Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Июнь
2021

Новости за 29.06.2021

د کرکټ په تاریخ کې نوی نوښت؛ د ۱۰۰ توپونو ليګ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ توپونو ليګ هم پیلېږي. په دې ليګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او قيس احمد هم درې بېلابېلو لوبډلو اخيستي.  د انګلستان او وېلز کرکټ بورډونو په ۲۰۱۶ کې د ۱۰۰ توپونو په نوم د نویو سیالیو د تأسیس په اړه په دې اړه نظر ورکړی و چې بیا په ۲۰۱۹ کې موافقه وشوه چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې ترسره شي، خو تېر کال د کرونا ویروس له امله دا سیالۍ ونه‌شوې او ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د انګلستان کرکټ بورډ وویل چې د جولای په ۲۱مه به دا سیالۍ وشي. Читать дальше...

باميانو کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ وځنډول شوې

Pa.azadiradio.com 

د باميانو ولايت د بدني روزنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ د نا امنیو له وجې وځنډول شوې. د دې ولايت د بدني روزنې رئيس سيد اسحاق هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ چې ټاکل شوې وه نن د سولې په نوم پيل شي له کابله د پلاوي د نه‌رارسيدو له امله وځنډول شوې.  نوموړی وايي، پلاوی په لاره کې د ناامنۍ له وجې خپل راتګ وځنډاوه. د باميانو د بدني روزنې رياست وايي، دغه سيالۍ به د ۵۰ لوبغاړو چې ۲۰ يې نجونې او ۳۰ هلکان دي په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.  د دې لوبو هدف وسله‌والو مخالفینو ته د سولې غږ رسول په ګوته شوي.

افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او وسله‌والو طالبانو ته د سکاټ مېلر خبرداری

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړې په میدانونو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او طالبانو ته د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان خبرداری. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان غواړي پر دوی هوايي بریدونه ونه‌شي، په خبره‌یې خپل عملیات باید ودروي. ښاغلي مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې په یوه غونډه کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، لا هم دی له افغان ځواکونو د دفاع واک لري. ښاغلی مېلر وايي: "د امریکا-طالبانو... Читать дальше...



هغه نجلۍ چې د نارینه و سره وزلوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ملکه رجبووا هغه پيغله ده چې تاجکستان کې د وزلوبې په سیاليو کې ګډون کوي. دا لومړنۍ تاجکستانۍ پیغله ده چې وزلوبه کوي. ملکه رجبووا وايي، که څه هم د کورنۍ غړو او خپلوانو یې له دې کار سره مخالفت کړی او وزلوبه یې نارينه ورزش بللی خو هغې دوی ته غوږ نه دی نیولی او د خپلې خوښې لوبه تعقیبوي. په‌دې راپور کې د تاجکستان د وزلوبې یوازینۍ ښځېنه ورزشکارې سره اشنا شئ.

ارګ: په پاکستاني رسنیو کې د طالبانو په ګټه تبلیغات کېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړو په شدت سره، له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په تړاو د افغان چارواکو د څرګندونو دوام، هغه څه چې هم پاکستان او هم طالبان‌یې ردوي. د افغانستان جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جګړې په ډګرونو کې اسناد او شواهد ترلاسه شوي چې پاکستاني پوځیان نېغ په نېغه له طالبانو ملاتړ کوي. ښاغلي عمر زیاته کړه، هغه پیغامونه چې له پاکستانه راځي په ظاهر کې یو شی، خو د عمل په ډګر کې بل شی وي او د ده په... Читать дальше...

د سوریې په ختيځ کې پر امریکايي ځواکونو راکټي حملې شوي

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ګڼ راکټونه ویشتل شوي، خو هغوی ته د ځاني زیان نه دی اوښتی. امریکايي سرتیرو ویلي چې پرهغه ځای یې ځوابي حمله کړي چې راکټونه ورڅخه ویشتل شوي وو. دا خبرې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ویاند وېن ماروټو پر ټويټر لیکلي دي.  د سوريې د بشري حقونو د څارادارې د معلوماتو پر اساس، ایران پلوه ملېشو د سوريې په ختيځ کې د القمر تیلو په ډګر کې د امریکايانو پر اډه ګڼ راکټونه وویشتل. په دغه ځای کې امریکايي ځواکونه د داعش سخت دريځې ډلې پر وړاندې په جګړه کې د کُردانو په مشري د سوریې ډموکراټ ځواکونو ملاتړ کوي. Читать дальше...

