Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 21.03.2021

امریکا کې د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو. د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د «قاتل» خطاب کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړ. ولسمشر بایډن دا خبره څو ورځې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړه چې وروسته ولادیمیر پوتین سم د لاسه په ځواب کې وویل چې د امریکا ولسمشر ته د ښه صحت هیله کوي. ده ویلي وو خلک هغه څه چې په ځان کې ګوري، په نورو کې هم ګوري. تر دې مخکې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې... Читать дальше...

د ایران په سیستان بلوچستان کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران په جنوب ختیځ کې په یوه بمي چاودنه کې یو تن ووژل شو او درې نور ټپیان شول. د ایرنا خبري اژانس په حواله، ایراني چارواکو دا چاودنه د هغې «ترورېستي ډلې» کار بللی چې د ایران له دښمنانو سره ارتباط لري. راپورونه وايي چاودنه د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې شوې چې په وروستیو کې د تاوتریخوالي شاهده ده. د ایرنا په حواله دغه چاودنه هغې ډلې کړې چې له «نړیوال استکبار» سره ارتباط لري. دا هغه اصطلاح ده چې ایراني رسنۍ یې وخت ناوخت د امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته کاروي. Читать дальше...

د ننګرهار امنیه قوماندان: د ترورېستانو درې لویې شبکې ونیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار امنیه قوماندان وايي پولیس توانېدلي په تېرو دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې لویې شبکې ونیسي. امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت، نن په جلال‌اباد کې رسنیو ته د دغو شبکو په اړه وویل: "په دوو اوونیو کې د ترورېستانو درې غټې شبکې چې د ترور، اختناق، په ښار کې د هرج و مرج او د ښار د ناامنیو هڅه‌یې کوله چې په داعش او طالبانو پورې تړلې شبکې وې، دوی ونیول شوې او د قانون منګولو ته وسپارل شوې." امنیه قوماندان وايي د دې شبکې پاتې کسان هڅه کوي چې د ناامنیو د ځینو پېښو په پلانولو سره خپل موجودیت ثابت کړي. Читать дальше...



کابل ته د امریکا دفاع وزیر سفر؛ استین او غني د تاوتریخوالي پر دوام او سولې بحث کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال لوید استین کابل ته سفر کړی. ښاغلي استین کابل ته د سفر پر مهال له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي. د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت او تل‌پاتې سولې خبرې کړي. ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د تاوتریخوالي په دوام‌یې اندېښنه وښوده. همدا ډول‌یې په افغانستان کې د تاتریخوالي د پای په اړه په رامنځته شوې اجماع... Читать дальше...

د پاکستان صدراعظم عمران خان مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صدراعظم عمران خان ترڅنګ د هغه مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم خان څو ورځې مخکې د کرونا ضد واکسین لومړۍ ستن لګولې وه چې د روغتیا وزارت او نورو چارواکو په حواله پوره نه‌و واکسین شوی. د صدراعظم ځانګړي روغتیایي سلاکار فیصل سلطان په یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان ځان په کور کې له نورو جلا کړی دی. ښاغلي سلطان نن ویلي چې د صدراعظم د مېرمنې او د صدراعظم په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د دوو نورو لوړ رتبه چارواکو ټېسټ هم مثبت و. صدراعظم عمران خان تېره پنجشنبه... Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید استین په نااعلان شوي سفر نن کابل ته ورسېد. د جمهوري ریاست یوې سرچینې چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، جنرال استین به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي. د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلته‌یې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې. لوید استین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي. Читать дальше...

د علیپور ضد د افغان ځواکونو عملیات؛ امنیتي ځواکونه 'بهسود ولسوالۍ' ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د یوې پوځي هلیکوپټرې له رالوېدو وروسته په سیمه کې د جګړو او نښتو دوام. د بهسودو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۱» سهار له بامیان او یو شمېر نورو ګاونډیو ولایتونو افغان امنیتي ځواکونه د ځمکې له لارې له سلګونه پوځي ټانکونو سره دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي. دوی وايي، اوس‌مهال په سیمه کې حالت عادي، خو وېروونکی دی. د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی صالحي وايي: "حکومتي ځواکونو له بامیان څخه حرکت کړی او اوس د بهسودو ولسوالۍ خاورې ته دننه شوي، د سیاه‌سنګ... Читать дальше...

