ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ۶ طالبان په یوه چاودنه کې وژل شوي
![ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ۶ طالبان په یوه چاودنه کې وژل شوي](https://gdb.rferl.org/B156E859-63E6-454D-AD6A-05D5AC8E7138_w800_h450.jpg)
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، نهو وسله والو طالبانو ته په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بېګا(د چنګاښ ۷مه) ناوخته په دې اړه اعلامیه ورکړې.
د اعلامیې له مخې د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ په کودېخېلو سیمه کې په طالبانو باندې هغه ماین چاودلی چې دوی په خپله خښ کړی و.
اعلامیه زیاتوي شپږ طالبان په چاودنه کې وژل شوي او دری نور یې ژوبل دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه د ننګرهار ولایت د دې اعلامیې او په شېرزادو کې د یادې پېښې په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.