس والي وايي، په اب کمري ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د ملي اردو یو محلي قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی. حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه شوې ده: "د افغانستان د خلکو دښمنانو او د طالبانو ډلې یوه پراخه ډله ییزه حمله وکړه، له بده مرغه زموږ یو محلي قوماندان بسم الله خان دایزنګي هلته په یوه پوځي اډه کې شهید شوی دی."  د بادغیس والي وايي، په پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ده یې شمېر په ډاګه نه کړ.   وسله والو طالبانو لا د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт "Моцарт vs. Шопен"





Персональные новости
#123ru.net

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»





ننګرهار چارواکي: د ۳ وژل شوېو مېرمنو په تړاو ۲ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د یوې ښځې او د هغې د دوو لوڼو د وژل کېدو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.  دغه درې ښځې، تېره شپه  په مرکز جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.  د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، فرید خان نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) رسنیو ته وویل: "په دې قضیه کې موږ هم دوه تنه نیولي چې یوه په کې زنانه ده او یو نارینه. بل تن تښتېدلی دی. زموږ د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هڅې تېزې کړي چې دغه کس هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."  د پېښې نور جزییات لا څرګند... Читать дальше...

مناظره؛ ایران کې کاندیدان د اقتصادي بحران پر موضوع یو بل سره مخالف وو

Pa.azadiradio.com 

د ایران پر دولتي ټلوېزیون د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ مناظرې درې ساعته دوام وکړ. د جون په اتلسمه نېټه به په دې هېواد کې ولسمشريز انتخابات وشي. دا انتخابات داسې مهال کېږي چې د ایران د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې شته. د ایران اقتصادي وضعیت وروسته له هغه خراب شو چې امریکا د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې ووته او پردې هېواد یې نوي بندیزونه ولګول.   د ایران محافظه کاره شورای نګهبان په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ۶۰۰ کسانو څخه اووه کاندیدان تایید کړي چې پنځه یې سخت محافظه کاره او دوه یې اصلاح غوښتونکي دي. Читать дальше...

د کابل په شکردرې ولسوالۍ یو مسلخ پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د څارویو معیاري حلال ځای 'مسلخ' تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه مسلخ په معیاري ډول جوړ او په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی. رستمي زیاته کړه: "دغه مسلخ په یو کاري شفټ کې د ۵۰۰ غواګانو، وزو او پسونو د حلالولو ظرفیت لري او له دې سربېره، د غوښې پروسس او زیاتې مودې لپاره د غوښې د خوندي ساتلو لازم مکانات هم لري چې په پرمختللي ټکنالوژۍ سمبال دي." د نوموړي په خبره په دغه مسلخ کې شااوخوا... Читать дальше...

ازبیکستان کې د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغان مېرمنو د لاسي صنایعو درې ورځني نندارتون تېره ورځ په ازبېکستان کې پرانیستل شو. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د کار نړیوال سازمان 'ILO' په مالي ملاتړ او د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ په تاشکند کې جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا په یاد نندارتون کې د افغانستان متشبثو او سوداګرو مېرمنو خپل لاسي صنایع او تولیداتي محصولات په څلورو بېلابېلو غرفو کې نندارې ته ايښي دي. ښاغلی احمدي وايي، په دې نندارتون کې... Читать дальше...

ایران کې کاندیدانو د روحاني د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمنځ په لومړنۍ مناظره کې محافظه کارو کاندیدانو د حسن روحاني د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې وکړې.  ډېرو سیاسي ډلو او د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفانو او منتقدانو دا انتخابات بایکاټ کړي دي.  په پرونۍ مناظره کې حکومت ته نژدې دوو اصلاح غوښتونکو کاندیدانو؛ د ایران د مرکزي بانک پخواني رييس عبدالناصر همتي او د ایران د بدني روزنې پخواني ريیس محسن مهر علیزاده هم ګډون درلود. دوی دوو د مناظرې په لړ کې د محافظه کارو پر کاندید ابراهیم رييسي نیوکې کولې.  ... Читать дальше...

جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ ۳ ښځینه غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ درې ښځینه غړي وژل شوي دي.  د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر ماسخوتن شااوخوا ۹ بجې د ښار د اوومې ناحیې د چکنورۍ په سیمه کې شوې ده.  د معلوماتو له مخې، یوه مېرمن او د هغې دوې لوڼې وژل شوي.   پولیس وايي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي او په دې تړاو یې یو تن نیولی او د دوو نورو د نیولو هڅه روانه ده.  د پېښې نور جزییات لا څرګند نه دي.

Спорт в России и мире
Москва

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Никабы





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

Джазовый оркестр Бутмана выступит в Китае



Москва

Воробьев вместе с Каракотовым открыл новый уникальный цех «Щелково Агрохим»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net