په ننګرهار کې د پولیو د واکسین د کمپاین دری ښځینه کاروونکې نن په دوه جلا پیښو کې ووژل شوې. که څه هم د بریدونو مسوولیت چا په غاړه نده اخیستی، خو طالبانو مخکې ویلي وو چې په خپلو سیمو کې د پولیو د کمپاین مخه نیسي. د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې پرون د پولیو د واکسين کمپاین پیل شو. افغانستان د نړۍ د څو ګوټو په شمار هیوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغي پکې له مینځه نده وړل شوې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې د آسیا زړه ـ د استانبول پروسې په غونډه کې په افغانستان کې له وخت وړاندې انتخاباتي طرحې جزیات شریک کړل.
د دې طرحې موخه د افغان سولې پروسې ګړندي کېدل دي.
ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د افغانستان اساسي قانون باید راتلونکی نظام وټاکي او که په قانون کې تعدیدل هم راځي باید په اساسي قانون د ذکر شوي میکانیزم سره سم تعدیل شي.
طالبانو لا دمخه د افغان ولسمشر له دغه طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
نور حال په تاجیکستان کې د ازادي رادیو په راپور کې وګورئ
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس کې د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان سربېره، یو شمېر ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسه، د خپلو اهدافو قرباني نهکړي.
هغه له دې هېواد څخه په مسؤلانه ډول د بهرنیو عسکرو په وتو ټینګار وکړ او زیاتهیې کړه، نړیوال باید د خپلو ګټو لپاره د افغانستان راتلونکي سره لوبه ونهکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان د سولې روان بهیر له خطر سره مخ وباله. Читать дальше...
له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ضربالاجل لپاره معکوس شمېر.
نیوزیلند پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې خپل ۲۰ کلن مأموریت پای ته ورساوه او له دې هېوادهيې وروستي سرتېري هم ایستلي دي.
نیوزیلند د امریکا لومړنی متحد دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې ۳،۵۰۰ سرتېري لرل، خو د ټاکل شوي وخت نهیې دمخه خپل ځواکونه له افغانستان نه وایستل، په دې موده کې یې ۲۰ سرتېري ووژل شول.
که څه هم په افغانستان کې د نیوزیلند د سرتېرو وروستی شمېر۶ کسه وو، خو ایا د دوی وتل کولای شي د بهرنیو ځواکونو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د جګپوړي غړي دولت بېګ تاجکي چې په ابو محمد التاجکي مشهور و، د وژلو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست نن په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دولت بېګ تاجکي د طالبانو له یوه سیمهییز قوماندان حضرت علي سره د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په لاره کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي چې دا کسان کله د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا کسان په غزني کې د ترهګرو د روزلو مسؤلین وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په مصر کې د سوئز په کانال کې د هغې لویې بار وړونکې بېړۍ تر خلاصېدو وروسته چې لارهیې بنده کړې وه، د کښتیو تګ راتګ پيل شو.
تېره شپه ۲۷ بېړۍ پورې وتې او د دې کانال د چارواکو په وینا تمه ده چې نن ۱۴۰ نورې کښتۍ له دې اوبو تېرې شي.
د سوئز کانال مسؤل اسامه ربیع پرون رسنیو ته د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې د رسېدلي زیان په اړه وویل: "هره ورځ له ۱۲ تر ۱۵ ملیونه ډالرو زیان اوښته."
چارواکي وایي، هیلهمن دي چې هغه په سلګونه بېړۍ چې لارهیې بنده شوې وه په درې څلور ورځو کې له دې کاناله تېرې شي.
۴۰۰ متره... Читать дальше...
د افغانستان لویې څارنوالۍ د حکومت درې مخکېني او برحاله لوړپوړي چارواکي په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په پروژه کې په څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو اختلاس تورن کړي دي.
لویې څارنوالۍ دغه تور د افغانستان جمهور رئیس پر مخکېنيو سلاکارانو محمد همایون قیومي او شاه محمد څرګند او په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني لګولي دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه دوسیه بشپړه او اړوند محکمې ته لېږل شوې ده.