مزار شریف کې د ۱۴۰۰ کال د نوروز جشن ولمانځل شو

Pa.azadiradio.com 

افغانانو په بلخ او نورو ولایتونو کې د نوروز جشن په لمانځلو سره ۱۴۰۰ هجري کال پيل کړ. د څه باندې ۴،۵۰۰ کسانو په ګډون د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جهنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو. په دغو مراسمو کې د بلخ والي فرهاد عظیمي تېر ۱۳۹۹ لمریز کال افغانانو ته یو ناخوښ او د ننګونو ډک کال وباله، خو هغه ویې‌ویل چې تمه لري په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به په هېواد کې سوله تأمین شي او پراختیايي پروژې به پلې شي. هغه وویل: "هیله لرم چې د نوې پېړۍ په پيل سره زموږ په هېواد کې هم یوه نوې څپه پرانیسل شي. Читать дальше...



د ملي امنیت ځواکونو په کونړ کې له انسان تښتوونکو یو سوداګر وژغوره

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست، په کونړ ولایت کې له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر د خلاصون خبر ورکړ. دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د عصمت‌الله په نوم دغه سوداګر ۱۵ ورځې مخکې په جلال‌اباد کې تر تښتونې وروسته د کونړ شیګل ولسوالۍ ته لېږدول شوی و. دغه ریاست د عملیاتو په جریان کې د دوو انسان تښتوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی. په هغه وېډیويي کلېپ کې چې ملي امنیت رسنیو ته لېږلی، خوشې شوی سوداګر عصمت‌الله وايي: "زما له کورنۍ څخه‌یې د ۳۰ لکه افغانیو غوښتنه کړې وه، د والي صاحب، په ځانګړي ډول... Читать дальше...

ترکیې د سوریې په شمال کې د کرد ملېشه‌وو تر کنټرول لاندې سیمه بمبار کړه

Pa.azadiradio.com 

ترکیې پرون ناوخته د سوریې د شمال پر هغه ساحه چې د کرد ملېشه‌وو په کنټرول کې ده، هوايي حملې پیل کړې. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن وویل، د ترکیې یوې جټ الوتکې د سوریې د عین عیسی سیمې په سیده کلي کې د ډیموکراتیکو ځواکونو پوځي سنګرونه ویشتلي دي. د دې څارونکې ډلې په خبره دا د «سولې پسرلي تر عملیاتو» وروسته لومړۍ حمله ده. ترکیې دغه پوځي عملیات د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې د خپلو سوریايي متحدانو په همکارۍ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو پر ضد د سوریې په شمال کې پیل کړي وو. د ترکیې عملیات وروسته... Читать дальше...

اروپايي هېوادونو کې د کرونا د تازه پېښو نوې څپه؛ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو څو  هېوادونه اړ کړل چې د شنبې په ورځ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کړي. په پاریس او د فرانسې په ځینو نورو سیمو کې پرون د یوې میاشتې په مخه نیمه ښاربندي نافذه شوه. ویل کېږي چې نوي تدابیر به د دې هېواد له درې برخو  څخه یوه برخه وګړي اغېزمن کړي. پولنډ هم د درې اوونیو په مخه نیمه ښاربندي اعلان کړه چې ورسره به په دې هېواد کې سوداګریز مرکزونه، هوټلونه، ښوونځي او د سپورټ جېمونه تړلي وي. په اوکراین کې پلازمېنه کیف له حیاتي اړتیاوو پرته بشپړ تړل شوی او... Читать дальше...

برما کې د مظاهرو دوام؛ نن ډاکتران او نرسان لارو سړکونو ته راووتل

Pa.azadiradio.com 

د برما په مرکزي برخه کې نن ډاکتران او نرسان د اعتراض په ډول لارو سړکونو ته راووتل. دا لاریون وروسته له هغې وشو چې له پرون راهیسې پر کودتا ضد اعتراض کوونکو یو وار بیا مرګوني فشارونه راوستل شول. تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته چې ملکي رهبره انګ سان سوچي یې له واکه وپرځوله، په برما کې په ملي سطحه مظاهرې کېږي او مظاهره‌چیان د ډیموکراسۍ بېرته اعاده غواړي. د سرچینو په حواله تر پوځي کودتا وروسته نږدې ۳۵۰ کسان وژل شوي او تر ۲،۳۰۰ زیات نور نیول شوي دي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي. امنیتي... Читать дальше...

جلال‌اباد کې دوه جلا چاودنې شوي

Pa.azadiradio.com 

په جلال‌اباد کې نن دوو جلا چاودنو یو تن وواژه او یو تن ټپي کړ. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په رالېږل شویو معلوماتو کې ویلي چې نن سهار  د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې چاودنه وشوه چې په‌کې د جلال‌اباد ښاروالۍ یو کارکوونکی ووژل شو. په همدې مهال د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې هم چاودنه وشوه چې یو تن ملکي وګړی ټپي شو. د دغو چاودنو مسؤلیت لا  چا نه‌دی منلی.

