ننګرهار چارواکي: د ۳ وژل شوېو مېرمنو په تړاو ۲ تنه نیول شوي
![ننګرهار چارواکي: د ۳ وژل شوېو مېرمنو په تړاو ۲ تنه نیول شوي](https://gdb.rferl.org/5FB07C10-AA2C-42CD-8CB7-E0A80710489C_cx53_cy10_cw45_w800_h450.jpg)
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د یوې ښځې او د هغې د دوو لوڼو د وژل کېدو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
دغه درې ښځې، تېره شپه په مرکز جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، فرید خان نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) رسنیو ته وویل: "په دې قضیه کې موږ هم دوه تنه نیولي چې یوه په کې زنانه ده او یو نارینه. بل تن تښتېدلی دی. زموږ د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هڅې تېزې کړي چې دغه کس هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."
د پېښې نور جزییات لا څرګند نه دي، خو چارواکو د پېښې علت کورنۍ ستونزه بللې ده.