د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره ګوري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د اسرائیل د بهرنیو چارو له نوي وزیر یائیر لاپید سره ګوري.
د دوی لیدنه د ایټالیا په روم ښار کې پلان شوې چېرته چې بلېنکن په درې ورځني سفر بوخت دی.
د دوی د لیدنې یوه اجنډا له ایران سره د اټمي تړون موضوع ده.
د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون احیا کړي.
اسرائیل په سیمه کې د ایران فعالیتونه خطرناکه بللي او په وار وار یې له دغه هېواد سره د نړۍ په تعامل باندې اندېښنه ښودلې.
د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنت ویلي "د ایران رژیم حاضر دی پوځي اټمي پروګرام ته د رسېدو لپاره کلونه خپل ولس وږی وساتي او دا هغه رژیم دی چې تعامل ورسره نهکېږي."
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي امریکا لا هم له ایران سره د نظر اختلاف لري.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون لاسلیکوونکو ۶ واره له ایراني مرکچیانو سره خبرې کړي او هڅه لري چې امریکا او ایران سلا ته ورسېږي او دا تړون بیا راژوندی شي.