د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه
![د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه](https://gdb.rferl.org/3c739dda-808b-4343-9149-4144be55630b_w800_h450.jpg)
د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.
په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.
راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.