کندز ښار کې وروستیو جګړو 'زرګونه کورنۍ' له خپلو کورونو بېځایه کړل
![کندز ښار کې وروستیو جګړو 'زرګونه کورنۍ' له خپلو کورونو بېځایه کړل](https://gdb.rferl.org/94EB225C-4FB2-4E86-90C1-2B6879895F7A_w800_h450.jpg)
چارواکي وایي چې له کندز ښاره د وروستیو جګړو له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
د دې ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس غلام سخي رسولي رسنیو ته ویلي، د کندز له ښاره په دې وروستیو ورځو کې چې وسلهوالو طالبانو د جګړې لمن ورغځولې، شاوخوا ۵،۰۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.
ښاغلي رسولي وویل، د دې بېځایه شویو تر دوه زره کورنیو پورې یې کابل یا نورو ولایتونو ته کډه شوې دي.
د نوموړي په وینا د دې ولایت په نورو سیمو کې د نا امنیو د زیاتېدو له کبله نورې شاوخوا اته زره کورنۍ هم له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.
کندز چې نږدې ټولې ولسوالۍ یې وسلهوالو طالبانو نیولي او ښار یې هم طالبانو له دې مخکې دوه ځلې د لنډې مودې لپاره نیولی و، له اوسېدونکو سرهیې بیا د دې ښار د سقوط وېره زیاته شوې ده.
پر کندز سربېره د افغانستان په نورو په تېره بیا شمالي ولایتونو کې هم د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوې دي.
افغانان له خپلو اصلي مېنو د هغو جګړو له امله بېځایه کېږي چې طالبانو له افغانستانه د مې میاشتې له پیله چې د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی، زیاتې کړې دي.