د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستي یو کال کې د هېواد د ډیپلماسۍ دستګاه ټوله هڅه همدا وه چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سیمهییزه او نړیواله اجماع برابره کړي.
حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ هڅه وکړه چې تېر کال دوه مواردو ته لومړیتوب ورکړو، لومړۍ فعاله ډیپلماسي د اجماع [افغانستان کې د سولې ملاتړ لپاره]، دوهم فعاله ډیپلماسي د اسلامي نړۍ د اجماع په خاطر چې ځیني د دیني ډیپلماسۍ نوم هم ورکوي."
د ښاغلي اتمر په خبره، په وروستي یو کال... Читать дальше...
په کندهار کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسؤلان وايي، په دغه ولايت کې د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله روان لمريز کال د هدفي وژنو پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي.
د دغه کمېسيون رئيس سلطان محمد عايل ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال د جدي په میاشت کې د هدفي وژنو ګراف تر ټولو لوړ وو.
ښاغلی عایل وايي: "هدفي وژنې چې هم چسپکي ماینونه پهکې شامل دي او هم ترور دی، د تومانچې په وسیله ملکي کسان، دولتي ملکي کارکوونکي او همدارنګه دیني عالمان، سپین ږیري او نور کسانیې معمولاً ټارګېټ دي چې دا یو لویه اندېښنه ده او لا... Читать дальше...
په میانمار یا پخوانۍ برما کې امنیتي ځواکونو بیا د کودتا پر ضد معترضانو باندې وژونکې ګولۍ کارولي او لږترلږه دوه تنهیې وژلي او درې نور یې سخت ټپیان کړي دي.
د دې هېواد د پوځي واکمنانو په وړاندې د خلکو د پاڅون په ترڅ کې په دوهم لوی ښار یانګون کې دکانونه، فابریکې او بانکونه تړل شوي دي.
په فېسبوکونو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دوو تنو مړي په شمالي ښار مایاتکیانا کې پر سړک پراته دي. عیني شاهدانو ویلي چې دوی په هغو اعتراضونو کې ګډون کړی چې پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره د بېسده کولو... Читать дальше...
تازه کابل کې يوه کمپنۍ د ملي لوبډلې لپاره لباس جوړوي، سره له دې چې نږدې کال وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په هند او نورو هېوادونو کې د نړيوالو جامونو او نورو لوبو لپاره لباس جوړېده، خو اوس په کور دننه په لوړ کيفيت سره د ملي لوبډلې او ۱۹ کلنو لپاره لباس چمتو کېږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه له بشپړولو وروسته د عدلیې وزارت ته لېږلې ده.
د افغانستان د ټاکنو قانون له څه د پاسه یوه میاشت نظرپوښتنو وروسته تعدیل او دغه وزارت ته د مراحلو بشپړولو په هدف ولېږل شو.
د دې کمېسیون مشر اورنګزېب د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، یاده طرحه ۱۸ فصلونو او ۱۲۰ مادو کې ترتیب شوې چې له عدلیې وزارت وروسته به ملي شورا ته د تصویب لپاره ولېږل شي.
ښاغلی اورنګزېب وايي، د ټاکنو د قانون د تعدیل لومړنۍ طرحه... Читать дальше...
کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره سم، جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لیک، د حکومتي رهبرانو او سیاسي مشرانو غبرګونونه راپورته کړي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح جمهور رئیس غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په ځواب کې وايي، دوی د دې لیک په اړه اندېښمن نهدي، نهیې په دریځ کې بدلون راغلی او نه به هم راشي.
انتوني بلېنکن په خپل لیک کې جمهور رئیس... Читать дальше...
د اروپا د درملو ادارې «EMA» یوې جګپوړې چارواکې اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د روسيې لهخوا جوړ شوي واکسین سپوتنیک-وي ته دې اوسمهال د تطبیق اجازه نهورکوي.
د «EMA» د اداري بورډ مشرې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د روسيې سپوتنیک-وي واکسین ته دې تر هغه وخته د تطبیق اجازه نهورکوي چې د هغه په اړه د دې ادارې څېړنې بشپړې شي.
