Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 28.03.2021

په بدخشان کې د والیبال سیالۍ

Pa.azadiradio.com 

د سولې او نوي کال د ښه راغلاست لپاره دا سیالۍ د بدخشان په مرکز کې د ۱۲ ټیمونو ترمنځ تر سره شوې. په پايلوبه کې د جرم ولسوالۍ ټیم لاجورد ټیم ته ماته ورکړه. نور پدې راپور کې وګورئ

زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د یکشنې (د وري ۸مه) په ورځ زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي. دوی وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون ترخې تجربې یې لیدلي او بیا نه غواړي چې د نویمې لسیزې بدمرغۍ تکرار شي او یا د ظلم حکومتونه پر دوی واکمن وي. د دې ولسي راټولیدنې ویناوالو له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقاء او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي. Читать дальше...

د کانونو په اړه اسټرالیايي کمپنۍ سره تړون بیا په کور دننه اندېښنې زیږولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کانونو د سروې او مطالعې په اړه له اسټرالیايي فورټېسکو فیوچر کمپنۍ سره تړون یو ځل بیا اندېښنې راپورته کړي دي.  د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغان حکومت دغه کړنه د خصوصي سکټور لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.  د دې خونې عامل مشر شفیق الله عطايي وايي، روان وضعیت خصوصي سکټور له ستونزو سره مخ کوي: "فورټېسکو فیوچر کمپنۍ ته د افغانستان د ۱۷ ولایتونو چې لسګونه کانونه په کې دي د سروې او مطالعې چارې د افغان دولت له خوا سپارل، یوه اړخيزه پرېکړه ده او د دې تړون ورکړه... Читать дальше...



چین پر ۲ امریکایانو، یوه کاناډایي او پر یوې ډلې بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

چین پر دوو امریکایانو، یوه کاناډایي او د بشري حقونو پر یوې ملاتړې ډلې بندیزونه ولګول.  دې کسانو د چین په شېنجېن کې له ایغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو پر کړنو نېوکې کړې وې.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د چین دا ګام به یوازې د ده په ټکو " نسل وژنې" او د ایغورویانو او نورو مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته د خلکو پام واړوي.  چین دا اقدام وروسته تردې کوي چې اروپایي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو د شېنجین د سیاسي او اقتصادي ډلو پر څو غړو د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر بندیزونه ولګول. Читать дальше...

د بشر حقونو کمېسیون: تېرو ۱۴ کلونو کې د معلولینو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

مطیع الله چې ۲۶ کاله عمر لري او جګړې ترې د سترګو لید اخېستی دی وايي، شااوخوا اووه کاله مخکې د غزني پر لاره د دوی پر موټر ډزې وشوې چې ځینې ملګري یې ووژل شول او ځینې معلول شول. مطیع الله زیاته کړه: " کابل ته راغلم، دوه لېتره وینه مې ضایع کړه، په روغتون کې کابو ۶ میاشتې په کوما کې وم، کله چې له کوما ووتم، ډاکټرانو رانه سترګې ایستلې وې، نه رغېدې، ویل یې خون ريزي يې نه شو راګرځولی، سترګې یې وباسئ." دا یوازې مطیع الله نه دی چې په دې حالت اخته شوی، بلکې د ده په څېر میلیونونه نور په ورته توګه معلول شوي دي. Читать дальше...

"د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پاکستاني پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی"

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال عبدالله ننګیال ویلي، د کوهاټ پولیسو د غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی. نوموړي دغه خبره څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده. د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د کرک پولیسو د غورځنګ بل مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسامبلۍ غړی محسن دوړ نیولی او کوهاټ ته یې بیولی دی. دوی دواړه د جاني خېلو د اوسیدونکو هغه لاریون ته روان و چې دغلته د څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې پيل شوی دی. د دې څلورو هلکانو مړي تر ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د مارچ په ۲۱مه موندل شوي‌ وو. Читать дальше...

پاکستاني پولیسو اسلام اباد ته د تلونکو زرګونو مظاهره چیانو مخه ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو په خېبر پښتونخوا کې د هغو زرګونه مظاهره چیانو مخه ونیوله چې اسلام اباد خواته روان وو.  اعتراض کوونکي د هغو څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې لاریون ته راوتلي چې د افغانستان پولې ته نژدې قبایلي سیمه کې وژل شوي دي.  د جاني خېلو د سیمې شااوخوا درې زره اوسیدونکو نن یکشنبه(د وري ۸مه) سهار د اسلام اباد په لور  خپل لاریون پیل کړ، خو بنو ښار ته نژدې یې پولیسو مخه ونیوله.  اعتراض کوونکي داسې مهال اسلام اباد خوا ته روان شول چې جاني خېلو کې ۷ ورځنی پرلت یې له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېد. Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: لویو لارو کې ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په لویو لارو کې اخاذیو او ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې سوداګر له ګڼو نا امنیو سره مخ دي. د کابل هرات لویه لار له تېرو څو کلونو راهیسې یوه له ډېرو ناامنو لارو ګڼل کېږي. دغه لاره ډېرځله د چاودنو، د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو، د موټرو د سوځولو، تښتونو او یرغمل نیولو د خونړیو پېښو شاهده وه. Читать дальше...



