د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو چې د لوېدیځ له لوري یې پر هېوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونې او پر مخالفانو د سیاسي فشارونو په خاطر بندیزونه لګول شوي، نن په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول چې خپل یووالي نندارې ته وړاندې کړي.
سرګي لاوروف او وانګ یي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
لاوروف او وانګ یي دواړو د لوېدیځ لګول شوي بندیزونه وغندل او لاوروف وویل چې روسیه او چین چې دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، متحده ایالاتو ته د یوه... Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د سولې خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ حللاره ده.
سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې وکړې.
ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "اوس ننګونه دا ده چې موږ د سولې خبرې لرو. موږ یې په کلکه ملاتړ کوو. دغه خبرې کمزورې دي، خو هغه په افغانستان کې د یوه تلپاتي سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لاره ده."
د ناټو عمومي منشي د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نویو هڅو هم تود هرکلی وکړ. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې ده.
افغان ولسمشر به د افغانستان د سولې په تړاو دغه طرحه د ترکیې په کنفرانس کې وړاندې کړي چې له مخې يې تر وخت مخکې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د انتخاباتو وړانديز شوی.
هغه په دې طرحه کې د سولې د حکومت او اوربند وړاندیز هم کړی دی.
دا خبره نن د ارګ يوه لوړپوړي افغان چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبلهیې د خپل نوم خپرول نهغوښتل، ازادي راډيو ته وکړه.
تر اوسه معلومه نهده چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه چې امريکا... Читать дальше...
د افغانستان د تېرې نیمې پېړۍ یو له فعالو او پياوړو اسلامي ګوندونو، د افغانستان اسلامي جمعیت، ووېشل شو.
دا ګوند چې د واک او مبارزې په دې کلونو کې یې دواړه تجربه کړل، د خپل وخت یو له لویو ننګونو سره مخ دی شوی دی.
که څه هم د دغه ګوند د بنسټ ايښودونکي برهانالدین رباني له مړینې وروسته، هره ډلهیې یو په بل پسې جلا شوې، خو د عطا محمد نور جلا کېدو چې د جمعیت اسلامي له عمدهوو رهبرانو او قوماندانانو شمېرل کېده، دغه ګوند له لویې ازموینې سره مخ کړی دی.
عطا محمد نور د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۲۸مه د پنجشنبې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو له غړو هیوادونو سره د سلامشورې لپاره بروکسل ته تللی دی.
نوموړي نن د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې امریکایې سرتیري به په یوه مناسب وخت کې د ناټو د نورو هیوادونو له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووځي . د بلینکن او ستولتنبرګ د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال پرانيست غونډه کې وايي، سږ کال د ښوونځیو د ډيجيټل کولو کال دی او له دې سربېره به په ټول افغانستان کې ۱،۸۰۰ نوي ښوونځي هم جوړ شي.
بشپړ حاليې په راپور کې ليدلی شئ.
د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې تورن کړي چې د سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ ګډون یقیني کولو کې پاتې راغلي دي.
دغه بنسټ د سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له لوري د یوې ښځې د انتخاب په غبرګون کې دا تور لګولی دی.
د بشر حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې، دغه کړنه، د ښځو د هڅو پر وړاندې په وروستیو دوو لسیزو کې "وحشتناکه نهپاملرنه" بللې ده.
د دغه بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګوالي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان... Читать дальше...
په هند کې د کرونا د خپرې شوې وبا له خبرداریو سره سره نن د هولي د رنګونو جشن پیل شو.
د هند د شمالي ښار متورا اوسېدونکي لومړني کسان و چې دغه مراسمیې پیل کړل. د دغه ښار یوه اوسېدونکي انشي شرما وویل چې د دوی لپاره د کرونا ویروس هېڅ مطرح نهدی.
شرما وايي: "کرونا څوک ده؟ کرونا څه شی ده؟ دلتهیې هېڅوک په اړه نهپوهېږي. کرونا زموږ لپاره هېڅ ده."
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رسمي شمېرو له مخې په هند کې له ۴۰ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي دي، خو له دې سره سره د هولي د جشن په زرګونه ګډونوالو له ماسکونو... Читать дальше...
د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو، فرهنګیانو او خبریالانو په تویټر کې د یوه کمپاین له لارې د عبدالرؤف په نوم د هغه ۹ کلن هلک د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې له څو میاشتو راهیسې د تښتوونکو په منګولو کې دی.
نوموړی چې ښوونځي ته د تلو پر مهال له مزار شریف څخه نامعلومو وسلهوالو تښتولی، د خوشې کېدو په بدل کې یې له کورنۍ د نږدې دوو ملیون ډالرو غوښتنه شوې ده.
د دغه کمپاین تنظیموونکو په ټویټر کې "عبدالرؤف کورته راولئ" په نوم یو هشتګ جوړ کړی دی.
د مدني ټولنې فعالانو پر حکومت انتقاد کړی چې تر اوسه نهدی... Читать дальше...
د افغانستان په تېره سل کلنه هنداره کې د ښځو د حضور، فعالیتونو، امکاناتو او خنډونو ډک تاریخي مزل وینو چې په هر پېر کې یې بېل رنګ درلود.
