ملي امنیت: کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نیول شوي
![ملي امنیت: کندز کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نیول شوي](https://gdb.rferl.org/6fae71a6-192e-4c31-90c4-9911b67ba1f1_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کندز کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور لس تنه نیولي دي.
د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوېو کسانو د حکومتي مامورینو په ترور، د سوداګرو او ماشومانو په برمته کولو او دا شان وسله والو غلاوو کې لاس درلود.
اعلامیه وایي، یاد کسان له څه مودې راهیسي د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو تر څار لاندې وو چې بلاخره ټول د یو شمېر وسلو سره ژوندي ونیول شول.