د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې واشنګټن به د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر او ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې یې ترسره کړه، په دې اړه چې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره وړاندې څه ډول ګامونه اوچت شي، خبرې وکړې.
ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وروستهیې د لومړي ځل لپاره افغانستان، قطر او د سیمې یو شمېر نورو... Читать дальше...
له قدرته د میانمار یا د پخوانۍ برما د حکومت پر لیرې شوې مشرې انګ سان سوچي چې نن د لومړي ځل لپاره په یوه محاکمه کې ودرول شوه، نور تورونه ولګول شول.
۷۵ کلنه انګ سان سوچي د تېرې مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې چې د دې هېواد پوځ کودتا وکړه او هغهیې له قدرته لیرې او په کور کې نظربند کړه، د وېډیویي کنفرانس له لارې په دې محاکمه کې چې په پلازمېنه نیپیداو کې جوړه شوې وه، راڅرګنده شوه او روغتیایي وضعیتیې ښه ښکارېده.
سوچي هېواد ته په غیر قانوني توګه د واکي ټاکي د مخابرو د واردولو، د برما د طبیعي افتونو له... Читать дальше...
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر لاسلیک کال واوښت، خو افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم د دې هوکړې په پایله کې لا سوله نهده راغلې.
افغان حکومت او امریکايي چارواکي طالبان ملامتوي چې د هوکړې سره سمیې تاوتریخوالی نهدی راکم کړی او همدارنګهیې بینالافغاني خبرو کې هم نرمښت نهدی ښودلی.
طالبان بیا برعکس افغان حکومت د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورنوي او وايي چې د بینالافغاني خبرو په ترڅ کې د ورو پرمختګ پړه هم د افغان حکومت پر غاړه ده.
بلخوا، افغان حکومت پر دې هوکړه د جو بایډن... Читать дальше...
د مارچ اتمې نېټې (د ښځو نړیوالې ورځې) ته د رسېدو په درشل کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د حکومت په رهبرۍ په ځانګړي ډول په ۳۴ ولایتونو کې د مرستيالانو په بست کې د ښځو ګمارنه د هېواد په تاریخ کې پوه لویه لاسته رواړنه ګڼي.
حسینې صافۍ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» په هغه ناسته کې چې د سیمهییزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې لهخوا د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته له ښځو د ملاتړ په موخه، په ښې حکومتوالۍ کې د ښځو د ونډې په نوم جوړه شوې وه، د ښځو په مشارکت او د دوی د کاري ظرفیت په لوړولو باندې ټینګار وکړ. Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تر اوسهيې له ۱۲ زرو زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړی دی.
د دې وزارت ویاند او د کتلوي معافیت پروګرام مشر غلام دستګیر نظري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه روغتیا پالانیې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې واکسین کړي او دغه لړۍ دوام لري.
د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په دې مرحله کې د استرازینیکا واکسین، روغتیا پالانو، د افغان امنیتي ځواکونو غړو او نورو هغو ته چې عمرونهیې زیات دي، یا د دغې ناروغۍ په وړاندې... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ایران تورن کړ چې تېره اوونۍ یې په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې بار وړونکې کښتۍ برید کړی، هغه ادعا چې تهران رد کړې ده.
بنیامین نتانیاهو د اسرائیل له دولتي راډیو، کان سره په مرکه کې چې نن خپره شوې وویل، دا واضح ده چې دا برید د ایران کار و. نوموړي ایران د اسرائیل لوی دښمن وباله چې په وینا یې کلک هوډ لري چې مخه بهیې نیسي.
د اسرائیل صدراعظم د دې پوښتنې په ځواب چې ایا اسرائیل به د دغه برید په وړاندې غبرګون وښیي، وویل، دوی په ټوله سیمه کې د ایران پر هدفونو ګوزارونه کوي. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په وزارت که له امنیتي منسوبینو سره د ناسم چلند له امله د امنیتي معین عبدالصبور قانع پنځه ساتونکي له دندو ګوښه شوي دي.
په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت دوهم قراول مسؤلو پوليسو ته د ګواښ او وهلو وېډيو کې چې د کب\ حوت په ۱۰مه د سرتېرو له ملي ورځې څخه یوه ورځ وروسته له امنیتي کمرو څخه اخیستل شوې ده ليدل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین د ساتونکو لهخوا د دې وزارت یو پولیس وهل کېږي او پنځه نور ګواښل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د ایران له خوا د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون په اړه د یوه غیر رسمي بحث په ردېدو باندې خواشیني ښودلې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا د ایران په ځواب خواشینې ده، خو فعاله ډیپلوماسي ته چمتو ده څو د اټمي تړون تعهداتو ته د ګډې ستنېدا لار هواره شي.
امریکا همداراز ویلي چې له بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره چې د ایران د اټمي تړون پاتې لاسلیکوونکي دي د یوې غوره لارې په اړه سلا مشوره کوي.
په اصل کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د ایران... Читать дальше...
واشنګټن د تهران پر هغه اقدام خواشیني څرګنده کړه چې پرونیې د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.
تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.
د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، که څه هم د ایران دغه ځواب موږ خواشیني کړي یو، خو دې ته چمتو یو چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره په بامفهومه ډیپلوماسۍ کې بېرته ښکېل شو.
جن ساکي وویل، واشنګټن به د دغه تړون له نورو لاسلیکوونکو، د ملګرو... Читать дальше...
