د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي
![د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي](https://gdb.rferl.org/1e03eaf6-4d87-48ae-8f32-fa6d6cebe534_w800_h450.jpg)
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي دي.دا خبره د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي بېګا ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل، د چاودنې کومه پېښه نه ده شوې، خو تر څېړنو وروسته به یې علت معلوم شي چې ولې دا پایې ړنګې شوي؟: "د دغو پایو له لارې برښنا میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا ته لېږدول کېدله. د اوس لپاره په دغو ولایتونو باندې برښنا بنده شوې ده. زموږ تخنیکي ټیم سیمې ته تللی، څو دا پایه بېرته جوړې کړي."
دا وروستۍ څو اوونۍ د پلازمېنې کابل ګڼې سیمې او یو شمېر ولایتونه له برښنا بې برخې دي، ځکه په بګرام او تر هغه مخکې په سالنګونو کې د وارداتي برښنا پایې په بمونو الوزول شوې وې.
برښنا شرکت وايي، د پایو د امنیت د خوندي کولو لپاره یې یوه طرحه هم حکومت ته سپارلې، خو لا یې د عملي کېدو څرک نه لګېږي.