اروپايي هېوادونو ته د دغې ټولنې د درملو ادارې خبرداری: سپوتنیک-وي واکسین مهتطبیقوئ
د اروپا د درملو ادارې «EMA» یوې جګپوړې چارواکې اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د روسيې لهخوا جوړ شوي واکسین سپوتنیک-وي ته دې اوسمهال د تطبیق اجازه نهورکوي.
د «EMA» د اداري بورډ مشرې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د روسيې سپوتنیک-وي واکسین ته دې تر هغه وخته د تطبیق اجازه نهورکوي چې د هغه په اړه د دې ادارې څېړنې بشپړې شي.
کریستا ویرتومر هوچي پرون یکشنبه له اتریشۍ خبري شبکې «ORF» سره په مرکه کې وویل، دا اداره چې مرکز یې په امستردام کې دی، د خپلو څېړنو لپاره اسنادو او د واکسین شویو خلکو دقیقو معلوماتو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه چې سپوتنیک-وي نامعلوم واکسین دی او ځکه نو د دې مشوره دا ده چې د دې واکسین تطبیق ته باید په روان بېړني حالت کې اجازه ورنهکړل شي، خو مېرمن ویرتومر هوچي زیاته کړه چې سپوتنیک-وي ته په راتلونکي کې وروسته له دې چې معلوماتیې وڅېړل شي په اروپايي مارکېټ کې د خرڅلاو اجازه ورکول کېدای شي. نوموړې یادونه وکړه چې دې ادارې د روسي واکسین د اغېزمنتوب په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د «EMA» دې چارواکې همداراز وویل چې د سپوتنیک-وي د جوړوونکو له لوري معلوماتي بستې راروانې دي او د کیفیت، خوندیتوب او اغېزمنتوب په اړه بهیې له اروپايي معیارونو سره سم څېړنې وشي.
د درملو د قوانینو د چارو دې اروپايي ادارې د مارچ په څلورمه نېټه وویل چې د سپوتنیک-وي د اغېزمنتوب په اړهیې څېړنې پیل کړي. دا د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې د دې واکسین د تأیید لپاره لومړی ګام ګڼل کېږي.
د «EMA» د انساني درملو کمېټه به د سپوتنیک-وي د کلینیکي تطبیق د بهیر د معلوماتو په اړه تر هغه مهاله تحقیق وکړي چې د تأیید لپارهیې لازم کلینیکي معلومات ترلاسه شي.
د سپوتنیک-وي د اغېزمنتوب په برخه کې لومړی یو څه ابهام و، خو د هغه د ازموینې وروستیو نتایجو چې تېره میاشت خپرې شوې وښودله چې دا واکسین چې دوه دوزه لري، یعنې په دوو پړاوونو کې ورکول کېږي د 'کووېډ-۱۹' د عوارضو د مخنیوي په برخه کې په سلو کې ۹۱،۶ اغېزمن دی.
د هغو واکسینونو چې د لوېدیځ ځینو هېوادونو جوړ کړي د اغېزمنتیا کچه هم تقریباً همدومره ده.
د اروپا د درملو د قوانینو ادارې مخکې له دې د فایزر، بایو اېن تیک، مودرنا او استرازینیکا واکسینونه تأیید کړي دي او تمه ده چې د جانسن انډ جانسن د کمپنۍ واکسین ته هم راتلونکې اوونۍ اجازه ورکړي.
همداراز د کیور-واک او نووا واکس د کاندید واکسینونو په اړه څېړنې هم اوسمهال روانې دي.