عراق کې دوه بې پېلوټې الوتکې ویشتل شوي
![عراق کې دوه بې پېلوټې الوتکې ویشتل شوي](https://gdb.rferl.org/54418F1A-8E50-452D-A313-F2B54D679936_w800_h450.jpg)
د عراق پوځ وايي، د هغې هوايي اډې پر فضا دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتل شوي چې امریکايي ځواکونه په کې دېره دي.
یوه میاشت مخکې هم پر دغه پوځي اډه په وسلو سمبالې بې پېلوټه الوتکې حمله کړې وه.
د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د 'C-RAM' په نوم د امریکا د پوځ دفاعي سیسټم تېره شپه پر ځايي وخت دوولس نیمې بجې د عین الاسد پوځي اډې پرفضا د دغو بې پېلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره فعال شو.
د مې میاشتې پر اتمه هم دغه هوايي اډه، د یوې بې پېلوټه څارونکې الوتکې له خوا ویشتل شوې وه چې ځاني زیان یې نه و اړولی.