د طالبانو واک لاندې ژوند؛ ځینې خلک: ټلوېزیون به نه ګورو او ځینې نور محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند، هغه څه چې یو شمېر خلک یې له ستونزو ډک بولي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري جګړه تېزه او یو شمېر ولسوالۍ د دغه ډلې لاس ته ورغلې. که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تاکتیکي شاتګ بولي. خو پوښتنه دا ده چې په هغه ولسوالیو کې چې د طالبانو لاس ته ورغلي د ولسي وګړو ژوند څنګه دی؟ د دغه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو پر خلکو داسې بندیزونه لګولي لکه شل کال وړاندې د دغه ډلې د حاکمیت پرمهال. دوی د خپل راتلونکي... Читать дальше...

د کرونا ۳مه څپه؛ روغتیا وزارت: ښایي ۳ یا ۴ اوونۍ نورې هم سختې وي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري. که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي. د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان... Читать дальше...



۲۵ ولایتونو کې وچکالي؛ "سږ به ۲،۵ میلیونه ټنه د غنمو حاصلات کم شي"

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي، اقلیمي بدلون او په ځانګړي ډول وچکالۍ بې‌وزلي ډېره کړي او د خلکو په ژوند یې بد اغېز کړی دی. د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کور دننه نږدې ۵ میلیونه افغانان بې‌ځایه شوي چې د طالبانو له‌خوا د جګړې له دوام سربېره یې، بل لامل وچکالي ده. د ښاغلي صالح دفتر په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي، علمي او عیني څېړنې ښيي چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه له ډېرې سختې، سختې او متوسطې وچکالۍ سره مخ دي. د رسمي شمېرو له مخې، د وچکالۍ له امله به سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۲،۵ میلیونه... Читать дальше...

چارواکي: لغمان کې ۸۶ جریبه ګڼ بڼوڼه کېنول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په لغمان ولايت کې ۸۶ جریبه ګڼ (متراکم ) بڼوڼه کېنول شوي دي. د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دا بڼونه د لیمو او خوږو نارنجانو دي چې د لغمان ولايت مرکز مهترلام او د دې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په موخه کېنول شوي دي. د ښاغلي رستمي په خبره، یاد بڼوڼه ۶۵ بزګرانو ته کېنول شوي او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځې او ۲۲۵ تنه نارینه ترې ګټه پورته کوي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ګڼو بڼوڼو کېنول له یوې... Читать дальше...

کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو  او برښنا د بند سروې پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا د بند د سروې چارې عملاً پيل شوې. د دې ادارې وياند نظام خپلواک نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، د اوبو دا بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا په موخه جوړیږي. د هغه په خبره، د لوړې بند جوړولو سره په ارغستان ولسوالۍ کې په زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه او په زرګونه کورنۍ په روښانه شي. Читать дальше...

پر وسلو د کنټرول په اړه د روسیې ولسمشر یو قانون توشیح کړ

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون توشېح کړ چې تطبیق یې په روسیه کې د وسلو پر لرلو کنټرول زیاتوي.  د روسیې پارلمان په یوه ښوونځي کې د ډزو له پروسږنې خونړۍ پېښې وروسته دا لایحه تصویب کړه. د وسلو د نوي قانون له مخې د وسلو د لرلو لپاره قانوني عمر له ۱۸ کلونو څخه ۲۱ کلونو ته لوړ کړ او همدا راز د وسلو د لرلو لپاره یې یو لړ نور محدودیتونو هم وضع کړي.  له دې مخکې یوازې د جدي جرمونو عاملانو ته د وسلې د لرلو اجازه نه ورکول کېده، خو اوس هغه کسان هم په دې ډله کې ور زیات شوي دي چې د مخدرو موادو د کارولو په تور تر تحقیق لاندې یا محکوم شوي وي. Читать дальше...

بایډن اسراییلو ته: ایران به هېڅکله د اټمي وسلو جوړولو ته پرې نه ږدو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن اسراییلو ته ډاډ ورکړی چې ایران به هېڅکله د اټمي وسلې جوړولو ته پرې نه ږدي.  ښاغلي بایډن دا ژمنه پرون د جون په ۲۸ مه د اسراییل له ولسمشر ریو وین ریولین Reuven Rivlin  سره چې د کار دوره یې د ختمېدو په حال کې ده، په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.  په اسراییل کې جمهوري ریاست تر ډېره تشریفاتي مقام دی.  ریولین د دې میاشتې په پیل کې وروسته له دې چې نفتالي بینیت د بنیامین نتانیاهو پرځای د اسراییل نوی صدراعظم شو، له خپل مقامه لېرې کېږي.  بایډن هیله څرګنده کړه چې د اسراییل... Читать дальше...

