د سولې لپاره تازه هڅې؛ خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او حکومتي مشرانو سره به وګوري
د جمهوري ریاست یوه سرچینه کابل ته د ښاغلي خلیلزاد سفر تاییدوي او وايي، هغه به له حکومتي مشرانو سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په وخت تېره شپه سیمې ته د زلمي خلیلزاد د نوي سفر خبر خپور کړ.
د دې وزارت لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، خلیلزاد به، کابل، دوحې او د سیمې هېوادونو ته ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، زلمی خلیلزاد به له حکومتي چارواکو، سیاسي رهبرانو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره کتنه کې د افغانستان له سولې په ملاتړ او تر خوا یې د جګړې د پای لپاره یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو په موضوعاتو خبرې وکړي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي: "خلیلزاد به په دوحه کې د دواړو خواوو د سولې مرکچي پلاوي وهڅوي چې یوې سیاسې هوکړې ته د رسېدو له مخې، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي کړي او مخکې ولاړ شي."
تمه ده چې زلمی خلیلزاد به د سیمې یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم د افغانستان د سولې او د سوداګرۍ د پراختیا په فرصتونو چې سوله به ورته زمینه برابره کړې، خبرې وکړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي چې په دوحه کې هم د سولې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره هڅې روانې دي.
د دې هڅو په دوام د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژیل مېشو او د افغانستان لپاره د ملګرملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز د افغانستان له مرکچي او طالب پلاویو سره کتلي دي.
په دې کتنو کې د سولې له روانې پروسې په ملاتړ او یوې داسې هوکړې خبرې شوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "په دې کتنه کې د سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو په تلپاتې ملاتړ ټېنګار وشو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د سولې خبرو په دې پړاو به په مهمو مسایلو خبرې وشي او هغه څه به ترلاسه شي چې د افغانانو خوښه وي."
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم وايي، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره کتنه یې د سولې لپاره کلک هوډ ښودلی دی.
نوموړي ویلي: "د افغان سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو په رول او له سولې وروسته، په بشري مرسته کې د ملګرو ملتونو په مرستې بحث وشو."
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې بیا د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په اړه له هیلو سره-سره دا بهېر نه دی پیل شوی.
خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تمه ده چې سبا د دوی د مرکچي پلاوي پاتې غړي هم دوحې ته ولاړ شي.
د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په برخه کې د نړیوالې ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو سربېره، د افغانانو غوښتنه، اوربند او ترخوا یې د روانې جګړې درول دي.
هغه څه چې د دوی له قوله، یوه بریالۍ سیاسي هوکړې ته به ښه زمینه برابره کړي.