د ۱۴مې پېړۍ په لومړیو کې د ښځو د غورځنګ له پیله نیولې بیا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په دوره کې، د کمونېستي انقلاب پر وخت، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې بېل پړاوونه وهلي او بیا د طالبانو د دورې د نسبي حبس او تر هغه وروسته د ترورېزم پر وړاندې د امریکا د جګړې له پیل راهیسې د افغان مېرمنو دا سفر له لوړو ژورو ډک دی.
فرېبا ظاهر... Читать дальше...
دوی د اقتصادي ستونزو له امله د څو کلونو راهیسې نهشو کولای د خپلو ودونو مراسم ترسره کړي.
دغه جوړې له کورنیو غواړي چې په ودونو کې د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.
نور حال په راپور کې
ملګري ملتونه یو ځل بیا د افغانستان د جګړې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او د تاوتریخوالي د کچې د راکمولو غوښتونکي دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازې دیبرا لاینز به نن سې شنبه (د وري ۳مه) د افغانستان پر وخت ماښام مهال به د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
په دغه راپور کې راغلي چې د جګړې ښکېلې خواووې دې ژر تر ژره جګړه ختمه او نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ او هڅونې زیاتې کړي.
په راپور کې راغلي دغه هېواد کې دې د داسې... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان دولت او نړیوال شریکان یې په دې کې پاتې راغلي چې د سولې په ټولو پروسو کې د افغان ښځو بشپړ ګډون یقیني کړي.
د بشري حقونو دغې نیویارک مېشتې ډلې پرون په خپله وېب پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ م پریکړه لیک له مخې په هغه غونډه چې ټاکل شوې په اپریل میاشت کې د افغانانو ترمنځ وشي، دې ته اړتیا ده چې ښځې په کې پراخ ګډون وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د مارچ په اتلسمه د روسیې په کوربه... Читать дальше...
جمهور رئیس غني ۱۴۰۰م ښوونیز کال ښوونځي د زنګ په وهلو سره پرانېست.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، اړتیا ده چې د پوهنې په برخه کې نور د کمیت پرځای کیفیت ته ډېر پام وشي.
ښاغلي غني چې نن سې شنبه (د وري ۳مه) یې په اماني لیسه کې د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، هغه څه چې اوس یې د افغانستان پوهنیزې ادارې وړاندې کوي، د نوې پېړۍ اړتیاوې نه پوره کوي.
دی وايي: "اوس څومره کلونه نیسي چې زموږ له دوولسمو ټولګیو فارغان دوهم ځلي زدهکړه وکړي. کیفیت ډېر مهم دی. پر همدې بنسټ،... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه به د ناټو متحدانو په سلا مشوره کوي.
انتوني بلېنکن دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې په لنډو خبرو کې وکړې.
ښاغلی بلېنکن وايي، افغانستان ته له ناټو متحدانو سره ګډ تللي وو او په ګډه به له دې هېواده وځي، نو ځکه د ده په خبره غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظرونه شریک او د هغوی نظر واوري.
ده زیاته کړه: "موږ له خپلو ناټو متحدانو سره یو موټی یو چې دا جګړه... Читать дальше...
په افغانستان کې ګرځنده کوچیان۱۴مه پېړۍ د کوچیانو لپاره د ناورین پېړۍ یادوي.دوی وايي، کوچیان په دغه پېړۍ کې په اقتصادي، کلتوري، تعلیمي ټولنیزه او هر اړخیزه توګه ځپل شوي دي.
دوی په تېره پیړۍ کې له حکومتونوهم ګیله مند دي وايي، د دوی ژوند او محصولاتو ته یې هېڅ بازار نه دی موندلی.
یو شمېر کوچیان د نوې پېړۍ نوی کال په ښه بخت نیسي، خو تېره ۱۴ هجري پېړۍ د خپل ژوند، کلتور، اقتصاد، د څړ ځایونو د غصب، پرله پسې وچکالیو، د دولتونو له لوري نه پاملرنه او د خپلو وګړو د انساني زیان لپاره تر ټولو بده پېړۍ یادوي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې سبا په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل شي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظامالدین خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي او د سیمې اوسېدونکي ګډون وکړي.
د خپلواک په خبره دغه بند چې د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.
ښاغلي خپلواک د دغه بند د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند چې... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر توکل احمدیار له یو شمېر هندي سوداګرو او چارواکو سره کتلي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ازادي راډیو ته وویل چې دغه کتنه نن سې شنبه (د وري ۳مه) د هندستان د یو لوی نندارتون (INDUS FOOD) په څنډه کې شوي ده.
نوموړي وویل چې ښاغلي توکل احمدیار د نندارتون ترڅنګ له یو شمېر هندي چارواکو، متشبثینو او چارواکو سره هم کتلي دي.
د ښاغلي مومند په خبره چې دغو خبرو کې د خصوصي سکټور او دواړو هېوادونو د اړېکو په پراختیا، سوداګرۍ او د پانګونې په زياتوالي ټینګار شوی. Читать дальше...