خو د افغانستان سترې محکمې ازادي راډیو ته... Читать дальше...
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې او عاملینیې په تېښته بریالي شوي دي.
په ننګرهار کې له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې تر دې دمه ۸ ښځې وژل شوي چې تازهیې دا د واکیسناتورانو د وژنې پېښه ده.
دغې پېښې د ننګرهار د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې اندېښمنې کړي او د ځایي حکومتي مسؤلانو نهپاملرنه د دغسې پېښو لامل بولي.
دوی وایي، که څه هم ځایي مسؤلین د هدفي وژونکو په ځانګړي ډول د ښځو د وژونکو د نیولو ژمنې کوي، خو تر دې دمهیې لا د یوې پېښې عامل نهدی نیولی. Читать дальше...
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وایي، ملي شورا په خپله ۱۷مه دوره کې د لاسته راوړنو ترڅنګ جدي ستونزې هم لرلې.
دغه بنسټ د افغانستان د ملي شورا د ۱۷مې دورې د کار په اړه خپلې موندنې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۰» په کابل کې له رسنیو سره شریکې کړې.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر نعیم اصغري وايي، دوی د ملي شورا د دوهم تقنیني کال او ۱۷مې دورې په اړه چې کومې څېړنې کړي، موندنې یې ښیي چې ملي شورا د سرپرست وزیرانو د کار د دوام په برخه کې پر حکومت فشار نهدی راوړی،... Читать дальше...
ازبک کمپاینر او بلاګر چې د ازبکستان حکومت منتقد او د حقونو مدافع دی وړمه ورځ د مخ پټو کسانو لهخوا سخت وهل شوی دی.
میر عزیز بازاروف د مارچ په ۲۸مه د داخلي ټپونو، ماتې پښې او مغزي ضربې له امله د تاشکند په یوه روغتون کې بستري شو.
هغه له ازبک مشرانو غوښتي چې د هوموسکشیولټي یا همجنسبازۍ جرمي صبغه ورختمه کړي.
دی بیا د همجنسګرایانو د یوه فعال ټاپه ردوي او په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسئلو باندې غږېږي.
میر عزیز بازاروف وايي: "ما ویلي چې زما په باور انتخابات منصفانه نهو. که مسایل همداسې غیر منصفانه... Читать дальше...
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او تاجکي سیال یې امام علي رحمان په حضور کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواید احمدي نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د نورو برخو ترڅنګ په سوداګریزو، ټرانسپورټي، ټرانزیټي، انرژۍ او د سوداګریزو چارو د پراختیا برخه کې هم دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس نن دوهمه ورځ ده.
د تاجکستان جمهور... Читать дальше...
د پکتیا د مرکز ګردېز د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) سهار د نهو بجو خوا ته د برید پر مهال درې تنه ووژل شول.
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته د دې پېښې د قربانیانو په اړه وویل: "په خواشیني سره باید ووایم چې د څلورمې امنیتي حوزې یو کارمند، یو اشپز او یو شخصي موټروان شهیدان شوي."
امیري زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتیدلې دي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو په لټه کې دي.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
نا پېژاندو وسله والو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د جلال اباد په ښار کې درې تنه واکسیناتوارنې وژلې دي.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې پر دې مېرمنو د ښار په څلورمې او اوومې ناحیې کې ډزې وشوې: "متاسفانه نن مو هغه درې پیاوړې افغانې له لاسه ورکړې چې انسانیت ته یې کار کاوه. د دوی دنده دا وه چې کور په کور به ګرځېدې، کلي په کلي به ګرځېدې ترڅو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي."
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په ننګرهار کې شاوخوا شپږ زره کار کوونکو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړې دی.
