Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 22.03.2021

د نوي کال جشن او په یکاولنګ کې سیمه‌ییزې لوبې

Pa.azadiradio.com 

نوی کال د بامیان ولایت زرګونو خلکو د ده سرخ په کلي کې د تفریحي او محلي لوبو په کولو ونمانځه. سیمه‌ییزې لوبې لکه وزلوبې، د پړي کشول، د هګیو جنګول، نیزه‌بازي او د جهنډې پورته کول د دې لرغوني جشن اصلي برخې وې. نور جزئیات دې راپور کې.

د ناټو عمومي منشي: له طالبانو تمه لرو چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، له طالبانو تمه دا ده چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي، بلکې پر ځای یې له امریکا سره د دوحې د موافقې له مخې تاوتریخوالی کم کړي.   ده زیاته کړه: "د هر ډول معنی لرونکې سولې هڅې باید د اورکم پر اساس وي، نو زما، د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره به پیغام اورکم وي او د طالبانو پسرلني عملیات به په بشپړه توګه برعکس پيغام وي."   سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې نن د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان باید په روښانه... Читать дальше...

امریکا کې د یوې څېړنې موندنې: استرازینیکا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو ګډه کمپنۍ استرازینیکا وايي، په امریکا کې د دې کمپنۍ له‌خوا د کرونا ویروس پر ضد د جوړ واکسین د پرمختللو ازموینو نتایج ښيي چې دا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی.  پر دې واکسین په امریکا کې په شویو تحقیقاتو کې ۳۰ زره رضاکارانو برخه اخیستې وه. د دې ډلې له درېیو دوو برخې خلکو ته استرازینیکا واکسین او پاتې کسانو ته د دې واکسین خیالي دوزونه ورکړل شوي وو.  څېړونکي وايي استرازینیکا د زړو خلکو په ګډون د ټولو عمرونو لرونکو ناروغانو ته ګټور دی. دې واکسین ته له امریکا پرته... Читать дальше...



د مسکو یوې محکمې د پوځي تحقیقاتو د مرکزي ادارې ضد د ناوالنۍ دعوه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د مسکو یوې پوځي محکمې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ له‌خوا د پوځي تحقیقاتو د مرکزي ادارې پر ضد هغه دعوه رد کړې ده چې وايي دې ادارې په زهري موادو د ده د مسمومولو د قضیې له څېړنې ډډه کړې. د دې محکمې قاضي اندرې تالکاچینکو نن د مارچ په ۲۲مه نېټه حکم وکړ چې د ناوالنۍ د ادعا په اړه د تحقیقاتو د نه‌پیلولو پرېکړه قانوني وه. په حکم کې ویل شوي دي چې د ناوالنۍ حقوقي دعوه په غور نه‌ارزېدله.  مدافع وکیل ویاچیسلاو ګیمادي چې په محکمه کې یې د ناوالنۍ استازیتوب کاوه وویل چې د دې حکم پر وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي. Читать дальше...

د اوبو نړیواله ورځ؛ یوازې '۴۲ سلنه' افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري

Pa.azadiradio.com 

نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیواله ورځ ده، دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د موندنو پر بنسټ دغلته یوازې ۴۲ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو او افغان حکومت له هڅو سره سره لاهم لویه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او د څښاک له غیر صحي اوبو ګټه اخلي. د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې د موندنو له مخې چې د ٢٠٢٠ میلادي کال په جون کې خپره شوه، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې یوازې ۲۷... Читать дальше...

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د بلېنکن ګډون؛ افغانستان هم د اجنډا سر کې دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته لاړ شي او د ناټو او د اروپایي ټولنې له مشرانو سره به وګوري. په دې سفر کې به دغه‌راز په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي حضور راتلونکی هم وڅېړل شي. انتوني بلېنکن به سبا او بل سبا د مارچ په ۲۳مه او ۲۴مه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د دې تړون له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او خپلو متحدانو سره به سلا مشورې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په بروکسل غونډه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د ملګرو ملتونو سرمنشي سبا د وري په درېیمه نېټه امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي. انتونیو ګوترش به په خپل راپور کې په سیاسي، پراختیايي، د بشري حقونو او د بشري مرستو په برخو کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د عمومي اسامبلې او امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو په اساس په هرو درېیو میاشتو کې امنیت شورا ته راپور ورکوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه... Читать дальше...

محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نوې ډېلي ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نن نوې ډېلي ته ولاړ.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر هدف د دوه اړخیزو پراختیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړي کول دي." د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي دي چې ښاغلی اتمر به د دې درې ورځني سفر پر مهال له خپل هندي سیال اس جې شنکر او د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په ګډون له نورو چارواکو سره وګوري.



د علیپور ضد عملیاتو دوام؛ د میدان وردګ والي: عليپور د بهسودو له لومړۍ حصې تښتېدلی

Pa.azadiradio.com 

‎د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د یوې هلیکوپټرې له رانسکورېدو وروسته د دغې پېښې د عاملینو پر ضد عملیات روان دي. ‎د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۲» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا مهال علیپور (هغه سیمه‌ییز قوماندان چې وسله‌والو یې دغه هلیکوپټره رانسکوره کړې او دوی هم تأیید کړې چې ښايي د دوی وسله‌والو ویشتلې وي) له خپلې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره د بهسودو له لومړۍ حصې تښتېدلی، مرکزي قرارګاه او ځینې پوستې یې له‌منځه تللې دي، خو دی وايي پر ضد يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پلټنې روانې دي". Читать дальше...

د ځمکې د کرې له خوا تېره شوې غټه اسماني ډبره 'بې‌خطره' وه

Pa.azadiradio.com 

د اسماني ډبرو په اړه به مو اورېدلي وي چې د ځمکې کرې ته خطر بلل کېږي.  پرون همداسې یوه غټه اسماني ډبره په لیرې واټن کې د ځمکې له خوا تېره شوه.  دغه اسماني ډبره چې ستور پېژندونکو ۲۰ کاله مخکې په نښه کړې وه او قطر یې ۹۰۰ متره اټکل شوی، پرون د دوه ملیون کیلومترو په واټن کې د ځمکې د کرې له خوا دومره تېزه تېره شوه چې سرعت‌یې ۱۲۴ کیلو متره په ساعت کې و. که څه هم دغه واټن ته په پام د نجومي فزیک‌پوهانو هغه د ځمکې د کرې لپاره ډېره خطرناکه نه‌ده بللې، خو ستور پېژندونکو ته‌یې یو بې‌ساری چانس برابر کړ چې... Читать дальше...

د بخښنې سازمان: فیفا دې پر قطر د مهاجر کارګرو د حقوقو ښه کولو لپاره فشار راوړي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل د فوتبال له نړیوال فدراسیون، فیفا غوښتي چې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو پر کوربه هېواد، قطر فشار راوړي چې په دې هېواد کې د مهاجر کارګرو د کار حقوق ښه کړي.  د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه بیان کې ویلي چې که څه هم قطر له هغې وروسته چې د فوتبال د نړیوال جام کوربه‌توب یې خپل کړی، په وروستیو کلونو کې د کار د شرایطو د ښه کولو لپاره یو لړ مثبت اصلاحات راوستي، خو اکثره دغه اصلاحات سم نه‌عملي کېږي او له زرګونو مهاجر کارګرو څخه ناوړه استفاده او ورسره بد چلند دوام لري. Читать дальше...

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر تبصرې کړي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر لوید استین په ناڅاپي سفر لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي. لوید استین پرون په کابل کې له افغان جمهور رئیس اشرف غني سره وکتل. د دوی د خبرو یو بحث د تاوتریخوالي کمېدل او د پایدارې سولې ټینګول ښودل شوي. بلومبرګ بلومبرګ په یوه لیکنه کې ویلي، استین افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې له دې هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو ضرب‌الاجل نږدې کېږي. د پخواني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په دوره کې امریکا تېر کال فبرورۍ کې طالبانو سره په دوحه کې افغانستان... Читать дальше...

د ښځو حقونو له تړونه د ترکیې پر ایستلو د امریکا او اروپايي ټولنې نیوکې

Pa.azadiradio.com 

امریکا، اروپايي ټولنې او د اروپا شورا د ترکیې پر هغې پرېکړې کلکې نیوکې کړي چې خپل هېواد یې د ښځو د حقونو له تړونه ایستلی دی. د امریکا ولسمشر د انقرې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بللې او اروپایي ټولنې بیا پر ترکي چارواکو غږ کړی چې بېرته دغه تړون ته ستانه شي. سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، له دغه تړونه د انقرې وتل "سملاسي او بې‌دلیله" دی.  د جو بایډن په خبره، د ترکیې دا کار د هغو نړیوالو اقداماتو لپاره خواشینوونکی دی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف پیل شوي دي. Читать дальше...

