په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن وایي په فاریاب کې طالبانو هر ډول ورانکاریو ته لاس اچولی دی.
هغه ویلي د فاریاب د اندخوی په اړهیې ټکان ورکوونکي/شاک کوونکي رپوټونه کتلي.
وېلسن په دې تړاو یوه ټویټ کې زیاته کړې، د طالبانو لهخوا د دکانونو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تأسیساتو او مخابراتي پایو ورانول د دې ډلې افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نهدرناوی په ډاګه کوي.
طالبانو دا وروستۍ څو اوونۍ د فاریاب په شمول په څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ نیولي.
افغان سیمهییزو چارواکو... Читать дальше...
ایران وايي د اټمي تأسیساتو عکسونه به د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان ته ورنهکړي ځکه د دې کار لپاره نظارتي هوکړه ختمه شوې.
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباق ویلي په دې تړاو هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې، نو ځکه هېڅکله د اټمي انرژۍ نړیوال اژانس ته ریکارډ شوي عکسونه او معلومات نهسپارل کېږي.
د ایران پارلمان تېر کب میاشت یوه مصوبه تصویب کړې وه چې له مخې یې د دريیو میاشتو لپاره د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان کمرې پرېښودل شوې څو له اټمي تأسیساتو عکسونه واخلي او دا سازمانیې وارزوي.
د اټمي... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هېواد کې د وروستیو جنګ جګړو په تړاو یو ځل بیا اندېښنه وښودله او د رامنځته شویو پېښو د پلټنې لپارهیې د حقیقت موندنې نړیوال پلاوي د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې پلاوی باید ژر جوړ او خپل کار پیل کړي.
ښاغلی مشکور ټینګار کوي چې دغه پلاوی دې روانې پېښې د بشري او نړیوالو بشرپاله حقونو له اړخه وڅېړي او خپل راپور دې ملګرو متلونو سازمان او اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي... Читать дальше...
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي طالبان د نوبهار خصوصي راډیو امواج د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي.
مطیعالله کریمي نن دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي هڅه کوي د طالبانو د خپرونو مخه ونیسي.
ښاغلی کریمي وايي: "نوبهار راډیو د بلخ ولسوالۍ د سقوط وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې. دې راډیو څو ورځې خپرونې بندې کړې وې، خو طالبانو یې مسؤلان بیا راوستي او په خپله خوښهیې خپرونې پيل کړي. له امنیتي چارواکو سره په رابطه کې یو او د طالبانو د نشراتو د مخنیوي هڅې روانې دي."... Читать дальше...
په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د احتمالي حضور د دوام او د کریمیا له اوبو د بریتانیايي کښتۍ د تېرېدو په اړه پټ اسناد د بسونو یوه تمځای کې موندل شوي دي.
په دې اړه بيبيسي نن یو راپور خپور کړی.
دا پاڼې چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ ته رسېږي څو ورځې مخکې د بریتانیا په کېنټ ښار کې د بسونو له تمځای سره یوه کس موندلې وې.
لومړی ډله سندونه د کریمیا ټاپو وزمې اوبو ته د بریتانیا د سمندري ځواکونو د یوې کښتۍ اېچاېماېس ډفېنډر د ننوتلو په تړاو اېمېلونه او د پاورپاینټ سلایډونه دي. دوهم ډله سندونه په... Читать дальше...
په کابل کې د ودونو د تالارونو مالکان وایي د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغوی چې کوژدې يې کړي هم انتقاد کوي چې دغو محدودیتونو د دوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي.
نوید او مقبولې له کوژدې یو نیم کال وروسته تصمیم ونیو چې د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن جوړ کړي، خو د کرونا د محدودیتونو له امله تالارونه تړل شوي او د دوی د واده پروګرام هم لغوه شو.
نوید وايي: "موږ تصمیم درلود په نږدې ورځو کې د کابل د ودونو په یوه تالار کې د واده... Читать дальше...
په خېبر پښتونخوا کې د جانيخېلو پرلتوالو او د پاکستان د حکومت لهخوا د ټاکل شوې جرګې ترمنځ هوکړه شوې ده.
د هوکړې له مخې د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوې دي.
د حکومت لهخوا په جرګه کې مرستیال کمېشنر زبېر احمد نيازي او د خېبر پښتونخوا د ترانسپورټ وزیر ملک شاه محمود وزیر په بنو کې د جون پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په منل شویو غوښتنو کې د هغو احتجاج کوونکو خوشې کول هم شامل دي چې پوځيانو نيولي وو، خو دا روښانه نهده چې شمېر یې څومره دی.