کریستا ویرتومر هوچي پرون یکشنبه له اتریشۍ خبري شبکې «ORF» سره په مرکه کې وویل، دا اداره چې مرکز یې په امستردام کې دی، د خپلو څېړنو لپاره اسنادو او د واکسین شویو خلکو دقیقو معلوماتو ته اړتیا لري. Читать дальше...
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته خپل تاریخي سفر پای ته ورساوه.
۸۴ کلن پاپ د عراق یو شمېر ښارونو ته لاړ، د مسلمانانو او د عیسویانو له مشرانو سرهیې وکتل او خلکیې سولې او ګډ ژوند ته راوبلل.
د بغداد په هوایي ډګر کې د پاپ د مخه ښۍ په مراسمو کې د عراق ولسمشر برهام صالح ګډون کړی و.
پاپ په دې سفر کې د عراق د موصل چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مرکز و په ګډون له څلورو ښارونو څخه کتنه وکړه او عراقیانو تهیې وویل چې سوله پر جګړې ډېره قوي ده. هغه زیاته کړه عراق بهیې تل په زړه کې وي. Читать дальше...
د 'کووېډ-۱۹'ضد هغه واکسین لومړني څو لکه دوزه نن کابل ته ورسېدل چې کواکس نړیوال ائتلافیې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د استرازینیکا ۴۶۸ زره دوزه واکسین د هند له ممبیي ښار څخه په یوه الوتکه کې نن د کابل هوایي ډګر ته راورسېدل.
د خبرپاڼې له مخې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو لومړنی هېواد دی چې د کواکس لهخوا دغه واکسین ترلاسه کوي. کواکس چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو سره د واکسین مرسته کوي، له افغانستان سرهیې د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، یونېسف وایي د کرونا له امله رامنځته شوې ستونزې ښایي د دې سبب شي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې ۱۰ ملیونه نور ماشومان ودونه وکړي.
دغې ادارې د مارچ د اتمې په مناسبت نن په خپره کړې څېړنه کې ویلي چې د ښوونځیو بندېدو، اقتصادي فشارونو، په خدمتونو کې خنډونو، امیندواري او د کرونا وبا له امله د میندو او پلرونو مړینې، ډېرې هغه نجونې چې زیانمنونکې دي، په کوچنیوالي د واده له خطر سره مخامخ کوي.
په دغه څېړنیز راپور کې چې د «'کووېډ-۱۹'؛ د ماشومانو د ودونو په وړاندې پرمختګونو... Читать дальше...
استرالیا وایي، له برما سرهیې دفاعي همکاري درولې او د هغو مظاهره کوونکو چې د پوځ له لوري د تېرې میاشتې د کودتا په وړاندې اعتراضونه کوي، د بېرحمانه ځپنې له امله د خپلې بشري مرستې لوری بلې خوا ته اړوي.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر مارایس پایان نن وویل چې هېواد بهیې سمدستي دغه عاجلې بشري مرستې د برما له اقلیت روهینګیا مسلمانانو او د دې هېواد له نورو اقلیتونو سره وکړې.
استرالیا دغهراز وویل چې له برما سرهیې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه د شاوخوا یو ملیون ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پوځي زدهکړې پروګرام ځنډولی دی. Читать дальше...
په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سیاستوالو دوه ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد.
دغه 'امن او ثبات' کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د ډیورند دواړو غاړو ته د امن راوستو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د کنفرانس د دوهمې ورځې ویناوالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم شامل و، دا چې ښاغلي غني څه ویلي، د سرحدونو وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظیې په اړه وایي: "ولسمشر په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د یوه داسې... Читать дальше...
که څه هم په تیرو شلو کلونو کې افغان ښځو د پام وړ پرمختګونه کړي، خو په لیري پرتو سیمو کې داسي ښځې شته چې نه یوازي يې په تیرو دوو لسیزو کې په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکه جګړې نورې هم ځپلې دي.
د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ او پرې د سولې د روانو خبرو اغېز!
په افغانستان کې سږ کال د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې تر بل هر وخت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې او ترڅنګیې د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې مطرح کېږي.
