امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي
![امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي](https://gdb.rferl.org/62462F39-CDBC-42AC-A680-FD21C637C763_w800_h450.jpg)
امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.
د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون د سپاه پاسداران ډلې د قدس ځواک له خوا اداره کېږي.