د کابل په شکردرې ولسوالۍ یو مسلخ پرانیستل شو
![د کابل په شکردرې ولسوالۍ یو مسلخ پرانیستل شو](https://gdb.rferl.org/e5a83a1f-faa9-452d-8ea8-f31d83363653_w800_h450.jpg)
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د څارویو معیاري حلال ځای 'مسلخ' تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه مسلخ په معیاري ډول جوړ او په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی.
رستمي زیاته کړه: "دغه مسلخ په یو کاري شفټ کې د ۵۰۰ غواګانو، وزو او پسونو د حلالولو ظرفیت لري او له دې سربېره، د غوښې پروسس او زیاتې مودې لپاره د غوښې د خوندي ساتلو لازم مکانات هم لري چې په پرمختللي ټکنالوژۍ سمبال دي."
د نوموړي په خبره په دغه مسلخ کې شااوخوا ۶ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د اسیا پراختیايي بانک له لوري ورکړل شوی او د کرنې وزارت یې ملاتړ کړی.
د ښاغلي رستمي په خبره، د اسیا پراختیايي بانک په پام کې لري چې د ۳۰ میلیونو ډالرو په مالي مرسته په درې نورو زونونو کې هم ورته مسلخونه جوړ کړي.