د جون پر ۲۳مه نېټه اسلاماباد ته د لاريون پر مهال... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د اسرائیل د بهرنیو چارو له نوي وزیر یائیر لاپید سره ګوري.
د دوی لیدنه د ایټالیا په روم ښار کې پلان شوې چېرته چې بلېنکن په درې ورځني سفر بوخت دی.
د دوی د لیدنې یوه اجنډا له ایران سره د اټمي تړون موضوع ده.
د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون احیا کړي.
اسرائیل په سیمه کې د ایران فعالیتونه خطرناکه بللي او په وار وار یې له دغه هېواد سره د نړۍ په تعامل باندې اندېښنه ښودلې.
د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنت ویلي "د ایران... Читать дальше...
د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، ۵۶ افغان پولیس د چک او سیداباد ولسوالیو د سقوط پر مهال د طالبانو په لاس اسیر شوي دي.
دا خبره د میدان وردګ امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وکړه.
هغه زیاته کړه په مخامخ نښتو کې درې افغان سرتېري او اته طالبان وژل شوي هم دي.
ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، د دښمن لاسونو ته ورغلي. شاوخوا ۳۰ پولیس په سیداباد او ۲۶ نور هم په چک کې د طالبانو په... Читать дальше...
د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوام او د دې اړیکو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
ښاغلی صالح واشنګټن ته د جمهور رئیس غني په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه یوه یادښت کې چې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه یې خپور کړی لیکي، دې سفر کې امریکايي چارواکو ته یادونه شوې چې پاکستان د طالبانو د کوربه په توګه د دې ډلې له زېږېدنې تر ننه کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ ونډه ولري او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي.
امرالله صالح اسلاماباد... Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت چک او سیداباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ تر درنو جګړو وروسته طالبانو نیولي او ورسره ۳۰ افغان سرتېري هم ژوندي د طالبانو لهخوا نیول شوي.
ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، هلته چې کوم قوتونه موجود وو، له مقاومت سره سره خو کله چې د دښمن فشار پري رازیات شو، د دښمن لاسونو ته ورغلي، په دغه کې ګڼ شمېر... Читать дальше...
په روسیه کې پرون شنبه د کرونا وبا له امله یوه تر ټولو مرګونې ورځ وه.
د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي او هم پر دې ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر د روانې میاشتې د لومړیو په نسبت دوه برابره زیات شوی دی، یعنې په دې موده کې ۲۱،۶۶۵ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د کرونا ضد واکسین ته د روسیې د خلکو نهلېوالتیا او په دې وروستیو کې د دغه ویروس چټکې پراختیا په روسیه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...
کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د ولسواليو سقوط، ولسي پاڅونونو او امريکا ته د افغان جمهور رئيس د سفر په اړه سرمقالې او شننې خپرې کړي.
هېواد
هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په وروستيو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د حکومت د وسلهوالو مخالفانو پوځي تحرکاتو زور اخیستی او ځینو ولسوالیو او پوځي مرکزونو سقوط هم کړی دی.
ورځپاڼه ليکي، که د دې ولسوالیو او پوځي مرکزونو د سقوط څرنګوالي ته کتنه وشی؛ نو لیدل کېږي چې ځینې یې بې له کوم مقاومته د حکومتي مخالفانو لاس ته لوېدلې دي. Читать дальше...
په بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر عبیدالله کاسي بېدرکه شوی دی.
عبیدالله کاسي کوټې ښار ته نږدې له کچلاغ سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.
عوامي نشنل ګوند د خپل دغه مشر د بېدرکه کېدو پر ضد د اعتراض په دود د کوټې-ژوب او کوټې-چمن ترمنځ لویې لارې بندې کړې دي.
تر دې یوه اوونۍ دمخه د دغه ګوند یوه پارلماني غړي عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
عوامي نشنل ګوند تور لګولی چې کاکړ په خپل مرګ نهدی مړ شوی، بلکې وژل شوی دی.
د بریتانیا د روغتیا وزیر وروسته له دې استعفا وکړه چې د کرونا د مقرراتو د نهرعایتولو عکسونهیې خپاره شول.
د بریتانیا سن ورځپاڼې د روغتیا وزیر مټ هنکاک (Matt Hancock) داسې عکسونه خپاره کړل چې په خپل دولتي دفتر کې له خپلې یوې مرستیالې سره په غېږ روغبړ کوي او د یو بل مخونه ښکلوي.
