نشنل اڼترسټ
د نشنل اڼترسټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، داسې مهال چې ایران روسیه او چین د امریکا له متحدو ایالاتونو سره په یوه ژیوپولټیک سیالۍ کې دي، دا درې هېوادونه د شریکو پولو او منځنۍ اسیا او اروپا ته د رسېدو په خاطر افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي.
لیکنه وړاندې وايي، د ایران لپاره افغانستان کې واک ته د طالبانو احتمالي رسېدل، د یوې داسې سني ډلې واک ته د رسېدو په معنی دي چې له سعودي عربستان سره نژدې اړیکې لري.
همدارنګه د روسیې او د پخواني شوروي د جمهوریتونو لپاره هم چې له افغانستان... Читать дальше...
پاکستان د هغه افغان پلاوی د تګ مخه نیولې چې غوښتل یې د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون په هدف پاکستان ته لاړ شي.
د افغانستان د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده."
په اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د خپل ولس په استازولۍ د ښاغلي عثمان... Читать дальше...
د افغانستان ملي لوبډلې يو ورځنيو او ټسټ لوبو لپاره تازه ټاکل شوی دغه لوبډلمشر حشمتالله شهیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړې، هڅهیې دا ده چې وېسټ انډيز، پاکستان او سريلانکا ته په راتلونکو لوبو کې ماتې ورکړي.
د هاوان د څلورو مرمیو د لګېدو په پایله کې د کونړ د مرکزي روغتون یوې برخې اور واخیست.
سیمهییز چارواکي وايي پېښه ځاني تلفات نهلري، خو یوه خونه چې واکسین پهکې ساتل کېدل د اور د لمبو خوراک شوه.
نور په دې راپور کې وګورئ.
د پاکستان د کرکټ پخوانی ستوری او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په سپټمبر کې درې یو ورځنۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.
رامیز راجا نن په یوه وېډیو کې چې د یوټیوب له لارې یې خپره کړې ده ویلي، دا به حیرانوونکې نهوي چې افغانستان چې د کرکټ سابقهیې ډېره کمه ده، د پاکستان په شان لوبډلې ته چې اوږده سابقه او تجربه لري، ماتې ورکړي.
په وروستیو کې د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ډېر ځلېدلي دي. Читать дальше...
په لغمان او ننګرهار کې لسګونه پشهيي ځوانانو نن د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه.
دوی د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ په لغمان کې سره راټول او اعلانیې وکړ چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي.
حضرت علي پر ولسي پاڅونوالو غږ وکړ چې که د نظام وسلهوالو مخالفانو ورسره د خبرو په ژبه قناعت نهکاوه، نو د ټوپک په ژبهیې پوه کړئ.
د ننګرهار او لغمان پشهیي ځوانان دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د افغان ځواکونو د ځایي خلکو د ملاتړ او پاڅونونو خبرونه ورکړل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې یوې زورورې چاودنې نن لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سختدریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
د افغانستان په یو ځینو ولایتونو کې د طالبانو لهخوا د یو شمېر ولسوالیو په سقوط سره هغه څه چې د افغانستان ملي دفاع وزارتیې تاکتیکي شاتګ بولي، دغې ډلې تازه د خپلو لاسته راوړنو په اړه خلکو ته مبارکي ویلې او له افغان ځواکونو او پولیسو یې غوښتنه کړې چې له دوی سره یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هغو سیمو په اړه چې طالبانو نیولي، ویل شوي چې جګړه نهده شوې او افغان ځواکونو له کومې نښتې پرته ولسوالۍ دوی ته پرېښې دي.
دا انتقادونه هم موجود و چې دغو ځواکونو ته په خپل وخت امکانات نهدي... Читать дальше...
افغان کرکټر نوینالحق چې د انګلستان په سوداګریز لیګ ویټالیټي بلاست کې لوبېږي، تر اوسه پورې په دې لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.
نوینالحق پرون (سې شنبه) د خپل ټیم لیسترشایر لپاره دوه لوبغاړي وسوځول.
پرونۍ سیالي لیسترشایر له ډربي شایر څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.
نوینالحق تر اوسه پورې د ویټالیسټي بلاست لیګ په ۷ سیالیو کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي دي.