صالح: بهسودو کې د الوتکې نسکورېدل څرګند جنایت دی، عاملان‌یې باید مجازات شي

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه یو څرګند جنایت وباله. ښاغلي صالح نن په خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي، په بهسودو ولسوالۍ کې د پېښې په شپه د هېچا پر ضد پوځي عملیات نه‌وو پلان شوي. دغه الوتکه د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې په بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوه. امرالله صالح په پېښه کې د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو ځواکونو د پنځو غړو وژل کېدل یو څرګند جنایت وباله او د عاملانو د مجازاتو غوښتنه‌یې وکړه. په بهسودو کې د وسله‌والو د... Читать дальше...

یوه پېړۍ مزل؛ د افغانستان د رسنیو لوړې ژورې

Pa.azadiradio.com 

له امان افغان راپیل او بیا تر دې دمه خو دا مزل د امیر شېر علي خان په واکمنۍ کې له شمس‌النهار راپيل شو، سراج‌الاخبار لوړو پوړیو ته ورساوه او وروسته امان افغان پراختیا ورکړه. د پېړۍ په دې راپور کې د افغانستان د رسنیو تېر ۱۰۰ کلن مزل ته کتنه شوې ده.

د کاناډا یو پخوانی ډیپلوماټ نن په چین کې د جاسوسۍ په تور محاکمه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا یو پخوانی ډیپلوماټ مایکل کووریګ (Michael Kovrig) نن دوشنبه په چین کې د جاسوسۍ په تور محاکمه کېږي. دغې قضیې د اوتاوا او پیکېنګ ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. تر دې مخکې تېره جمعه د یوه بل کاناډايي تجار مایک سپاوور (Michael Spavor) محاکمه چې د تړلو دروازو تر شا وه، پای ته ورسېده. سپاوورد ۲۰۱۸م کال په ډسمبر میاشت کې د کووریګ تر نیول کېدو وروسته نیول شوی و. د دغو کاناډايي وګړو نیول کېدو ته تر ډېره د کاناډا له‌خوا د چین د ټکنالوژۍ کمپنۍ هواوې د مالي افسر مینګ وانژو د نیول کېدو د سیاسي غچ اخیستنې په سترګه کتل کېږي. Читать дальше...

اروپا کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ جرمني نافذ شوی ټولبند نور هم تمدیدوي

Pa.azadiradio.com 

جرمني د کرونا ویروس له کبله نافذ شوی ټولبند نور هم تمدیدوي، له دې سره جرمني وروستی اروپايي هېواد شو چې تازه محدودیتونه لګوي. دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د کرونا ویروس درېیمه څپه خپره شوې ده. د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او نور حکومتي چارواکي نن دوشنبه د کرونا وبا پر موضوع د بحث لپاره غونډه کوي. د رسنیو راپورونه وايي د مېرکل د دفتر په یوه پرېکړه‌لیک کې د اپرېل میاشتې تر ۱۸مې په ملي سطحه د ټولبند د تمدید پېشنهاد شوی دی. د پرېکړه‌لیک په مسوده کې اضافي محدودیتونه هم پېشنهاد شوي لکه د... Читать дальше...

بلېنکن له ناټو او اروپايي ټولنې سره په افغانستان کې پر پوځي حضور خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور هم بحث وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، بلېنکن به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي. دی به د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره هم پر ځینو مسایلو بحث وکړي. په اعلامیه کې دغه‌راز راغلي چې بروکسل ته به په دې سفر کې د چین او روسیې، دغه‌راز په افغانستان کې د ناټو پر نقش، سایبري امنیت، د ترورېزم په... Читать дальше...

د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل

Pa.azadiradio.com 

د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار د ماین چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل. د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې په مازدیګر د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې هغه مهال وشوه چې د دغو ځواکونو هاموې ټانګ پر خښ شوي ماین برابر شو.  ښاغلی قتالي زیاتوي: "د لارې په اوږدو کې زموږ د سرحدي ځواکونو یو موټر د دښمن پر ماین برابر شوی دی، په خواشینۍ سره چې زموږ شپږ سرتېري شهیدان شوي دي، دښمن پر لویه لاره فزیکي حضور نه‌شي درلودلی، متأسفانه له موقع استفاده کوي او ماینونه ږدي." په... Читать дальше...


