امریکا ته د افغانستان د جمهور رئیس او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر د سفر په درشل کې افغان حکومت وايي په دې سفر کې به د همکاریو په دوام او د دواړو خواو د اړیکو په پراختیا بحثونه شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به داسې مهال په یو رسمي سفر امریکا ته ولاړ شي چې په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې سختېږي او د سولې په خبرو کې هم ښکاره پرمختګ نهښکاري.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله به د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له جمهو رئیس سره وګوري.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وايي... Читать дальше...
د مقري نږدې ملګري او مينهوال وايي، ده له افغانستان سره د بېسارې مينې له امله نږدې څلور لسیزي حماسي سندرې وويلې او په هېواد مين شخصيت و.
د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ټاکل شوې چې د مقري ټولو سندرو ته انځوريزه بڼه ورکړي، خو کرونا ويروسیې ژوند واخيست.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مخکښ او د پاکستان د سنا پخوانی غړی محمد عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۱۷مه نېټه په خپل کور کې ژوبل شوی وو، د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ومړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې کاکړ څنګه ژوبل شوی و، خو د هغه په درملنه بوخت یوه ډاکتر د جون پر ۱۸مه ازادي راډیو ته ویلي و چې نوموړی په کور کې لوېدلی او بېهوښه شوی و.
د نوموړي ورور سلیمان کاکړ او د هغه ډاکتر صمد پانیزي د جون پر ۲۱مه د اغا خان روغتون مخې ته ازادي راډیو ته د هغه مړینه تأیید کړه. کاکړ وویل، کورنۍ یې غواړي چې... Читать дальше...
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي، پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او په یوه نه، یوه ډول یې دلته خپله نیابتي جګړه روانه ساتلې.
محبالله صمیم چې ننیې «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۳۱» په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، پاکستان له پر ځان بسیا، پرمختللي او اباد افغانستانه وېره لري.
د ښاغلي صمیم په خبره، پاکستان اوس هم په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی او په چلند کې یې هېڅ ډول بدلون نهدی راغلی.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د ډیورنډ کرښې په... Читать дальше...
د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره په هغه مشورتي غونډه کې چې نن په ارګ کې جوړه شوې وه، ټینګار وشو چې د سولې پروسه د افغانستان د دولت لومړیتوب دی او مخ په وړاندې ګامونه بهیې د تفاهم او اجماع په رڼا کې اخیستل کېږي.
په دې اړه د ولسمشرۍ په ټویټرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغان ولسمشر او مل پلاوي د سفر په اړه هم مشوره وشوه او هغه مهم وبلل شو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې عالي... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د الکساندر لوکاشینکا د کورنۍ د غړو په ګډون د بلاروس پر یو شمېر چارواکو او ادارو نوي بندیزونه تصویب کړل.
په دغو بندیزونو چې نن به د اروپایي ټولنې په رسمي ژورنال کې خپاره شي، د پارلمان د غړو، څارنوالانو، قاضیانو او نورو چارواکو په ګډون ۷۱ افراد او ادارې په نښه شوې دي.
اروپایي ټولنې دغه افراد او ادارې پر مدني ټولنې او ډیموکراتیک اپوزېسیون د فشارونو د راوستو په ګډون له بشري حقونو څخه په سرغړونو او د قانون د واکمنۍ پر کمزوري کولو تورن کړي دي.
په دغو افرادو کې د لوکاشینکا زوی او یوه نګور هم شامل دي. Читать дальше...
د جرمني چارواکي وایي، یو روسی څېړونکی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د چارواکو په خبره دغه روسی تورن دی چې د جرمني له یوه پوهنتون څخهیې حساس معلومات د پیسو په بدل کې مسکو ته لېږدولي دي.
د جرمني د څارنوالۍ دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ګومان کوي د ایلنور په نوم دغه تورن کس به د تېر کال د اکټوبر میاشتې له لومړیو د روسیې د جاسوسۍ ادارې لپاره کار پیل کړی وي.
د خبرپاڼې له مخې دغه مشکوک کس درې ورځې مخکې زندان ته لېږدول شوی دی.
د ارزګان چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه د دې ولایت له خاص ارزګان ولسوالۍ راوتلي او ولسوالي طالبانو نیولې ده.
د ارزګان د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه زیات جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو یوازې دومره ویل شوي چې د افغان ځواکونو موجودیت په دې ولسوالۍ کې اغېزمن نهو.
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلګو استازي قدرتالله رحیمي بیا ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې مېشت ټول سرتېري د مرکزي او ولایتي ادارې د نهپاملرنې له امله تېره شپه وسلهوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي... Читать дальше...
د خوست هوایي ډګر ته لومړنی نړیوال پرواز له دوبۍ څخه ترسره شو.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لوی سلاکار احمدالله فیضي ازادي راډیو ته وویل، له دوبۍ څخه د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکې په دې پرواز کې ۹۰ تنه مسافرین خوست ته ولېږدول شول.
د خوست په ګډون د لویې پکتیا په لسګونه زره اوسېدونکي له څو لسیزو راهیسې د خلیج په هېوادونو کې اوسي او کاروبارونه سرته رسوي.