اتمر: د ملګرو ملتونو له نوي استازي افغان سوله کې د اغېزناک رول هیله لرو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی به وکړای شي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لار اغېزناک رول ولوبوي. د وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون له ژان ارنو سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت بحث وکړ. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي ارنو ډاډ څرګند کړی چې د خپل نوي مأموریت له لارې به وکړای شي یو وار بیا د سولې راوستلو لپاره خپلې تجربې وکاروي. فرانسوی ډیپلومات ژان ارنو چې تر ۳۰ کلونو... Читать дальше...

ځینو اروپایي هېوادونو د کرونا ویروس د نوې څپې له امله نوي بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر اروپایي هېوادونو چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو یوه نوې څپه په‌کې پیل شوې، پرون شنبې نوي بندیزونه ولګول.  په پاریس او د فرانسې په یو شمېر نورو ښارونو کې د کرونا وبا له امله د یوې میاشتې په مخه نیمه ټولبند جاري شوی چې نږدې د دې هېواد یوه درېیمه برخه وګړي اغېزمنوي.  پولنډ د درې اوونیو په مخه نیمه ټولبند جاري کړی چې په نتیجه کې به‌یې د خرڅلاو لوی مارکېټونه، هوټلونه، حوضونه، سپورټي جمنازیمونه او ښوونځي تړلي وي.  په اوکراین کې له دکانونو پرته چې د خلکو د اړتیا وړ لومړني مواد پلوري، نور... Читать дальше...

ترکیه کې د ښځو په اړه د ولسمشر اردوغان وروستۍ پرېکړې غبرګونونه راوپارول

Pa.azadiradio.com 

په زرګونه کسانو پرون په ترکیه کې مظاهره وکړه او د دې هېواد له ولسمشر رجب طیپ اردوغان څخه‌یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي د ښځو د خوندیتوب لپاره د اروپایي ټولنې له کنوانسیون څخه د وتلو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.  ترکیه لومړنی هېواد و چې د اروپایي ټولنې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې دغه کنوانسیون‌یې په ۲۰۱۱ کال په استانبول کې د وزیرانو د کمېټې په غونډه کې لاسلیک کړی و.  دغه مظاهرې په استانبول، انقره او ازمیر کې ترسره شوې.  د استانبول په مظاهرو کې یوه ګډونوال... Читать дальше...

د تانزانیا لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ ته د امریکا مرستیال ولسمشرې مبارکي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هرېس د تانزانیا لومړنۍ ښځینه ولسمشرۍ سامیه سولوحو حسن ته د دندې د پیلولو مبارکي ورکړې ده.  وروسته له هغې چې سولوحو حسن د مارچ په ۱۹مه د تانزیانیا د ولسمشرۍ په توګه لوړه وکړه، هرېس پرون په یوه ټویټ کې کې ولیکل چې هغې ته ښې هیلې غواړي او ویلي یې دي چې متحده ایالات چمتو دی چې له تاسو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره کار وکړي.  وروسته له هغې چې د دې هېواد ولسمشر جان ماګوفویلي څلور ورځې مخکې مړ شو، سولوحو حسن د دې هېواد مرستیال ولسمشره وه.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له زېمبابوې د ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰ اوریزو سیالیو درېیمه لوبه هم پرون له زېمبابوې وګټله.  د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.  د افغانستان ټیم د زېمبابوې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې دغه هدف‌یې پوره نه‌شو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.  افغانستان له دې وړاندې په دوو نورو ۲۰ اوریزو لوبو کې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه.  افغانستان په دغو لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړې چې یوه‌یې ګټلې او  یوه‌یې بایللې ده.

مزار شریف کې د نوروز جشن پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په مزار شریف کې د نوي کال، نوروز جشن پیل شو. په هغو مراسمو کې چې حضرت علي ته منسوب زیارت په روضه کې جوړ شوي، په زرګونه کسانو ګډون کړی دی. د بلخ والي فرهاد عظیمي دغو مراسمو ته په وینا کې له خلکو وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې له سیمه‌ییزې ادارې سره همکاري وکړي. د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د نوروز د جشن لپاره‌یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.