اصلاح ورځپاڼه: پاکستاني چارواکي د افغانستان پرضد تبلیغاتي جګړه پرمخ بیايي

Pa.azadiradio.com 

اصلاح اصلاح ورځپاڼې ليکلي؛ پاکستان د افغانستان جګړه کې مستقيم ښکېل دی او د دغه هېواد چارواکي د افغانستان پرضد تبلیغاتي جګړه هم پرمخ وړی. وړاندې راغلي، د پاکستان د دا راز کړنو ډېر پراخ ثبوتونه شته چې پاکستان په ښکاره د طالبانو د جګړې د تجهیز، د ملېشو د روزنې او دغه شان د جګړې د قوماندې ټول واک او اختیار یې په لاس کې اخیستی.  د ليکوال په باور همدا لامل دی چې د پاکستان ملېشې او افسران د طالب جامه کې راځي او د افغانستان پرضد یې جګړه توده کړې ده.  لیکوال لیکي: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ... Читать дальше...

سوریه کې پر دېره امریکايي ځواکونو راکټي برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو راکټي برید شوی، خو د تلفاتو په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی.  له دې حملې یوه ورځ مخکې پنټاګون وویل چې د عراق او سوریې ترمنځ پر پوله یې په یوه هوايي برید کې د هغو وسله والو مرکزونه په نښه کړل چې په عراق کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.  په دې سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ویاند وېن ماروتو پر ټویټر لیکلي چې پرون د جون په ۲۸مه نېټه د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو د څو توغندیو برید وشو، د نوموړي په وینا تلفات یې نه درلودل. ویاند زیاتوي، په ځواب... Читать дальше...

د ناړۍ-اسعداباد سړک لاهم تړلی؛ خلک: طالبانو ماینونه خښ کړي او تېږي راغورځولي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک لا هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی. ځايي اوسیدونکي وايي، وسله والو طالبانو په کې ماینونه خښ کړي او له غره يې ورته تېږي راغورځولي دي چې له امله یې دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړي. محمد ابراهیم نورستانی او نور قومي مشران چې د لارې تړل کېدو له امله په مرکز اسعداباد کې بند پاتې وايي، له لسو ورځو زیات کېږي چې وسله والو طالبانو په اسمار او غازي اباد کې عمومي سړک بند کړی. ښاغلي نورستاني زیاته کړه: "د غازي اباد بېلابېلې لارې... Читать дальше...

د افغانستان په ګډون ۵ هېوادونو کې د نورو پرتله ماشومانو سره تاوتریخوالی ډېر دی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان،یمن، سومالیا، د سوریې او کانګو جمهوریتونه هغه هېوادونه بلل شوي چې په کې تر نورو هېوادونو زیات له ماشومانو سره تاوتریخوالی شوی دی. دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې پرون دوشنبه (د چنګاښ ۷مه) پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ. په جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه دې ځانګړې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونتي ګوتیرش وویل: "۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۹۳۰۰ ماشومانو سره د سخت تاوتریخوالي ۲۴۰۰۰ پېښې د دې منډېټ په ۲۱ برخو یا ډولونو سره شوي. د جګړو او ګډوډیو په وخت د ماشومانو... Читать дальше...

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي دي.دا خبره د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي بېګا ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل، د چاودنې کومه پېښه نه ده شوې، خو تر څېړنو وروسته به یې علت معلوم شي چې ولې دا پایې ړنګې شوي؟: "د دغو پایو له لارې برښنا میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا ته لېږدول کېدله. د اوس لپاره په دغو ولایتونو باندې برښنا بنده شوې ده. زموږ تخنیکي ټیم سیمې ته تللی، څو دا پایه بېرته جوړې کړي." دا وروستۍ څو اوونۍ د پلازمېنې کابل ګڼې سیمې او یو شمېر ولایتونه له برښنا بې برخې دي، ځکه... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ۶ طالبان په یوه چاودنه کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، نهو وسله والو طالبانو ته په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بېګا(د چنګاښ ۷مه) ناوخته په دې اړه اعلامیه ورکړې. د اعلامیې له مخې د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ په کودېخېلو سیمه کې په طالبانو باندې هغه ماین چاودلی چې دوی په خپله خښ کړی و. اعلامیه زیاتوي شپږ طالبان په چاودنه کې وژل شوي او دری نور یې ژوبل دي. وسله والو طالبانو لا تر اوسه د ننګرهار ولایت د دې اعلامیې او په شېرزادو کې د یادې پېښې په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.