ملګري ملتونو هم سږکال د مارچ د اتمې په مناسبت د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو ونډې د زیاتېدو غوښتنه کړې.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې باید ښځې په هره برخه کې مخکښ رول ولري.
په افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان ارزګان ولایت کې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، خو افغان دولت ولې نهدی بریالی شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي؟
د ارزګان ولایت والي محمد عمر شېرزاد له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې په دغه ولایت د ښځو اوسنی وضعیت خواشینوونکی او ځوروونکی یادوي.
دغه ولایت کې د ښځو د خواشینوونکي او ځوروونکي وضعیت یوه بېلګه چې ښاغلی شېرزاد هم د دا ډول ستونزو یادوي، د زلیخا د ژوند کیسه ده چې ورور یې ۲۹ کلن عبدالعظیم هغې ته انصاف غواړي.
۲۷ کلنه زلیخا د روان کال د غبرګولي میاشتې... Читать дальше...
مسیر
مسیر ورځپاڼې د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې ته خپله سرلیکنه ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼې پر حکومت نیوکه کړې چې هر کال دا ورځ په افغانستان کې په شعاري بڼه نمانځي.
وړاندې راغلي چې د حکومت ژمنې هم د مېرمنو د حقونو په برخه کې په ډېرو برخو کې شعاري دي او تر دوو یا درېیو لویو ښارونو پورې محدودې دي او د هېواد په ډېریو لیرې پرتو سیمو کې مېرمنې ان له خپلو لومړنیو حقونو هم بېبرخې دي.
لیکوال ټینګار کړی، که حکومت په رښتینې توګه په هېواد کې د ښځو او نجونو د ژوند ښهوالی غواړي، نو تر ټولو... Читать дальше...
ملګري ملتونه وایي، افغانستان هغه مهال له هر ناورین سره ډېر مقاومت کولای شي چې ښځې پهکې د تصمیم نیونې په ډګر کې له سړیو سره یوځای کار وکړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر ویلي، که ښځو ته د سولې په بهیر کې د تصمیم نیونې تر کچې ونډه ورکړل شي، افغانان به داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره روښانه راتلونکی پهکې خوندي وي.
د مېرمن مېلر دا خبرې د یوناما په هغې خبرپاڼه کې شوي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي. Читать дальше...
ایرانيالاصله بریتانوۍ نازنین زاغري راتکلیف پرون یکشنبه له زندانه خوشې شوه.
د تهران له ایوین زندانه د یوه خیریه بنسټ د کارکوونکې د خوشې کېدلو موضوع پرون یکشنبه خبر جوړوونکې شوه.
هغې د ټامسن روېټرز خیریه بنسټ ته کار کاوه چې په ۲۰۱۶م کال کې له بریتانیا ایران ته د تګ پر مهال د تهران په هوايي ډګر کې ونیول شوه.
نازنین زاغري راتکلیف پنځه کاله په زندان کې تېر کړل، خو تر اوسه معلومه نهده چې تر خوشې کېدو وروسته له ایرانه د وتلو اجازه لري که نه.
د ټامسن روېټرز خیریه بنسټ اجرائیه مشر انتونیو زاپولا... Читать дальше...
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، هڅه کوي ټول هغه بنسټونه چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره فعالیت کوي، وڅاري.
د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د ښځو چارو وزارت په پام کې لري، ټولې ملي او نړیوالې مؤسسې چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، باید د ښځو چارو وزارت ته ځواب ویونکي وي. زموږ د وزارت تر پام او پالېسۍ لاندې فعالیت وکړي. په تېرو کلونو کې د ښځو په اړه ډېر فعالیتونه شوي، خو دا پاشلي فعالیتونه وو، ځکه نهیو توانېدلي... Читать дальше...
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، په پام کې لري د څه باندې ۳۶۰ کیلومتره په اوږدوالي څو مهم سړکونه تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاري.
"په هرو ۱۰۰ ورځو کې یو زېری» هغه پروګرام دی چې په لړ کې یې په هرو درېیو میاشتو کې د بیارغونې یوه پروژه بشپړېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند خلیل احمد امېد پرون ازادي راډیو ته وویل، د سړکونو بیارغونې پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې دي.