د افغانستان د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يو شمېر سوداګرو سره پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې په دې ليدنه کې پانګه والو د کرنې له وزيره د تازه او وچو مېوو د توليد او بازار موندنې لپار د زمينې برابرولو، د سړو خونو او میوو د زیرمتونو د زیاتوالي، د ګمرکي لګښتونو کموالي او په لويو لارو کې د سوداګریزو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل چې د کرنې وزیر انوارالحق احدي په غونډه کې د سوداګرو او کرنیزو... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي د سږکال نارنج ګل کلنۍ دودیزې مېلې او مشاعرې لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د نارنچ ګل سږنۍ دودیزه مېله او مشاعره به د تېرو کلونو په پرتله د ځانګړو توپیرونو لرونکې وي.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، په سږنۍ دغه دودیزه مېله او مشاعره کې به د مشاعرې ترڅنګ دودیزې فرهنګي او ټولنیزې نندارې، د سندرغاړو کنسرټونه او د تیاتر نندارې هم وړاندې شي.
د خوږیاڼي په خبره، د هېواد له لر او بره یې د هرې... Читать дальше...
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې نوي ښوونیزکال کې به د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ زره نجونې او هلکان ښوونځیو کې شامل شي.
دوی له خلکو غواړي هغه هلکان او نجونې چې په ښوونځي کې د شاملولو عمرونه يې پوره کړي وي، د خپلو سیمو په نږدې ښوونځیو کې دې شامل کړي.
بل لوري ته ځايي خلک دې کار لپاره تیاری ښيي خو غوښتنه کوي چې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هوارولو ته دې پاملرنه وشي.
د پکتیا پوهنې ریاست، مدني فعالانو او قومي مخورو، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور هغه وړاندوینې سمې ثابتې کړي چې ویل کېدل کرونا د اسمان څکالي یا خفاش(شوپرک، الوتونکو ژویو) له لارې انسانانو ته انتقال شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان او چینايي کارپوهانو ګډ راپور نن رسماً خپور شوی ښيي چې ډېر احتمال شته کرونا په اصل کې له اسمان څکالي یا خفاشه انسانانو ته انتقال شوي وي. ښایي مستقیماً یا هم د نورو ژویو له لارې.
دغه ګډ راپور له دې چې د کرونا د اصلي ځای په اړه څه نه دي ویلی، ګڼ شکونه را ولاړ کړي دي او هم امریکايي چارواکو پرې بې باوري... Читать дальше...
مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي, امریکا په دوو دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي, لومړی دا چې په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ نه دی شوی او امریکايي چارواکي وېره لري چې د دوی د ځواکونو وتل به افغانستان خونړیو جګړو ته بوځي چې بیا دوی ته په سرخوږي واوړي.
دوهمه مسئله چې لیکوال پرې تمرکر کړی هغه دا چې د امریکا او ناټو ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په دې اړه همغږي نه وه، اوس چې بایډن راغلی، غواړي هرڅه له ناټو سره په همغږۍ او ګډه وکړي، نو د ځواکونو وتل به څو میاشتې نور هم ځنډېدلي وي.
د... Читать дальше...
د ایران دولتي ټلوېزیون د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې وانه خېست خبر ورکړ چې تهران به د یوارنیمو له شل فیصده غني کولو تر هغو لاس وانه خلي چې د امریکا متحد ایالاتونو پر دغه هېواد لګولي بندیزونه نه وي لېرې کړي.
دا خبره وروسته تر دې خپره شوه چې د امریکا د متحد ایالاتونو رسنیو راپور ورکړ چې واشنګټن به د ایران د اټمي پروګرام لپاره د خبرو نوی وړاندیز وکړي.
د ایران دولتي ټلوېزیون پر خپلې وېب پاڼې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې یوه جګ پوړي ایراني چاراکي پرېس ټي وي ته ویلي دي چې تهران به یوازې... Читать дальше...
د هغو انتخاباتو له لارې چې مستقیم نه و او په کې هېڅ مخالف ګډون نه و کړی، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د نوي سنا د غړي په توګه وټاکل شو.
