جرمني یو روسی څېړونکی د جاسوسۍ په تور ونیوه
![جرمني یو روسی څېړونکی د جاسوسۍ په تور ونیوه](https://gdb.rferl.org/ca4898a8-0673-407f-a935-3098ef797b97_cx0_cy16_cw0_w800_h450.jpg)
د جرمني چارواکي وایي، یو روسی څېړونکی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
د چارواکو په خبره دغه روسی تورن دی چې د جرمني له یوه پوهنتون څخهیې حساس معلومات د پیسو په بدل کې مسکو ته لېږدولي دي.
د جرمني د څارنوالۍ دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ګومان کوي د ایلنور په نوم دغه تورن کس به د تېر کال د اکټوبر میاشتې له لومړیو د روسیې د جاسوسۍ ادارې لپاره کار پیل کړی وي.
د خبرپاڼې له مخې دغه مشکوک کس درې ورځې مخکې زندان ته لېږدول شوی دی.