د اروپا د فوټبال جام سیالیو کې سویس فرانسې ته ماته ورکړه
د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې بېګا (د چنګاښ ۷مه)سویس په یوه له شور ډکه لوبه کې فرانسې ته ماته ورکړه او کوارټرفاینل ته یې لار پیدا کړه.
د دوی لوبه په ۹۰ دقیقو او ورپسې اضافي وختونو کې ۳ – ۳ مساوي مخته ولاړه خو په پینالټي شوټونو کې سویس پنځه پر څلور فرانسه له مخې لېرې کړه.
د اروپا د فوټبال جام په بله لوبه کې بیا کې هسپانیې پنځه د درېیو پر وړاندې کرویشیا ماته کړه.
نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ماښام لومړۍ لوبه د لندن په ویمبلي سټډیوم کې د انګلستان او جرمني تر منځ ده او بله لوبه بیا د اوکراین او سویډن تر منځ په نهو بجو پیلېږي.
دا د پري کوارټرفاینل یا ۱۶ غوره لوبډلو وروستۍ دوه لوبې دي چې ګټونکي یې په کوارټرفاینل کې سره مخ کېږي.