د هرات والي وايي، پر درېیو ولسوالیو د وسلهوالو طالبانو په ډلهییزه حمله او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې د فرسي ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان، د هغه یو ساتونکی او ۲۱ طالبان وژل شوي دي.
عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه پر فرسي، ګلران او ادرسکن ولسوالیو حمله کړې وه.
د ده په وینا، په فرسي کې پنځه او په ګلران کې دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نهده کړې.
خو د دې ډلې یوه ویاند ذبیحالله مجاهد په ټویټر کې لیکلي چې تېره شپهیې په کونړ کې... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن جمعه هغه قانون توشېح کړ چې له مخې یې د هغو سازمانونو چې چارواکو "افراطي" بللي، غړي د هېڅ دولتي پوست لپاره نهشي ټاکل کېدای.
دغه اقدام عملاً کوم عمومي دفتر ته د لار موندنې لپاره د هر هغه چا مخه نیسي چې له زنداني شوي سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ سره ارتباط لري.
د دغه قانون له مخې د هغو سازمانونو چې روسي محاکمو ترورېستي اعلان کړي، مشران او بنسټ ایښودونکي نهشي کولای د پنځو کلونو لپاره انتخابي څوکۍ ولري.
د دغسې سازمانونو نور کارکوونکي د درېیو کلونو لپاره منع شوي دي.
د اروپايي ټولنې سفیرانو نن هغه اقدام تصویب کړ چې له مخې یې د اروپايي ټولنې پر قلمرو د بلاوس هوايي شرکتونو الوتنې منع کوي.
درېیو ډیپلوماتانو ویلي، له دې سره د اروپايي ټولنې په هوايي ډګرونو کې د دغو هوايي شرکتونو د الوتنو کېناستل هم منع کېږي.
د بلاروس په وړاندې دغه مجازاتوونکی اقدام وروسته تر دې کېږي چې مېنسک د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت یوه الوتکه جبري ناستې ته مجبوره کړه.
په الوتکه کې د رامان پراتاسیویچ په نوم د اپوزېسیون خبریال هم و چې له ملګرې سرهیې یوځای ونیول شو.
افغانستان کې د اریانا خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې مینا خیري د کابل په پرونۍ چاودنه کې ووژل شوه.
مینا خیري تېره ورځ پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۴» په یوه چاودنه کې وژل شوې چې نن د افغانستان د عدلي طب له لوري یې د معایناتو پایله او هویت مشخص شو. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دې پېښه کې د اغلې خیري مور هم وژل شوې او د راپورونو پر بنسټ، یوه خور یې سخته ټپي شوې ده.
دا پېښه تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهارقلعه چهاردهي سیمه کې رامنځته شوه.
د افغانستان... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) یوه فعال سید عالم محسود وايي، د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ورسره نیول شوي کسان خوشې شول.
د غورځنګ غړي وايي، منظور احمد پښتین چې کله نن وختي د جانيخېلو پرلت ته روان و، په کوهاټ کې پولیسو د غورځنګ له نورو غړو سره یوځای ونیوه.
تر دې وړاندې منظور احمد پښتین د تېر میلادي کال د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور په تهکال کې له خپلو شپږو ملګرو سره پوليسو نیولی و.
خو د ډېره اسماعيل خان يوې محکمې د تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه نوموړی د خیانت له توره سپین اعلان کړی و.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
توماس نېکلسن ویلي، د سولې مذاکرې باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوه اعلامیه کې د ښاغلي نېکلسن په حواله ویلي، د روانې جګړې زیات زیان ملکیانو ته اوړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ نن جمعه په یوه اعلامیه کې د توماس نېکلسن (Tomas Niklasson) له قوله ویلي: "په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، اروپايي ټولنه... Читать дальше...
د کابل په لوېدیځ کې وروستیو بمي چاودنو او بریدونو په نړیواله کچه اندېښنې راپارولې دي.
تازه د بشر حقونو څار نړیوال بنسټ وايي چې دوی په افغانستان په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او دا په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه له افغانستانه په وتو ده.
د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۴» ازادي راډیو ته وویل: "موږ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په تړاو د هغو بدو خبرونو په اړه چې له افغانستانه، له کابله او له ټول هېواده راځي ژوره اندېښنه لرو. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي ستوري راشد خان ویلي، د ۲۰ اووره نړیوالو مسابقو د لوبډلمشرۍ وړاندیز یې نهدی منلی.
راشد خان له کرک انفو (Cricinfo) سره په مرکه کې ویلي، دا غوره ګڼي چې د لوبډلمشر پر ځای د یوه لوبغاړي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
ده زیاه کړې، که اړتیا وه حاضر دی د مرستیال لوبډلمشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تېره دوشنبه وویل چې راشد خان به د ۲۰ اووره نړیوالو مسابقو د لوبډلمشر د مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
کرکټ بورډ د اصغر افغان پر ځای... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې د ذاکرې په نوم دغه پولیسه نن سهار د کندهار په بلوڅانو کلاچې سیمه کې وژل شوې ده.
ښاغلی بارکزی زیاتوي: "وسلهوالو ترهګرو زموږ یوه تکړه سرتېرې پولیسه چې په پنجوايي ولسوالۍ کې یې دنده مخته وړله، وویشتله او شهیده کړله."
تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نهدی منلی.
په کندهار کې یوازې په روژې میاشت کې د هدفي وژنو ۲۹ پېښې شوې دي.
د کابل په محمد علي جناح روغتون کې ځیني ډاکتران د کرونا ناروغۍ له امله د یوه مړه شوي کس د خپلوانو له لوري وهل ټکول شوي او ځیني طبي تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.