پر ۴۲ کلن هنکاک د خپلو همکارانو او عام ولس له لوري په دې اعتراضونه وشول چې ولې یې د کرونا ویروس له کبله لګول شوي مقررات په پام کې نهدي نیولي.
دی چې په بریتانیا کې د کرونا وبا په اوج کې د روغتیا وزیر و، په ځلونو په... Читать дальше...
د امریکا د فلوریدا ایالت د میامي ښار په هغې ۱۲ منزله ودانۍ کې یو بل مړی وموندل شو چې درې ورځې وړاندې نړېدلې وه.
د میامي ښاروال ویلي چې تر اوسه پورې د پنځو تنو مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.
تر پرون پورې په دې پېښه کې د بېدرکه شویو کسانو شمېر ۱۵۶ تنه ښودل شوی و.
د پنجشنبې له ورځې چې دا ودانۍ نړېدلې، سلګونه مرستندویان هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسان ومومي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي تر ۵ زره او ۱۰۰ ډېر بندیان وبخښل.
د خامنهيي په وېبپاڼه کې پرون په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د شیعهګانو د اتم امام، امام رضا د زوکړې په مناسبت شوی دی.
په خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې ایا بندیان خوشې شوي او که یوازې یې د خلاصون حکم صادر شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان ایران په دې تورن کړی چې تورن کسان په عادلانه ډول نهمحاکمه کوي او پرلهپسې سیاسي مخالفان نیسي.
دې سازمان دا هم ویلي چې ډېری نیول شوي کسان تري تم کېږي او یا اعدامېږي.
افغان ولسمشر اشرف غني چې د یوه پلاوي په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته په یوه رسمي سفر تللی و، تیر ماښام بېرته کابل ته ستون شو.
کابل ته ولسمشر د بېرته ستنېدو خبر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله ټویټرپاڼه کې ورکړی او په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
افغان ولسمشر واشنګټن ته په دغه دوه ورځني سفر کې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په بلنهیې ترسره کړ، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له بایډن سره وکتل.
ولسمشر بایډن وویل، که امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي، خو له افغانستان سره به په اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. Читать дальше...
چارواکي وایي چې له کندز ښاره د وروستیو جګړو له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
د دې ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس غلام سخي رسولي رسنیو ته ویلي، د کندز له ښاره په دې وروستیو ورځو کې چې وسلهوالو طالبانو د جګړې لمن ورغځولې، شاوخوا ۵،۰۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.
ښاغلي رسولي وویل، د دې بېځایه شویو تر دوه زره کورنیو پورې یې کابل یا نورو ولایتونو ته کډه شوې دي.
د نوموړي په وینا د دې ولایت په نورو سیمو کې د نا امنیو د زیاتېدو له کبله نورې شاوخوا اته زره کورنۍ هم له خپلو سیمو بېځایه شوې دي. Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، تورخم به په جولای کې د هغو افغان محصلانو پر مخ د څو ورځو لپاره پرانیزي چې د پاکستان په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
د پاکستان سفارت په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د علامه اقبال په نوم د سکالرشېپ د پروګرام محصلانونه ته به چې اوس په افغانستان کې بند پاتې دي، اجازه ورکړل شي چې د جولای په درېیمه او څلورمه پر تورخم واوړي.
سفارت دغهراز ویلي چې ټول محصلین باید پاکستان ته د تلو لپاره د «پيسيار» ټسټونه (د کرونا ویروس د تشخیص لپاره ټسټ) وکړي او نتیجهیې باید منفي وي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان اکثریت وګړي سوله غواړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو ور باید پرته له دې چې د جګړو په ډګر کې څه تېرېږي پرانیستی وي او تر هغو بند نهشي چې طالبانو هغه نهوي تړلی.
ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې له روېټرز اژانس سره په وروستۍ مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان اکثریت وګړي یو سولهییز جوړجاړی غواړي او دې هدف ته د رسېدو یوازنۍ لاره د سولې د پروسې دوام دی.
ښاغلی عبدالله زیاتوي: "موږ دې ته په پام چې د سولې په خبرو کې پرمختګ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Большой шлем
Dagospia: Синнер и Калинская вместе поужинали в ресторане в Париже
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
Путин перед поездкой в Минск встретился с патриархом Кириллом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Денис Мацуев
В Нижегородской филармонии впервые проходит Международный музыкальный фестиваль «Денис Мацуев представляет: Диалог поколений»
Москва
В Черногории открывается выставка об отношениях с Россией в эпоху Петра I
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net