د خوست یو شمېر اوسیدونکي: پولیس دې د استوګنې سیمه کې پوځي تأسیسات نه جوړوي
دوی د خوست له امنیې قوماندانۍ غواړي چې دې سیمه کې دې، خپلې ودانیزې چارې ودروي، ځکه دا استوګنیزه سیمه ده او د پوځي تاسیساتو جوړېدل په کې د خلکو په زیان دي.
بل لور ته د خوست امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې دا سیمه د دوی ملکیت دی او ولایتي اداره دې یادو کسانو ته د ښار په نورو سیمو کې د کورونو لپاره ځمکې ووېشي.
نن د چهارشنبې په ورځ( د چنګاښ په ۲مه) د دې نومرو یو مالک حاجي منډایر منګل ازادي راډیو ته داسې وویل: "دغه ساحه چې د A رېزرف په نوم یادیږي، اوس فعلاً لپاره د خوست امنیه قوماندانۍ غواړې چې نظامي تاسیسات په کې جوړ کړي، دا نظامي تاسیسات نه په سټراتيژيک پلان کې شته او نه په اېچ ډي ایف پلان کې شته او نه په تفصیلي پلان کې شته، دا په خپلسر روان دی، موږ ولسونه مظاهره کوو او خپل حقه حقوق غواړو، دلته چې ۱۳۵ نومرې خلکو په ۹۲ لمریز کال کې وېشل شوي دي، اوېزونه يې په لاس لري، تر هغې به مظاهرې روانې ساتو، څو موږ ته خپل حقه حقوق راکړل شوي نه وي."
د دې اعتراضیې ناستې یو بل ګډونوال حاجي جمال تڼي وویل، دا ځای له یوې خوا رهایشي د استوګنې سیمه ده او بل لور ته ښار ته نږدې سیمه ده چې د امنیه قوماندانۍ لپاره مناسب ځای نه دی.
جمال تڼي زیاته کړه چې د خوست والي ورسره ژمنه کړې ده چې اداري مجلس به را غواړي او هلته به یوه عمومي پرېکړه کیږي.
د ازادۍ مېنې یو اوسیدونکی مدیر وايي، په دې ځای کې د پوځي تاسیساتو جوړول په دې ښه نه دي چې نږدې يې کورونه دي.
نوموړی زیاتوي، د امنیه قوماندانۍ د جوړولو لپاره ځای مشخص شوی او په دې ځای کې جوړول يې دوی ته د منلو وړ نه دي.
بل لوري ته د خوست امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، تر هغې د قوماندانۍ په تاسیساتو کار نه شي بندولی څو چې دوی ته د مرکزه هدایت نه وي شوی.
خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي وویل
، دوی د مرکزي حکومت احکام پلې کوي او د قانون په چوکاټ کې به ودانیزې چارې روانې وي: "د قوماندانۍ د تاسیساتو کار به تر هغه جریان پیدا کوي چې څو پورې له مرکزي حکومته ماته د کار د بندیدو هدایت نه وي شوی، په هېڅ وجه د هېچا سره قوماندان تفاهم نه شي کولای چې دولتي کار کې خنډ ایجاد کړي، موږ به د مرکزي حکومت هغه هدایات او احکام دلته عملي کوو، د قانون په چوکاټ کې او کار به جریان لري."
دا چې په خوست ښار کې د ځمکو قیمت لوړ دی، نو له کلونو راهیسې په دې ښار کې د نومرو مساله جنجالي ده چې تر اوسه ورته یوه مناسبه حل لاره نه ده پیدا شوي.
د خوست ډیری اوسیدونکي په دې نظر دي چې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره باید یو شمېر ځمکې ریزرف پاتې شي، څو د خوست ښار د پرمختیا او پراختیا په مخکې ستونزې جوړې نه شي.