رحیمه حیدري چې د کرونا له امله د یوه مړه شوي کس خپل خپلوانو وهلې ټکولې د کابل د علي جناح روغتون په بېړنۍ خونه کې ډاکتره ده.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» دوه بجې وروسته له هغې چې د کرونا له امله یو کس مړ شو، خپل خپلوانو یې د روغتون پر کادري او عاجلې خونې برید وکړ، د دغه روغتون خدمه او ډاکترانیې ووهل او د روغتون ځیني طبي تجهیزاتیې هم ویجاړ کړل. Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) مشر منظور احمد پښتین نن د جون پر څلورمه د شپې مهال پولیسو نیولی دی.
د غورځنګ تر نورو غړو او پلویانو مخکې منظور پښتین د جانيخېلو پرلت ته روان وو چې په کوهاټ کې پولیسو د غورځنګ له ځینو نورو غړو سره د څه وخت لپاره ودراوه او بیا یې وروسته ونیوه.
دا لا نهده معلومه چې منظور پښتین په کوم تور نیول شوی دی.
په خواله رسنیو د منظور پښتین د نیول کېدو وېډیو خپره شوې ده. په وېډیو کې پښتین له پولیسو پوښتنه کوي چې څه خبره ده او چېرتهیې بیایي؟
پر ټولنیزو رسنیو د منظور... Читать дальше...
د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، افریقا ته د کرونا ضد واکسین د لېږلو چارې تقریباً بېخي په ټپه درېدلي، خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اوونیو کې په دې لویه وچه کې د دغه ویروس خپرېدا اوج ته رسېدلې ده.
په همدې منځ کې د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې خپل اضافي واکسین به نورو هېوادونو ته ورکړي.
تېره اوونۍ یوازې په جنوبي افریقا هېواد کې د کرونا ویروس پېښې په سلو کې ۶۰ زیاتې شوي او دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د جانسن انډ جانسن واکسین د تطبیق چارې له ستونزو سره مخامخ دي. Читать дальше...
بلاروس په یوه غچ اخیستونکي اقدام سره په مېنسک کې د امریکا سفارت د ډيپلوماتانو او کارکوونکو شمېر کموي.
بلاروسي چارواکو دغهراز امریکایي اتباعو ته د ویزې د سختولو خبره هم کړې ده.
د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت پرون د جون په درېیمه دغه اعلان وکړ.
د دغه وزارت ویاند اناتولي ګلز (Anatoly Glaz) د دغه اعلان پر مهال ډېر جزئیات ورنهکړل.
نوموړي دغهراز وویل چې دوی د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې (USAID) د فعالیت جواز هم لغوه کړی دی.
دغه بلاروسي چارواکي ویلي، د دې اقداماتو هدف دا دی چې متحده ایالاتو... Читать дальше...
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د درېدلو او هر اړخیز اوربند غوښتنه وکړه.
حنیف اتمر، شاه محمود قریشي او وانګ یي پرون پنجشنبه په خپله څلورمه درې اړخیزه ناسته کې د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د دغې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ناامنیو دوام د سیمې ثبات او اقتصادي سوکالي اغېزمنوي.
د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا د افغانستان د سولې له هڅو د اسلاماباد او پیکېنګ ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د افغان حکومت د پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړه وروسته تر دې نوره هم سخته شوې ده چې پر طالبانو هوایي بریدونه کم شوي او امریکایي ځواکونه په وتلو دي. د ورځپاڼې په باور وروستۍ جګړې ګڼ مېشته سیمو ته نږدې روانې دي.
واشنګټن پوسټ بیا د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د تېرې میاشتې جګړې ته اشاره کوي چې افغان ځواکونو د هوا له لارې درنه بمباري وکړه او د طالبانو مخهیې ونیوله.
ورځپاڼه لیکي چې له څو اوونیو جګړو وروسته طالبانو په سیمه کې ماینونه ایښي، لارې خرابې شوې دي،... Читать дальше...
ډېری معتادينو خپله نشه له تنباکو، په تېره بیا سګرېټو څخه پيل کړې ده.
د افغانستان په ټولو ښارونو کې د تنباکو پر ازاد خرڅلاو سربېره، په دې وروستیو کلونو کې د صنعتي نسوارو يا (پان) جوړول هم ډېر شوي او ان دا چې د سيمې له هېوادونو څخه افغانستان ته په ښکاره او رسمي ډول راوړل کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د تنباکو استعمال ورځ په ورځ ډېرېږي.
د عامې روغتيا وزارت د نشهيي موادو غوښتنې کمولو ریاست تخنيکي مرستيال ډاکټر عبدالشکور حيدري ازادي راډيو ته وويل، سروېګاني ښيي چې... Читать дальше...
د کندز په قلعهزال ولسوالۍ کې یو بزګر د کوکنارو له کښت څخه لاس اخیستی او د دې کښت پر ځای يې په خپله ځمکه کې د بادامو باغ جوړ کړی دی.
۵۰ کلن رفیعالله وايي چې ۱۶ کاله وړاندې یي په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو کله چې پوه شو دا يو ناروا کښت دی او ټولنې ته زيان رسوي، نو له دې کاره لاس پر سر شو.
رفیعالله زیاتوي: "زه ملا صاحب پوه کړم، بل نو دا چې ګلالي ګلالي ځوانان مې ولیدل چې په تریاکو، سیخ سنګ او پوډرو اخته شوي او پر سړکونو پراته وو، بیا مې نور ځان ته اجازه ورنهکړه چې زما د کښت له خاطره ځوانان تباه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Песня
Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.
Москва
Объявлены победители музыкальной премии телеканала RU.TV
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net