Музыкальные новости
Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»





Персональные новости
Владимир Путин

Путин назвал президента Раиси надежным партнером России





د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په مربوطاتو کې د چاودېدونکو موادو ډک موټر د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا موټر تېر ماښام د کابل په ارغندې سیمه کې د کابل د ګډو امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او خنثی شو. د یوې احتمالي خونړۍ پېښې مخه داسې مهال نیول شوې چې خلک نوی لمریز کال لمانځي. ښاغلي ارین وویل چې د نوروز د مېلو د امنیت ټینګولو لپاره امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې فعال دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګ‌زوی ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د ولایتي شورا یو غړی سردار خان ملنګ‌زوی د نامعلومو وسله‌والو په برید کې وژل شوی. د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.  ښاغلی امیري زیاتوي: ​"ماښام پاو باندې شپږ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ولایتي شورا غړی ملنګ‌زوی صاحب د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ویشتل شوی چې په ډېره خواشینۍ سره ملنګ‌زوی صاحب ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان دي." تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی. Читать дальше...

په پاکستان کې دوه تنه په اعدام محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوې محکمې دوه تنه پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور په اعدام محکوم کړل. دا ډله‌ییز جنسي تېری تېر کال په لاهور ښار کې د یوې لویې لارې په څنډو کې شوی وو چې پراخ ولسي غبرګون او د لا سختو قوانینو غږ یې راپورته کړ. عابد ملهي او شفقت علي د ډله‌ییز جنسي تېري سربېره په انسان تښتونې او ترورېستي فعالیتونو هم تورن شوي دي. د حکم له مخې دغه کسان باید د اعدام سزا تر پلي کېدو دمخه ۱۴ کلن بند هم تېر کړي. دا خبره څارنوال حافظ اصغر کړې ده. پر دې ښځې هغه مهال جنسي تېری وشو چې د لویې لارې په څنډو کې یې موټر تېل خلاص کړي وو. Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر: متحدین دې له روسیې د پوځي تجهیزاتو له اخیستلو ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر وايي د دوی متحدین دې د بندیزونو د مخنیوي لپاره له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو له اخیستلو ډډه وکړي. لوید استین پرون په نوې ډهلي کې له خپل هندي سیال راجنات سېنګهـ سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته دا خبره وکړه. د استین دا څرګندونې داسې مهال شوي چې هند په پام کې لري له روسیې څخه «اس-۴۰۰» دافع هوا سیستم وپېري. د دې معاملې لومړنی لګښت په ۲۰۱۹  کال کې ورکړل شوی دی او تمه ده د میزائیلو د بطریو سیټ د روان کال په وروستیو کې هند ته ورسېږي. ډهلي ته د لوید استین تر سفر دمخه امریکایي سناتور... Читать дальше...

له افغانستان سره د همکارۍ د دوام پر ژمنه د اروپایي ټولنې بیاځلي ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر د نوي لمریز کال په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو د سوکاله افغانستان د جوړېدو لپاره د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه. اندریس وان برانډ په دې اعلامیه کې د افغانستان سوله د ټولو په ګټه بللې او په دې لاره کې یې د یادې ټولنې د مرستې چمتووالی بیا تکرار کړی دی. په دې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه، عدالت ته د افغانستان د خلکو د لا ښه لاسرسي، د سوداګرۍ د ودې او نورو عامه خدمتونو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر رول ټینګار شوی دی.   اعلامیې دا هم ویلي... Читать дальше...

په مزار شریف او ارګ کې د ۱۴۰۰ کال نوروز ځانګړي مراسم لمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د ۱۴۰۰ کال لومړۍ ورځ او د ۱۵مې لمریزې پېړۍ اوله ورځ، د افغانستان خلک د شدیدو امنیتي تدابیرو سره د نوروز مراسم لمانځي. په افغانستان کې د نوې پېړۍ پیل داسې مهال لمانځل کېږي چې دا هېواد تېر یو کال د سختو امنیتي ننګونو او تاوتریخوالي شاهد وو. د کرونا ویروس هم دغه کال خلک ډېر اندېښمن کړل. خو له شته ننګونو سره سره تمه ده زرګونه افغانان د نوروز جشن په لرغونو مراسمو کې ګډون وکړي. افغان چارواکي د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي. هر کال د نوروز ورځ په مزار شریف ښار کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Даниил Медведев проиграл Рафаэлю Надалю тренировочный сет на «Ролан Гаррос»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В выходные в Москве ожидается до 28 градусов тепла





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Nirvana

Apple Music составил рейтинг 100 лучших музыкальных альбомов всех времён — в топ-10 попали Кендрик Ламар, Nirvana и Майкл Джексон



Москва

Более 30 участков дорог отремонтируют в Солнечногорске в 2024 году

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net