کابل کې له صنعتي نندارتونه ۴۰۰ زره افغانۍ محصولات پلورل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کابل له صنعتي نندارتون څخه ۳۰۰ زرو خلکو لیدنه کړې او شرکتونو د ۴۰۰ زره افغانیو په شااوخوا کې خپل محصولات پلورلي دي. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د۱۴۰۰ لمریز کال او نوروز جشن په مناسبت د کابل په چهلستون باغ کې درې ورځنی صنعتي نندارتون جوړ کړی و چې څه د پاسه درې سوه زرو کابل ښاریانو ورڅخه لیدنه وکړه. په دې نندارتون کې د ۶۰ شرکتونو له خوا، غالۍ، کرنیز محصولات، لاسي صنایع ، زعفران، ودانیز... Читать дальше...

د ځوانانو د شورا پرانېسته؛ غني: ځوانانو ته دې بهرني سیاست کې ونډه ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ځوانان باید په بېلابېلو برخو کې مهارتونه لوړ او تخصص ترلاسه کړي. ښاغلي غني دا څرګندونې د یکشنبې (د وري ۸مه) په ورځ د ځوانانو عالي شورا په پرانېست غونډه کې وکړې او ويې ويل، ځوانان باید د ملي یووالي د ساتلو لپاره کار وکړي. نوموړي زیاته کړه: "هغه ځوان چې فساد او تعصب کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي او یا په رښتیا د کار کفایت نه لري او په خپل مټ استوار نه وي، د دغه ځوان په مقابل کې تاسې (ځوانان) باید ودرېږئ." ښاغلي غني د ځوانانو بې روزګارۍ ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان... Читать дальше...

کرونا؛ فرانسې، بلجیم او پولنډ محدودیتونه سخت کړي

Pa.azadiradio.com 

درې اروپایي هېوادونو فرانسې، بلجیم او پولنډ د کرونا وبا د مخنیوي په پار محدودیتونه سخت کړي دي.  د جرمني د روغتیا وزیر هم ویلي، فکر کوي چې له لسو تر ۱۴ ورځو یوه قرنطین یا ټولبند ته اړتیا شته چې د ویروس خپرېدل کنټرول کړي.  په فرانسه کې د همدې میاشتې له پيله د کرونا ورځنۍ پېښې دوه برابره شوي او د روغتونونو د بیړنۍ پاملرنې خونې یې په بې ساري ډول ډکې شوي دي.  بلجیم د اړینو توکو له پلورنځیو پرته نور ټول پلورنځي او کاروبارونه تړلي دي.  پولنډ هم ورته بندیزونه معرفي کړي دي.  د دې برعکس بریتانیا کې بیا د محدودیتونو په لېرې کولو غور کوي. Читать дальше...

د کمال خان بند د پرانېستې په مناسبت د سنوبورډ سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سنوبورډ ملي فدراسیون د کمال خان بند د پرانېستې په مناسبت د سنوبورډ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. د دغه فدراسیون رئیس احمد رومل حیات نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې د مزارشریف د حیرتان د شګو په غونډیو کې د یوې ورځې لپاره جوړې شوې وې. نوموړي وویل چې په یادو سیالیو کې د سنوبورډ لسو لوبغاړو ګډون کړی وو. سنو بورډ په افغانستان کې نوې لوبه ده. د سنوبورډ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې جوړ شو چې اوس مهال شااوخوا لس ملي لوبغاړي لري.

د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کیږي

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې یو ورځنۍ کرکټ لوبه نن یکشنبې (د وري ۸مه) ترسره کېږي. دا لوبه ځکه مهمه ده چې له دې وړاندې دوه لوبې شوي چې یوه یې هند او بله یې انګلستان ګټلې ده. دا لوبه نه یوازې د لوبلړۍ د ګټلو لپاره مهمه ده، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لومړي مقام لوبه هم ده. اوس مهال انګلستان په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او که هند دا وروستۍ لوبه وګټي نو په درجه بندۍ کې لومړی مقام اخلي.