Музыкальные новости
Луи Армстронг

Неизданный концертный альбом Луи Армстронга представят на лейбле Verve Records





Персональные новости
Сергей Безруков

Появился трейлер исторического детектива «Плевако» с Сергеем Безруковым в роли легендарного российского адвоката  





د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر علي وزیر له بنده خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشې شوی او تمه ده د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي. وزیر د پاکستان د پارلمان غړی او د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو کسانو دی. دی د تېر کال له ډسمبر راهیسې د حکومت پرخلاف د خلکو د پارونې په تور په کراچۍ کې بندي و. علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي. د پاکستان په قوانینو کې د پارلمان مشر د ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده... Читать дальше...

د قرغزستان ولسمشر خپل تاجیکستاني سیال سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په دوشنبه کې کتلي. د تاجیکستان او قرغزستان اړیکې دا وروستۍ څو میاشتې سختې خړ پړ شوې وې. د اپرېل او مې تر منځ د درېیو ورځو په مخه په پوله کې د دواړو هېوادونو ځواکونو خونړۍ نښتې وکړې چې په کې له پنځوسو زیات کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول. د تاجیکستان دولتي بیان کې راغلي چې جباروف او ورسره پلاوی به یې دوه ورځې په دوشنبه کې وي چېرته چې په لوړه کچه غونډې دایریږي. د امام علي رحمان او صدر جباروف د غونډې جزییات نه دي رسنیز شوي. ... Читать дальше...

د اروپا د فوټبال جام سیالیو کې سویس فرانسې ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې بېګا (د چنګاښ ۷مه)سویس په یوه له شور ډکه لوبه کې فرانسې ته ماته ورکړه او کوارټرفاینل ته یې لار پیدا کړه. د دوی لوبه په ۹۰ دقیقو او ورپسې اضافي وختونو کې ۳ – ۳ مساوي مخته ولاړه خو په پینالټي شوټونو کې سویس پنځه پر څلور فرانسه له مخې لېرې کړه. د اروپا د فوټبال جام په بله لوبه کې بیا کې هسپانیې پنځه د درېیو پر وړاندې کرویشیا ماته کړه. نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ماښام لومړۍ لوبه د لندن په ویمبلي سټډیوم کې د انګلستان او جرمني تر منځ ده او بله لوبه بیا د اوکراین او سویډن تر منځ په نهو بجو پیلېږي. Читать дальше...

ایران: طالبان نه اوس ټول 'افغانستان' دی او نه به راتلونکی کې ټول دوی وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ګاونډ ایران چې څو واره یې د طالبانو مشران مېلمانه کړي تازه ویلي، "نننی افغانستان ټول طالبان نه دي". د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) په یوه کنفرانس کې د افغانستان په روان وضعیت باندې غږېدلی. هغه د طالبانو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه وویل: "طالبان د افغانستان برخه دي، دا که نننی افغانستان دی یا د افغانستان راتلونکی، خو طالبان نه اوس ټول افغانستان دی او نه به هم د افغانستان ټول راتلونکی دولت دوی وي.  ښکاره خبره ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی او اندېښنې یې پارولي. Читать дальше...

امریکا: سوریه کې یې پر اهداف د بریدونو مخنیوي لپاره پر ایران پلوه ډلو حملې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د عراق -سوریې پولې ته څېرمه د ایران پلوه ملېشو پر خلاف د امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو ننګه کړې ده. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې پرون په روم کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون درلود په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا بریدونه ځکه وشول چې په امریکایي اهدافونو د یادو ایران پلوه ډلو د بریدونو مخه ونیول شي. ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "د ولسمشر په لارښود د متحده ایالاتو پوځیانو د عراق - سوریې په سرحدي سیمه کې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска





Путин в России и мире
Москва

Кадыров заявил, что встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов



Москва

redBike cup #2 2024: 15 июня, г.Протвино 100 минут. Старт в 14:00

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net