ښاغلی امېد زیاتوي: "ټولګټو وزارت ۳۶۴ کیلومتره سړک په راتلونکو درېیو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته سپاري او د کابل د حلقوي سړک کارونه به... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي هېواد بهیې د خپلو ګټو د دفاع لپاره هر لازم اقدام وکړي.
لوید استین (Lloyd Austin) دا خبره پرون یکشنبه وروسته تر دې وکړه چې د عراق عینالاسد پوځي اډې ته څېرمه یو راکټ ولګېد.
په دغه پوځي اډه کې د عراقي ځواکونو ترڅنګ د ائتلاف او امریکا پوځیان هم دېره دي.
د امریکا دفاع وزیر استین له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، امریکا له عراقه غواړي چې دغه پېښه په جدیت وڅېړي او معلومه کړي چې څوک مسؤل دي.
وروسته له هغې چې د امریکا په یوه هوايي حمله... Читать дальше...
تر دې وروسته به د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو سترګې د هغوی د پاسپورټ په څېر رول ولوبوي.
په دې معنی چې پرمختللې وسیلې به لومړی د مسافرو د سترګو عکسونه اخلي او بیا به مسافر د دوبۍ له میدانه د الوتنو لپاره په اوږدو کتارونو کې انتظار نهپاتې کېږي.
که څه هم دا تازه تدابیر تېره میاشت معرفي شوي، خو پرون یکشنبه اجرا شول چې هدفیې د مسافرو د وخت د ضایع کېدو مخنیوی دی.
د دوبۍ په هوايي ډګر کې د سترګو سکن کول یو څو ثانیې وخت نیسي او مسافرو ته اسانتیا ایجادوي.
د نړیوالو الوتنو له اړخه د دوبۍ هوايي ډګر د نړۍ له لویو هوايي ډګرونو ګڼل کېږي. Читать дальше...
د محلي رسنیو د راپورونو له مخې د استوایي ګینې په یوه پوځي مرکز کې څو چاودنو لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه افریقایي هېواد ولسمشر تئودورو اوبیانګ انګوئما ویلي، دغه چاودنې په بندري ښار باتا کې د دینامیت چاودېدونکو توکو له کبله شوي دي.
ده ویلي، دا چې دغه مواد سم نهو ساتل شوي، چاودلي دي.
ځایي رسنیو ویلي، لږ تر لږه پنځه چاودنې شوي چې له کبلهیې په ټول ښار کې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د استوایي ګینې د روغتیا او ټولنیزې رفا وزارت ویلي، ډېر خلک لا هم تر خاورو لاندې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر اس. جې شنکر سره د افغانستان د سولې د خبرو پر پرمختګونو بحث وکړ.
ښاغلي شنکر پرون یکشنبه په ټویټر کې لیکلي چې خلیلزاد ورته ټیلیفون وکړ او د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړهیې ورسره خبرې وکړې.
ده ویلي چې دواړه لوري به د دې پروسې به اړه خپلو تماسونو ته دوام ورکوي.
زلمي خلیلزاد د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن تر واکمنۍ وروسته په خپل لومړي رسمي سفر کې تر افغانستان وروسته قطر ته لاړ.
هغه له افغان... Читать дальше...
طالبان وایي، دوی هم د امریکا لهخوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي ترلاسه کړې ده.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا مهال د دغې طرحې پر څېړنه او ارزونه بوخت دي او وروسته بهیې په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال د امریکا دغه طرحه حکومت ته وسپارله.
د طرحې د ټولو جزئیاتو په اړه لا دولتي سرچینو څه نهدي ویلي، خو دومره ویل شوي چې که ومنل شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې به د ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Две бронзы выиграли забайкалки на международных соревнованиях по киокусинкай «Moscow Cup 2024»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции
Путин в России и мире
Москва
Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Дженнифер Лопес
Дженнифер Лопес без Бена на премьере фильма в платье с глубоким вырезом
Москва
Сожительница Тимура Иванова Китаева переоформила свои авто на других владельцев
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net