له یوناما او نورو بشرپالو ادارو د طالبانو غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت یوناما او نورو بشرپالو ادارو غوښتي چې خوست کې د هغې پېښې "ریښتینی راپور" ثبت او خپور کړي چې دوی ملکي وژنې بللې دي.   طالبانو نن یکشنبه (د وري ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د افغان ضربتي قواوو په عملیاتو کې چې د دوی په وینا د بهرنیو هوایي ځواک یې ملتیا کوي، لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.  د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل: "تقریبآ تر شلو پورې عام خلک ماشومان او ښځې په کورونو... Читать дальше...

عبدالله: طالبانو سره د قدرت ویش او له وخته مخکې ټاکنو ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له طالبانو سره د قدرت ویش او دغه راز له ټاکلي مودې مخکې ټاکنو ته چمتو دی.  ښاغلي عبدالله په فرانسه کې له فرانس۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د ترکیې راتلونکې غونډه د افغانستان د سولې لپاره یو ځانګړی فرصت دی او په خبره یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه طرحې ورته چمتو شوي دي.  دی وايي: " دوه موضوعات زمونږ په مخ کې دي، یو د لنډې مودې لپاره د قدرت ویش دی، موږ د قدرت د ویش لپاره له خپلو همکارانو سره خبرې او شرایط شریک کړي دي، دوهمه موضوع به نه پوهېږم... Читать дальше...

پاریس کې د احمد شاه مسعود په نوم سیمه رسماً پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پایتخت پاریس پرون شنبه(د وري ۷مه) د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود په نوم د یوې سیمې د نومولو شاهد و. په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د احمد شاه مسعود زوی احمد ولي مسعود او د پاریس ښار د ښاروالۍ چارواکو ګډون درلود. د احمد شاه مسعود په نوم نومول شوې سیمه د پاریس د شانزه لیزه ماڼۍ ته څېرمه ده او پرون پرې د همدې مراسمو په ترڅ کې د احمد شاه مسعود په نوم لوحه ولګول شوه. د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود... Читать дальше...

مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی؛ د ۱۲ هېوادونو پوځي قوماندانانو د برما پوځ غندلی

Pa.azadiradio.com 

په برما کې وروسته له هغه چې پوځ د دغه هېواد کنټرول په لاس کې واخېست، د کودتا د مخالفینو خونړۍ ځپنه يې پیل کړه. د مارچ په ۲۷مه نېټه په دغو ځپنو کې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول او دا په برما کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې. د دوولسو هېوادونو نظامي مشرانو د کودتا د مخالفینو ځپنه غندلې او د امریکا، جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا او ګڼو ناټو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې په برما یا میانمار کې پوځ د خپل هېواد د خلکو په سترګو کې اعتبار بایللی دی. په اعلامیه کې راغلي، مسلکي ځواکونه د چلند نړیوال معیارونه... Читать дальше...

اشرف غني: که افغانان ونه غواړي، هېڅوک پرې خپل د خوښې نظام نه شي منلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي او کوم نظام چې افغانان يې و نه غواړي، په زور يې څوک پرې نه شي منلای. جمهور رئیس غني چې نن یکشنبه (د وري ۸مه) یې د ځوانانو عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې خبرې کولې وويل: "فرصت مو په دې کې دی چې د یوه عادل نظام ستنې کلکې کړئ، لوري ته یې برابر کړئ. ستاسې له خوښې پرته، هغه نظام چې نه یې غواړئ، څوک پر تاسې تحمیلولای شي. له همدې کبله باید پر دې بنسټیز فکر وکړئ چې څه ډول یو نظام غواړئ او څه ډول یوه سوله غواړئ." د افغانستان... Читать дальше...

هرات کې ترافیکي پېښې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې یوې ترافیکي پېښې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او څه باندې لس تنه نور یې ژوبل کړي دي.  د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې ده: "د هرات-کندهار پر لویه لار د شینډنډ په سیمه کې یوه خاور موټر ټکر کړی دی چې په خواشینۍ سره شپږ تنه په کې مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، دوی یې روغتون ته راوړي، ټول یې نرینه او هغه مساپر دي چې احتمالاً ایران خوا ته تلل."  د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې د دې ډول پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او چټک مزل ښودل شوی دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции





Персональные новости
ЦБ

Хуснуллин: несмотря на ставку ЦБ, приток ипотеки в стройку продолжается





پکتیا چارواکي: طالبانو د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو نوماند وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا چارواکي وایي، طالبانو دغلته د بخت په نوم د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو نوماند وژلی او د یوه قومي مشر په ګډون یې شپږ تنه نور کسان له ځان سره بیولي دي. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شنبه (د وري ۷مه) مازدیګر مهال د دغه ولایت د ډنډ پټان او ګردېز ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د احمدخېلو ولسوالۍ اړوند د مشکي سیمه کې شوې ده.   امیري وایي، بیول شوي قومي مشر شیر علي منګل نومیږي او ورسره پنځه ملګري هم د ده په ونیا ولسي وګړي دي: "یو نفوذي کس فکر... Читать дальше...