ښايي په کارځای کې مو د تعصب د شتون په اړه اورېدلي وي؟ دا یوازې د توکم، ژبې او قوم پالنې په مانا تعصب او تبعیض نه دی، بلکې د جنسیت پر بنسټ تبعیض یې هم ډېر مشهور ډول دی.
۲۷ کلنه رقیه حسیني له اقتصادي پوهنځي فارغه ده، اوس مهال په څلورم بست کې په یو دولتي اداره کې کار کوي .
هغه چې په کوم ځای کې کار کوي نه غواړي نوم یې واخلي د دې لپاره چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وېره ورسره ده.
په هغه اداره کې چې شااوخوا ۶۰ فیصده کار کوونکي لري اغلې حیسني یوازینۍ مېرمن ده چې لوړ مقام ته رسیدلې ده.
نوموړې وايي،... Читать дальше...
هند غواړي چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال دا ژمنه وکړه.
د دې لیدنې کتنې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي شنکر په وینا راغلي دي چې نوي ډیلي به په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې همکاري وکړي او د افغانستان د سولې لپاره په سیمه ییزو غونډو کې ګډون ته چمتو دی.
تمه ده چې د اپریل په لومړیو کې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه وشي.
اسرائیلیان په دوو کلونو کې د څلورم ځل لپاره نن سې شنبه (د وري ۳مه) د راییو صندوقونو ته مخه کوي.
صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې له دولس کلونو راهیسې په واک کې دی، هڅه کوي چې بیا هم په واک کې پاتې شي.
د نظرپوښتنو له مخې سیالي به سره نژدې وي چې ورسره به د حکومت د جوړېدو په خاطر بیا اوږدو بحثونو ته لار پرانېستل شي.
اټکل کېږي چې د نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند به د لوی ګوند په توګه څرګند شي، خو یو ګوند به هم د پارلمان په یو سل او شل څوکیو کې غوڅ اکثریت خپل نه کړي.
په تېرو درېیو انتخاباتو کې د... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالاتونو د کولرادو په بولډر ښار کې د ډزو پرمهال د یوه پولیس افسر په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
د بولډر ښار څارنوال مایکل دوریټي وویل، د مارچ د ۲۲مې نېټې مشکوک برید کوونکی په توقیف کې دی او د هغه د ټپونو درمنله روانه ده.
د پولیسو مشر ماریس هیرولډ وویل، وژل شوی پولیس افسر یو پنځوس کلن ایریک تیلي دی.
په یوټیوپ کې د سیمې خبریالانو یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې په سوپرمارکیټ او د موټرو په پارکېنګ کې جسدونه ښکاري.
د پولیسو مشر هیرولډ خبري کنفرانس ته وویل چې دا پېښه پیچلیو... Читать дальше...
جرمني به په اروپا کې د کرونا وبا د درېیمې څپې د مخنیوي په هدف، ټولبند د اپریل تر اتلسمې وغځوي.
وروسته تر اوږدو خبرو چې تر نن سهار وختي پورې یې دوام وکړ، صدراعظمې انګېلا مېرکل او د جرمني ایالتي چارواکو، همداراز موافقه وکړه چې د ایستر مذهبي جشن د رخصتیو په وخت به دا بندیزونه د پنځو ورځو په مخه سخت وي.
مېرمن مېرکل خبري غونډې ته وویل، د اپریل له لومړۍ تر پنځمې به ټول دوکانونه بند وي، مذهبي مراسم به انلاین وي، یوازې به سوپر مارکیټونو ته اجازه ورکړو چې د اپریل په درېیمه پرانېستي وي.
درې اوونۍ... Читать дальше...
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې په میدان وردګو ولايت کې د غير مسؤولو وسله والو قوماندان عبدالغني علیپور د نيولو لپاره د افغان ځواکونو پراخو پوځي عملیاتو ته اشاره کړې ده.
وړاندې راغلي، افغان پوځ دا عملیات وروسته تر هغه چې تېره اوونۍ د علیپور وسله والو د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه هلیکوپټره راوغورځوله او د څلورو پیلوټانو په ګډون یې د وسله وال پوځ نهه تنه منسوبین ووژل ترسره کوي.
ورځپاڼې لیکلي، د افغان پوځ سلګونه هاموې ټانکونه او یو زر سل ځانګړي ځواکونه د بامیانو... Читать дальше...
یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
واشنګټن ایګزاماینر
واشنګټن ایګزاماینر په دې اړه د خپل مطلب په یوه برخه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډې ته پام اړولی دی.
لیکوال په دې باور دی چې ګډونوال به یې په یوه مهم مورد کې له متحدو ایالاتونو پریکنده ځواب ترلاسه نه کړي او هغه دا چې ایا د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر وکړي او که د ځواکونو د وتلو ضرب الاجل به تمدید کړي؟
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии водных видов спорта в Ставрополье
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Рафаэль Надаль
Рафаэлю Надалю подмигнул слепой жребий // Первым соперником 14-кратного чемпиона будет четвертая ракетка мира Александр Зверев
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Шатунов
Жителей и гостей Люберец 25 мая приглашают в парк на концерт памяти Ю. Шатунова
Москва
В Подмосковье рассказали о перспективах сотрудничества с Узбекистаном
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net