د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور مړه شوه
![د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور مړه شوه](https://gdb.rferl.org/f3d2e589-361f-4ebe-9ff0-44d4191818f8_w800_h450.jpg)
د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور، حسنیه خیري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) د سختو ټپونو له کبله په کابل کې ساه ورکړه.
حسنیه خیري د پنجشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې ټپي شوې وه چې د اریانا ټلوېزیون ویانده مینا خیري او د دوی د مور د مړینې سبب شوې وه.
د مینا خیري او مور د جنازې مراسم پرون شنبه په کابل کې ترسره شول.