هغه پولیس د امنیتي ځواکونو له لیکو لېرې شو چې یوه مېرمن یې وهلې وه

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه پولیس یې د امنیتي ځواکونو له لیکو لېرې کړ چې تورخم کې يې یوه مېرمن په کېبل وهلې وه.  د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د وري ۸مه) رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې تورخم دروازه کې په همدې تړاو د پېښې اخېستل شوې ویډیو چې د ده په ټکو پخوانۍ وه، وارزول شوه.  ارین وایي، د پولیسو دغه منسوب وهاب نومېده او نور به ټول عمر په امنیتي ځواکونو کې د کار کولو اجازه ونه لري.  کورنیو چارو وزارت وایي، د هر پولیس له خوا د خلکو د ځورولو پېښې ورته د منلو نه دي.

پاکستان کې یوې افغان کډوالې د موټر سایکل چلولو کورس پرانیستی

Pa.azadiradio.com 

یوې افغان کډوالې نجلۍ په پاکستان کې د ښځو لپاره د موټر سایکل چلولو د زده‌کړې د یوه کورس د بنسټ ډبره اېښې. مرینه سعید په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوه. هغې کلونه هڅه وکړه، څو د موټر سایکل چلول زده کړي، خو اوس یې د نورو ښځو لپاره د‌ دې وسیلې د زده‌کړې لپاره لار پرانېسته. نور په دې ویډیو کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.

بلېنکن او ټروډو پر امریکا او کاناډا د چین بندیزونه وغندل

Pa.azadiradio.com 

امریکا او کاناډا د چین په شین جین ایالت کې د ایغور مسلمانانو د حقونو د مسئلې پر سر د امریکايي او کاناډايي چارواکو پر ضد د چین بندیزونه وغندل.  د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون شنبه(د وري ۷مه) په یوه بیان کې وویل، امریکا د چین د ولسي جمهوریت له لوري د متحدو ایالاتونو د نړیوالو مذهبونو د ازادیو د کمېسیون پر دوو کمېشنرانو بې اساسه بندیزونه غندي او دا اقدام ظاهراً په شین جین کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په تړاو د چینايي چارواکو پرضد د امریکا د بندیزونو په ځواب کې لګول شوي دي. Читать дальше...

د نړۍ ګڼو ښارونو کې څراغونه د ځمکې د ساعت په نوم مړه شول

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په ګڼ شمېر ښارونو کې تېره شپه څراغونه د ځمکې د ساعت په نوم مړه شول.  دا کار هرکال د دې لپاره کېږي چې طبیعت او اقلیمي بحران ته پام واوړي.  نیوزیلنډ لومړنی هېواد و چې د پلازمېنې اکلېنډ د اسمانڅوکي برج څراغونه یې ګول کړل. په واشنګټن کې بیا د پارلمان د ودانۍ څراغونه د شپې په اته نیمې بجې د یوه ساعت لپاره مړه شول.  په سینګاپور، برلین، مسکو، نیویارک، پاریس او هانګ کانګ کې هم د ځمکې د ساعت لپاره څراغونه مړل شول.  په ډېرو ښارونو کې له خلکو هم وغوښتل شول چې د یو ساعت لپاره د کورونو څراغونه... Читать дальше...

له سولې مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د کورنۍ جګړو امکان!

Pa.azadiradio.com 

مسیر مسیر ورځپاڼې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي، که له سولې مخکې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړې رامنځته شي.  وړاندې راغلي، افغان حکومت په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې تر مې میاشتې له افغانستانه د ځواکونو وتل سخت دي.  د لیکوال په وینا که څه هم طالبانو ویلي چې دا کار د دوحې د هوکړې نقض دی، خو ویل کېږي که طالبانو ته د بندیانو د خلاصون، له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Australian Open

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Международный форум «Экология» соберет в Москве около 1,2 тыс. участников





Путин в России и мире
Москва

Обсуждается ход реализации в Мордовии проекта по производству преформ для вытяжки оптоволокна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Прямое авиасообщение открыли между Ульяновском и Минском




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В Киеве не смогли гарантировать личное присутствие Зеленского на саммите G7


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Полина Гагарина

«Подали в суд»: Гагарина назвала себя жертвой конфликта из-за песни Цоя



Москва

Планета Паркета: Ваш надежный партнер для качественных напольных решений

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net