د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کپټان د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو
![د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کپټان د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو](https://gdb.rferl.org/6fa8ca11-b35e-4c0e-9cc3-cb4d904031e0_cx0_cy19_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان فرشاد نور د یوه کال قرارداد له مخې د بحرین له ال حاله ټیم سره یوځای شو.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېسبوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي.
نوموړی د افغانستان او هند ټیمونو ترمنځ وروستۍ برخلیک ټاکونکې لوبه کې ټپي شوی و.
افغانستان دغه لوبه له هند سره مساوي کړه او د اسیایي جام لوبو بل دور تهیې لاره وموندله.