د خوست اوسېدونکي د دغه هوایي ډګر پرانیستلو ته ډېر خوښ دي.
یو یې هم اسماعیل افغان دی چې په دې لومړني پرواز کې له دوبۍ بېرته وطن راغلی. Читать дальше...
افغانستان کې په کرونا ویروس ورځ بلې ته د زیاتو مثبتو پېښو د ثبتېدو ترڅنګ د ویروس د ډولونو د ګواښونو په اړه اندېښنې.
د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د دغه ویروس بېلابېل ډولونه اعلان کړي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې دغه سازمان چینایي، برازیلي، افریقایي، بریتانوي یا الفا تو، دلتا یا هندي ډول ویروسونه تشخیص کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یوناني الفبا په تورو باندې ځکه دغه ویروسونه نومولي چې له یادو هېوادونو دغه ویروسونه خپاره او دوی د خپلو هېوادونو د نومونو په یادېدو غبرګونونه وښودل. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان فرشاد نور د یوه کال قرارداد له مخې د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېسبوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي.
نوموړی د افغانستان او هند ټیمونو ترمنځ وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبه کې ټپي شوی و.
افغانستان دغه لوبه له هند سره مساوي کړه او د اسیایي جام لوبو بل دور تهیې لاره وموندله.
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي چې د میمنې ښار پر امنیتي پوستو او د دې ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ پرسبز سیمې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته نن وویل چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې د ملا شاکر په نوم د دې ډلې د یوه سیمهییز قوماندان په ګډون ۴ وسلهوال وژل شوي دي.
طالبانو چې د راپورونو له مخې تېره ورځ میمنه محاصره کړې وه، تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ويلي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تخار ولایت کې خواجه غار او بنګي ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي او د ولسي پاڅون کوونکو د تېرې شپې د عملیاتو په پایله کې خواجه غار او بنګي ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوې او زموږ امنیتي ځواکونه پهکې ځای پر ځای شول."
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ټویټ کې ادعا کړې چې د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده. Читать дальше...
د طالبانو لهخوا د ولسوالیو د نیولو په دوام، دې ډلې نن په بلخ ولایت کې شولګره او دولتاباد ولسوالۍ او په بغلان کې دوشي او جلګه ولسوالۍ نیولې دي.
د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي او د دولتاباد ولسوال جلالالدین قاريزاده ازادي راډیو ته د دې دوو ولسوالیو د سقوط خبره تأیید کړې ده.
خو د بغلان ځايي چارواکي بیا د دوشي او جلګې ولسوالیو د سقوط په اړه څه نهوايي، خو طالبانیې د نیولو ادعا کوي.
پرون هم دې ډلې د نږدې ۱۷ ولسوالیو د نیولو دعوه وکړه، خو افغان حکومت رد کړه او ویېویل، د جګړې پر مهال شاتګ او پرمختګ شته او دا د طالبانو بری نهدی. Читать дальше...
د بلخ ولایت دولتاباد ولسوالۍ هم طالبانو ونیوله.
د دولتاباد ولسوال جلالالدین قاريزاده ازادي راډیو ته د دې ولسولۍ د سقوط خبره تأیید کړه او ویېویل طالبانو تېره شپه دا ولسوالۍ ځکه ونیوله چې د امنیتي ځواکونو شمېر پهکې کم و او هم شاهین قول اردو پهکې د موجوده ځواکونو هوایي ملاتړ ونهشو کړای.
تر اوسه کومې بلې رسمي سرچینې دا خبر نهدی تأیید کړی.
دا له پرون راهیسې درېیمه ولسوالي ده چې په بلخ کې یې طالبان نیسي.
نن سهار د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ هم د وسلهوالو طالبانو لهخوا ونیول شوه.
د... Читать дальше...
د هرات چارواکي د دې ولایت پر چشت او ګلران ولسوالیو د طالبانو د حملو د په شا تمبولو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیوته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو پر ګلران ولسوالۍ د طالبانو د تېرې شپې برید په شا وتمباوه چې په نتیجه کې یې د نوموړي په وینا پنځه وسلهوال مړه او پنځه نور ټپیان شول.
نوموړی په چشت ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې هم د پنځو وسلهوالو د وژلو او درې نورو د ټپي کېدو خبره کوي.
ښاغلي فرهاد وویل، په دواړو ولسوالیو کې په نښتو کې افغان ځواکونو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر جو بایډن لهخوا واشنګټن ته د بلنې هرکلی کړی دی.
عبدالله د دې شورا په ټویټرپاڼه کې ویلي چې دی د امریکا او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په اړه رغنیزو غونډو او بحثونو ته سترګې په لاره دی.
افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د بایډن د دغې بلنې په اړه څرګندونې نهدي کړي.
سپېنې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال اشرف غني او د افغانستان... Читать дальше...
هندوستان په دې هېواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین کمپاین نن بیا پیل کړ.
سره له دې چې دا هېواد د واکسین له کمي سره مخ دی، خو په دې کمپاین کې هر بالغ هندوستانی د واکسین د یوې ستنې مستحق دی.