افغانستان کې د جګړې په زیاتېدو سره، د جګړې جغرافیه هم ورځ تر بلې پراخېږي.
خو د نورو اندېښنو ترڅنګ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جګړې له امله د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو ته د زیان اوښتو او د لوټ له املهیې اندېښمن دی.
د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۲» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په جګړه کې فرهنګي میراثونه او لرغوني ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کېږي او همدا ډولیې مافیايي ډلې د لوټولو هڅه کوي.
ښاغلي زهیر له خلکو وغوښتل چې د خپلو... Читать дальше...
کرونا هغه وژونکی ویروس چې له املهیې په افغانستان کې د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ضد نور واکسین د ترلاسه کولو هیله لري.
د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې ۴۶۸ زره دوزه کرونا ضد نور واکسین هم افغانستان ته ورسېږي.
ښاغلي عیلزي وویل تر دې دمه اته لکه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی او لا هم دا پروسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روانه ده.
دی زیاتوي: "له نېکه مرغه موږ یو له هغه... Читать дальше...
له څلور ورځو راهیسې د کندز ښار نږدې څنډې د وسله والو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهده دي.
د خلکو په وینا اوس مهال د دې ښار ختیځ لوري ته د چله مزار سیمه کې، شمال لوري ته د کله ګاو، ملاسردار او د چپرمه سیمه کې، لویدیځ لوري ته د زر خرید، سې صد فامیلو، قر اول تپه او د زاخېلو سیمو کې او جنوب لوري ته د علي خېلو او د سې درک سیمو کې جګړه روانه ده.
دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي.
د کندز ښار یوه اوسېدونکي اسدالله زرغون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "بد حال دی، هرې خوا... Читать дальше...
د افغان جګړې په لیکو کې د پاکستاني اتباعو په ځانګړي ډول نظامیانو شتون تایید شو، تازه د پکتیا ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د یو پاکستاني پوځي د نیولو خبر ورکوي.
د پکتیا والي حلیم فدايي پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې نیول شوی کس د پاکستان د پوځ افسر دی او د تخریبي فعالیتونو لپاره د طالبانو له خوا افغانستان ته رااستول شوی وو.
ښاغلي فدايي ویلي، دا کس عظیم نومیږي چې پلار او ماما يې هم د پاکستان په پوځ کې دنده لري.
نوموړي دا هم ویلي چې د پاکستان د پوځ دې نیول شوي افسر اعتراف کړی چې له یو نیم کال... Читать дальше...
د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.
په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.
راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.
د خوست یو شمېر اوسیدونکي چې په A رېزرف سیمه کې ورته پخوا د استوګنې د کورونو لپاره ځمکې وېشل شوي، غوښتنه کوي چې په دې سیمه کې دې، خوست امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ نه جوړیږي.
دوی د خوست له امنیې قوماندانۍ غواړي چې دې سیمه کې دې، خپلې ودانیزې چارې ودروي، ځکه دا استوګنیزه سیمه ده او د پوځي تاسیساتو جوړېدل په کې د خلکو په زیان دي.
بل لور ته د خوست امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې دا سیمه د دوی ملکیت دی او ولایتي اداره دې یادو کسانو ته د ښار په نورو سیمو کې د کورونو لپاره ځمکې ووېشي.
نن د چهارشنبې... Читать дальше...
د اوبو د تنظیم ملي اداره د کابل په شاه او عروس بند کې د اوبو د ذخیره کېدو له پیل خبر ورکوي.
د شاه او عروس بند د اوبو د تنظیم له لویو پروژو یوه ده چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
دی وايي: "نن په دې بند کې د اوبو د ذخیره کولو پروسه پیل شوه، په راتلونکو ورځو کې به دا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. دا بند د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو... Читать дальше...
د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د مسافرو پر ۴۰۴ډوله موټر د سړک غاړي ماین چاودنه کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د میوند ولسوالۍ د ګچ کارېز په سیمه کې رامنځ شوې.
د بارکزي په وینا په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بارکزي د پېښې مسوول وسله وال طالبان بولي، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.
د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي... Читать дальше...
