افغان کرکټر نوینالحق د انګلستان سوداګریز لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي
![افغان کرکټر نوینالحق د انګلستان سوداګریز لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي](https://gdb.rferl.org/89BCECC2-360A-418E-BE21-75A331B93794_w800_h450.jpg)
افغان کرکټر نوینالحق چې د انګلستان په سوداګریز لیګ ویټالیټي بلاست کې لوبېږي، تر اوسه پورې په دې لیګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.
نوینالحق پرون (سې شنبه) د خپل ټیم لیسترشایر لپاره دوه لوبغاړي وسوځول.
پرونۍ سیالي لیسترشایر له ډربي شایر څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.
نوینالحق تر اوسه پورې د ویټالیسټي بلاست لیګ په ۷ سیالیو کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي دي.