د هندوستان د کرونا واکسین دا نوې پالېسي چې د مې میاشت کې رامنځته شوې هغه پېچلی سیستم پای ته رسوي چې یو شمېر ایالتونه پهکې د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ و.
هندوستان سره له دې چې نورې نړۍ ته د کرونا د واکسین لوی صادروونکی دی، په خپل کور کې ستونزو اړ کړ چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین صادرات بند کړي. Читать дальше...
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومانداني وايي چې دغه ولسوالۍ نن سهار د وسلهوالو طالبانو لهخوا ونیول شوه.
د شولګرې امنیه قوماندان سید عارف اقبالي دغه موضوع تأیید کړې ده.
وسلهوالو طالبانو تېر ماښام د شولګرې ولسوالۍ او قوماندانۍ پر ودانیو ډلهییز بریدونه وکړل.
قوماندان وايي چې تر ۱۲ ساعته جګړې وروسته وسلهوالو د ولسوالۍ مرکز ونیوه.
ویل شوي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نهدی څرګند.
قطر کې د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام سیالیو مینهوال اړ دي چې د کرونا ضد واکسینیې کړی وي.
د قطر صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز الثاني پرون دولتي رسنیو ته وویل، قطر چې د دغو مسابقو کوربه دی، د دغه تورنمنټ د هغو مینهوالو د خوندیتوب لپاره چې د لوبو نندارې ته ورځي، د یو ملیون ډوز واکسین د ترلاسه کولو هڅه کوي.
شېخ خالد ویلي: "کله چې په قطر کې د فیفا د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام سیالیو وخت رسېږي، د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې به خلک واکسین شوي وي او خوندي به وي."
په پام کې ده د نړیوال جام دغه مسابقې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۱مه پیل شي.
د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ.
لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان ګوند د پام وړ بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون عمده اتحاد د ټاکنو نتیجه رد کړې او ادعا لري چې درغلي شوې ده.
د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ فیصده رایې خپلې کړي.
د دغو نتیجو له مخې د پخواني ولسمشر روبرټ کوچاریان په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ فیصده رایې ګټلې دي.
پاشینیان نن سهار وختي د خپلې... Читать дальше...
هندوستان په دغه هېواد کې چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې مقابله کوي نن دوشنبه د کرونا ضد واکسین کمپاین بیا پیل کړ.
که څه هم د واکسین شمېر خورا کم دی، بیا هم هر بالغ کس کولای شي په وړیا ډول دغه واکسین ترلاسه کړي.
که څه هم دغه هېواد نړۍ ته د کرونا ضد واکسین له لویو صادروونکو و، خو په کور دننه د ستونزو له کبله نورې نړۍ ته د کرونا ضد واکسین صادرات ودرول شول.
په هندوستان کې چې ۱،۴ میلیارده وګړي لري، تر اوسه یوازې درې نیم فیصده خلک په بشپړ ډول واکسین شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د بلاروس په وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه.
دا غوښتنه د اروپايي ټولنې د هغې غونډې په درشل کې شوې چې په پام کې ده د دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا د رژیم په وړاندې پر مجازاتوونکو اقداماتو پهکې بحث وشي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې سره غونډه کوي چې د بلاروس په وړاندې د بندیزونو پر لارو چارو بحث وکړي.
ښاغلي ماس له دي ویلټ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې نن دوشنبه خپره شوه ویلي: "فکر کوم چې د بلاروس په وړاندې له اضافي بندیزونو... Читать дальше...
په ارمنستان کې چې زیات سیاسي کړکېچونهیې تجربه کړل خلکو په پارلماني ټاکنو کې برخه واخیسته.
دا ټاکنې ځکه مهمې بلل شوي چې سږ کال د نګورنو قرهباغ په جګړه کې د اذربایجاني ځواکونو په وړاندې د ارمني پوځیانو ماتې خلک په غوسه او د حاکم رژیم د لیرې کولو غوښتنهیې کوله.
د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د شپې ناوخته اعلان کړه چې د رأی ورکونې په شرایطو د برابرو خلکو له ډلې نږدې ۵۰ فیصدو رایه ورکړې ده.
ښايي وروستۍ پایلې څو ورځې وخت ونیسي، خو د لومړنیو پایلو له مخې چې د ارمنستان راډیو خپرې کړي د سرپرست صدراعظم... Читать дальше...
سپېنې ماڼۍ ویلي راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي.
د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نهشي چې ترې امریکا وګواښل شي.
سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Дарья Касаткина
Касаткина, Андреева и Кудерметова — в тройке лидеров в борьбе за звание лучшей теннисистки
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Станислав Кондрашов Telf AG: Китай стремиться к экологически чистому производству
Путин в России и мире
Москва
Король Бахрейна прибыл с миром // Он обсудит с Владимиром Путиным арабский план по Газе
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
«Считают каждую копейку»: Юрий Лоза рассказал о трудностях Максима Галкина* и Аллы Пугачевой в Израиле
Москва
Времена. Застрелены Бонни и Клайд, в Саратове открыт памятник Кириллу и Мефодию
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net