Музыкальные новости
Comedy Club

«Жуки» возвращаются: телеканал ТНТ и Comedy Club Production объявляют о продолжении народного хита про трех айтишников в деревне





Персональные новости
2023

В РМАТ ПРОШЕЛ I БИЗНЕС-ФОРУМ ВЫПУСКНИКОВ РМАТ 1999-2023 ГОДА ВЫПУСКА, ПОСВЯЩЕННЫЙ 55-ЛЕТНЕМУ ЮБИЛЕЮ АКАДЕМИИ





د کمال خان بند د پرانیستې مراسم وځنډېدل

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د کمال خان بند د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، دوه ورځې ځنډېدلي دي. د نیمروز چارواکي وایي، دغه بند به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي او په خبره‌یې ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي. د نیمروز د والي ویاند رحمت‌الله عمري ازادي راډیو سره خبرو کې د بند د ګټو په اړه وویل: "د دغه بند استنادي دېوال ۱۶ متره لوړوالی لري، دا بند ۲،۷۸۸ ملیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، د دې ترڅنګ دا بند کولای شي چې ۹ مېګا واټه برېښنا هم تولید کړي." کمال خان بند چې د نیمروز په... Читать дальше...

امنیتي چارواکي: د څرخ ولسوالۍ ودانۍ له اصلي ځای نه بل ځای ته ولېږدول شوه

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، دوی د ځایي خلکو په غوښتنه د څرخ ولسوالۍ ودانۍ له خپل اصلي ځای نه بل ځای ته لېږدولې ده. د لوګر امنیه قوماندانۍ پرون یوه خبرپاڼه کې وویل، د ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ د پوهنې ریاست اړوند وه او اوس دوی د ولسوالۍ مرکز د "ډبر" سیمې ته انتقال کړ. د لوګر ځایي رسنیو بیا ویلي، طالبانو پرون د څرخ ولسوالۍ مرکز ته نږدې له امنیتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې ده.  امنیه قومانداني د جګړې خبره نه‌مني، خو وايي کله چې دوی د ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال کړ، طالبانو د پخواني مرکز ځیني پاته شوني وسوځول. Читать дальше...

د بلاروس رژیم ضد اعتراضونه؛ پرون مېنسک او وارسا کې مظاهرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو او دغه‌راز د پولنډ په مرکز وارسا کې پرون د بلاروس د رژیم مخالفانو مظاهرې وکړې. دا د هغو اعتراضونو د دوام برخه ده چې بلاروس کې د تېرې اګسټ میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته پيل شوي دي.  د مېنسک په سوخاریو (Sukharevo) سیمه کې د ښځو لاریون سوله‌ییز او د نورو ښځو د ملاتړ په خاطر و. مظاهره‌چیان د الکساندر لوکاشینکا چې ټاکنو کې بریالی اعلان شوی استعفا او له سره ټاکنې غواړي. د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې هم یوه ډله اعتراض کوونکو د بلاروس د مخالفانو بیرغونه... Читать дальше...

اټمي تړون ته د ورګرځېدو لپاره د خامنه‌یي شرط؛ پر ایران بندیزونه لیرې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وایي، که امریکا او متحدان‌یې غواړي چې تهران بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستون شي، باید واشنګټن پر ایران ټول بندیزونه لیرې کړي. خامنه‌یي په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، "زموږ دریځ څرګند دی او بدلون‌یې نه‌دی کړی، د امریکا ټول بندیزونه باید له هوکړې سره سم لیرې شي چې موږ بېرته اټمي تړون ته وګرځو". ده وویل، پر ایران د فشار راوړلو تګلاره ناکامه وه او خبرداری یې ورکړ، که د جو بایډن اداره هم دغه کار ته دوام ورکړي، ناکامه به شي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه زموږ د ځواکونو د وتلو پرېکړه جو بایډن سره ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جو بایډن سره ده.  لوید استین دغه خبره پرون کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې.  نوموړي ویلي، افغانستان ته‌یې د سفر هدف له روان وضعیته جاج اخیستل و.  لوید استین د امریکایي ولسمشر جو بایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان ته‌یې سفر وکړ، هغه هېواد چې د دوی د تاریخ اوږده جګړه په‌کې روانه ده.  دغه سفر داسې مهال ترسره شو چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو مهلت ته ۴۰ ورځې پاتې دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Камилла Рахимова

Рахимова на отказе соперницы вышла в четвертьфинал турнира в Рабате


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Никабы





Путин в России и мире
Москва

Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Песков рассказал о планируемой 23 мая в Минске встрече Путина с Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Аранжировка

Аранжировка Песен. Аранжировка Музыки. Создание Аранжировок.



Москва

В центре Хельсинки автобус с пассажирами протаранил ограждения вокзала и повис

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net