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د سوریې پر بشري وضعیت بحث وکړي.
په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي.
امنیت شورا تېر کال هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې یوازې له ترکیې د باب الحوا له سرحدي سیمې څخه د سوریې ادلیب سیمې ته چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، بشري مرستې استول کېږي.
دا طرح چې د روسیې له وړاندیز سره یې هم سمون درلود، د دولسو میاشتو په مخه عملي شوه، خو اوس چې د دې موافقې مهلت... Читать дальше...
ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو کس د ځانمرګي واسکټ او بمونو د انتقال په تور نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د امجد په نوم دغه کس چې په عبید مشهور دی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی.
د خوګیاڼي په خبره، نوموړی د داعش ډلې غړی دی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او یو شمېر شب نامې یې د بهسودو له سخي موړ سیمې څخه جلال اباد ښار ته را لېږدولې، د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو.
د دوی د معلوماتو... Читать дальше...
هېواد
هېواد ورځپاڼې د جمهوري رياست د دوهم مرستيال سرور دانش هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي چې د طالبانو پرضد او له جمهوريته د دفاع لپاره 'پراخ ملي مقاومت' د رامنځته کېدو په حال کې دی.
وړاندې راغلي،په اصل کې د هېواد ساتنه او دفاع د افغان ځواکونو دنده ده، خو که اړتيا وي، ولس هم پر دې مکلف دی او په وینا یې دا ولسي خوځښتونه هغه مهال رامنځته کېدای شي چې ملي ګټې په خطر کې وي او يا هم هېواد له سخت حالت سره مخ وي.
د ورځپاڼې د لېکوال له انده دا چې طالبانو د ولس پر ضد ګام پورته کړی او له ترهګرۍ... Читать дальше...
د کونړ چارواکي وايي چې پر مرکزي روغتون د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له کبله د روغتون د تیلو ذخېره، د واکسین د ساتنې خونه او د درملو ګدام سوځیدلي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) سهار پر مرکز اسعداباد د مرورې ولسوالۍ له لوري د هاوان دوه مرمۍ راغللې چې یوه په یوه تش ځای او بله د اسعداباد پر مرکزي روغتون راپرېوتې ده.
ښاغلي دهقان زیاته کړه: "یوه مرمۍ د اسعداباد د مرکزي روغتون د واکسین پر یوه ډیپو لګېدلې چې هلته اور لګېدلی او زیان اوښتی دی. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پرګرام په ودونو کې د ښار دور یا شهرګشتي تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:
ښار دور یا شهرګشتي له څه وخت راپه دې خوا دود دی؟
او څه ارزښت لري ؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ :
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي پېښو او د طالبانو او داعش د حملو د مخنیوي لپاره د ملېشو رامنځته کېدو ته کتلي دي.
په دې مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم د پام وړ نتیجې ته نهدي رسېدلي، عادي خلکو ملېشې رامنځته کړي یا وايي چې دوی غواړي وسلې ترلاسه کړي.
په دې مقاله کې د ذولفقار امېد په نوم د یوه هزاره قوماندان یادونه شوې چې وايي دی ۸۰۰ وسلهوال لري چې د ده په وینا د هزاره مېشتو افغانانو د سیمو دفاع کوي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر وايي، حکومت به د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
محمد اشرف غني دا خبره په خپله پرونۍ (سې شنبه -د چنګاښ ۱مه) وینا کې وکړه چې د وچکالۍ د مهارولو لپاره د حکومت پر تدابیرو راڅرخېده: "زموږ هڅه دا ده ټولو ولسوالیو ته، حتی هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، رسېدګي وشي. دلته بیا پر طالبانو غږ کوم چې بې معنی جګړه ودروئ، د هېواد د اقتصاد تخریب بند کړئ او د وچکالۍ د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړئ."
ولسمشر غني وویل، د هېواد ۳۰... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Рафаэлю Надалю подмигнул слепой жребий // Первым соперником 14-кратного чемпиона будет четвертая ракетка мира Александр Зверев
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Москва
Путин перед поездкой в Минск встретился с патриархом Кириллом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
OG Buda
Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности
Москва
Более 30 участков дорог отремонтируют в Солнечногорске в 2024 году
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net