د منځنۍ اسیا په دغه منزوي هېواد کې دولتي رسنیو چې بشپړې تر څارنې لاندې دي خبر ورکړ چې بردي محمدوف د دوشنبې د ورځې په ټاکنو کې سل په سلو کې رایې خپلې کړې او د مشرانو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
وروسته تر دې چې په سېپتمبر کې په ترکمنستان کې اساسي قانون کې تعدیلات رامنځته شول دا د پارلمان لپاره لومړۍ ټاکنې وې.
حکومتي رسنیو خبر ورکړ چې د اته څلویښت... Читать дальше...
چین د هانګ کانګ د انتخاباتو لپاره نوی سیستم وړاندې کړی چې له دې سره به پېکنګ نور هم پر هانګ کاګ خپل کنټرول سخت کړي.
د چین دولتي رسنۍ نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې د چین د خلکو کانګرس کمېټې په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د هانګ کانګ پر اساسي قانون کې تعدیلات راځي، دا لایحه بیا وروسته ولسمشر شي جین پینګ لاسلیک کړه.
د هانګ کانګ اساسي قانون په نولس سوه اووه نویم کال کې هغه وخت چې بریتانیا د دې سیمې له واکمنۍ لاس اخېست، تصویب کړ.
په دې قانون کې د چین دننه هانګ کانګ ته ازادۍ ورکړل شوي دي.
د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو ټینګار وکړ.
محمد اشرف غني نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د استانبول پروسې په نهم کنفرانس کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې دا هم وویل چې د دې ټاکنو څارنه دې په نړیواله کچه وشي.
ښاغلي غني زیاته کړه چې د اوربند څارنه دې هم نړیوال وکړي او کله چې افغانان د سولې یوه توافق ته رسیږي، دا به د لویې جرګې له لوري تاییدیږي.
د استانبول پروسې د نهم کنفرانس نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده او تمه ده چې تردې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سولې په خاطر غونډه جوړه شي. Читать дальше...
د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس دوهمه ورځ؛ د دې غونډې مهم بحث د افغانستان د سولې خبرې وې.
دې کنفرانس ته په وینا کې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار وکړ. ده وویل، چمتو دی چې د سولې لپاره له وخت مخکې ټاکنې وکړي، داسې ټاکنې چې نړیواله څارنه ولري او په خبرهیې، رڼې، سرتاسري او عادلانه وي.
جمهور رئیس غني همدا ډول د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره د اوربند غوښتنه هم وکړه او ویېویل، افغانان سوله غواړي، خو داسې چې وینه تویېدل د تل لپاره ودروي. Читать дальше...
کندزیان د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د بندېدو له ستونزو سره له پخوا مخ وو، خو په وروستیو کې د ورځې له خوا هم دلته د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ پرچاوي زیاتې شوي دي.
دې چارې د دې ولایت ګڼ اوسیدونکي په ځانګړي توګه هغوی چې کارونه یې له انټرنېټ او ټیلیفون سره تړلي له ستونزو سره مخ کړي.
په کندز کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال اسماعیل اشنا وايي: "اوسنی وخت د ټکنالوژۍ، د کمپیوټر، د ټیلیفون او د انټرنیټ دی، موږ دلته د انټرنیټي خدمتونو له خرابوالي په تنګ راغلي یوو، ان د ورځې له خوا موږ د مخابراتي شبکو له انټرنېټه... Читать дальше...
ارمنستان د کوواکس پروګرام له لارې د کرونا ویروس ضد د واکسین، اسټرازینیکا ۲۴۰۰۰ ډوزه ترلاسه کړل.
ارمنستان د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره لاس و ګرېوان دی چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون په حواله په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په کې یو لک او ۹۰زرو او په دې ویروس د مړو شمېر په کې ۳۴۰۰ ته رسېدلی دی.
اسټرازینیکا واکسین چې په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې یې لګولو ته اجازه ورکړل شوې، د کواکس په نوم د پروګرام له لارې هېوادونو ته ورکول کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان، دغه راز د واکسین او خوندیتوب نړیوال اتحاد د کواکس پروګرام ملاتړ کوي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Ролан Гаррос
В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт «Битва Клавиров: Бах vs Моцарт»
Москва
С чего начинается любое заболевание?
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net