افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ د پروژې پر ګړندي کېدو هوکړه وکړه
![افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ د پروژې پر ګړندي کېدو هوکړه وکړه](https://gdb.rferl.org/7b1b8b17-f786-4301-a975-5359c6b8a19e_w800_h450.jpeg)
افغانستان او ترکمنستان د هرات- تورغونډۍ د رېل پټلۍ پروژې د چارو پر ګړندۍ کېدو موافقه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات ولایت کې له خپل ترکمنستاني سیال رشید میردوف سره د دې رېللارې پر اهمیت خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دواړه لوریو په دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د هرات- تورغونډۍ د رېللارې د سروې او ډیزاین موافقه دوه کاله مخکې هرات ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال لاسلیک شوی و.