نیکول پاشینیان په پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ
د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان په پرونیو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې د بري اعلان وکړ.
لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان ګوند د پام وړ بریا خپله کړې، خو د اپوزېسیون عمده اتحاد د ټاکنو نتیجه رد کړې او ادعا لري چې درغلي شوې ده.
د پرونیو ټاکنو د درې پر څلورمه برخه شمېرل شویو رایو لومړنۍ نتیجې ښيي چې د پاشینیان د مدني تړون ګوند ۵۵،۶ فیصده رایې خپلې کړي.
د دغو نتیجو له مخې د پخواني ولسمشر روبرټ کوچاریان په مشرۍ د ارمنستان اتحاد یوازې ۲۰ فیصده رایې ګټلې دي.
پاشینیان نن سهار وختي د خپلې بریا د اعلان پر مهال وویل چې د ارمنستان خلکو د مدني تړون ګوند ته د رهبرۍ واګې په لاس کې ورکړې.