پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل
![پاکستان کې د لشکر طیبه بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ووژل](https://gdb.rferl.org/d819a071-ecb2-4e57-bf3c-ed8e2c974ddb_w800_h450.jpg)
پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې یوې زورورې چاودنې نن لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۱۴ نور ژوبل کړي دي.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې چې د لشکر طیبه د سختدریځې ډلې د بنسټګر حافظ سعید کور ته څېرمه په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.