کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا د بند سروې پیل شوه
![کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا د بند سروې پیل شوه](https://gdb.rferl.org/b5fd3d69-1d05-49d1-81bc-8a6ecc8261ed_cx9_cy22_cw82_w800_h450.jpg)
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا د بند د سروې چارې عملاً پيل شوې.
د دې ادارې وياند نظام خپلواک نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، د اوبو دا بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا په موخه جوړیږي.
د هغه په خبره، د لوړې بند جوړولو سره په ارغستان ولسوالۍ کې په زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه او په زرګونه کورنۍ په روښانه شي.
دغه شان به په لسکونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.