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه د یوه کال په تېرېدو سره، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان د سولې اړوند خبرو لپاره دغه هېواد او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي دواړه لورو د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو خبرې کړي او د دغه بهیر په چټکتیا یې ټینګار کړی دی. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او له افغان چارواکو سرهیې لیده کاته پيل کړي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ده له خلیلزاد او د هغه له ټیم سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د امریکا پر روانې بیاکتنې او راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.
عبدالله څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی... Читать дальше...
پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دغه معترضان پرون یکشنبه د پولیسو په ډزو وویشتل شول او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پيل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه.
یوې ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د یوه نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلي او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپلسره نیول د نهمنلو وړ عمل بللی دی. Читать дальше...
دنیا
دنیا ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرلیکنه پیل کړې، ایا د سولې په پروسه کې په رښتیا طالبانو فرصت ضایع کړ؟
وړاندې راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې یو کال پوره کېږي، خو په وینا یې له لومړي سره دغه بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ و، په خورا سختۍ پیل شو او د پام وړ نتیجه ونهلیدل شوه.
د لیکوال له انده چې د افغانستان د سولې بهیر دومره اسانه هم نهو لکه طالبانو او یا نورو لورو چې فکر کاوه.
ورځپاڼې لیکلي، په دغه بهیر کې یوازې د طالبانو څه باندې پنځه زره زندانیان ازاد شول، خو د تاوتریخوالي په کموالي کې یې هېڅ ګټه ونهکړه. Читать дальше...
په قزاقستان کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه معترضان نیول شوي دي.
دغه مظاهرې چې د دې هیواد په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې ترسره شوې، د اپوزېسیون دوو ګوندونو تنظیم کړې وې.
په دغو اعتراضیه لاریونونو کې چې د قزاقستان په یو شمېر ښارونو او ښارګوټو کې ترسره شول، ګډونوالو یې په هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره غږ اوچت کړ.
د نور اوتان واکمن ګوند چې له نږدې درې لسیزو راهیسې د قزاقستان پر سیاست نفوذ لري، د حکومت مخالفه ګوندونهیې څنګ ته کړي دي. دغه ګوندونه چې په پارلمان کې هم څوکۍ نهلري،... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو، مشرانو، طالب استازو او د هغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې له سره پيل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.
خلیلزاد یو کال وړاندې په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، چین پرون ورسره د نورو کرونا ضد دوه لکه دوزه واکسین د مرستې ژمنه وکړه.
دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس عليزي تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویېویل: "د چین سفیر چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره ناسته درلوده، له افغانستان سرهیې د ۲۰۰ زره نورو واکسینو د مرستې ژمنه وکړه چې په دې سره د هغو واکسینو چې چینیې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کوي، څلور لکه دوزو ته رسېږي."
له دې مخکې د کواکس نړیوال ائتلاف هم له افغانستان سره د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده. Читать дальше...
ترکیه او افغانستان په خپلو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي.
د هغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به نن دوشنبه په انقره کې د افغانستان له سفیر امیر محمد رامین سره په ګډه د دې سفارت په انګړ کې نیالګي چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا سمبول دی، کېنوي.
د ترکیې د انادولیا خبري اژانس د راپور له مخې اوغلو به له هغې وروسته د وېډیو کنفرانس له لارې له کابل سره په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته چې د هغه سیال... Читать дальше...
د ښځو د عالي شورا لومړۍ غونډه پرون یکشنبه په ارګ کې جوړه شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني او د هغه مېرمنې رولا غني حضور درلود، د دې شورا د فعاليتونو د څرنګوالي، د سولې پروسې او له جمهوريت څخه د ملاتړ په اړه له ښځو سره د مشورتي ناستو راپور وړاندې شو.
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو تر دې څه موده وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله وېبپاڼه کې ویلي وو، د ښځو عالي شورا به ۲۶ دايمي غړي لري چې دولتي ادارې، د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه، مدني ټولنې او نور د ښځو چارو اړوند لوري به پهکې شامل وي. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا سې شنبه د زېمبابوې د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دوو ټېسټ لوبو او درې ۲۰ اووره لوبو مسابقې پیل کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغو لوبو لپارهیې ښه چمتووالی نیولی دی.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب دوه ټېسټ لوبې وشي. د ویلو ده چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پوره چمتووالی لري."
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ به لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
ایران پرون د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.
تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نهانګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي. Читать дальше...
د پاکستان پولیس د پلازمېنې اسلاماباد په یوه څنډه کې په یوه وسلهوال برید کې د یوه مذهبي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
پولیسو وویل، په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ د بهارا کاهو په سیمه کې شوې، له مفتي اکرامالرحمن سره د هغه ۱۳ کلن زوی او یو زدهکوونکی هم وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا وسلهوالو په مفتي رحمن هغه مهال برید وکړ چې د خپل موټر پر لور روان و.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نهدی اخیستی.
اکرامالرحمن د مولانا فضلالرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګوند پورې تړلی و. مولا... Читать дальше...
د چک جمهوريت صدراعظم اندري بابیش وایي، هېواد یې ممکن د اروپایي ټولنې د درملو د ادارې له تأیید پرته د روسیې د کرونا ضد سپوتنیک-وي واکسین استعمال ته اجازه ورکړي.
بابیش دغه څرګندونې پرون یکشنبې له «CNN Prima News» سره په مرکه کې وکړې او ویېویل، د اروپایي ټولنې د درملو ادارې «EMA» ته منتظر نهشي پاتې کېدای ځکه روسیې ورته د خپل واکسین د تأیید لپاره درخواستي نهده وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه، د چک د درملو د ادارې تأیید به کافي وي چې په هېواد کې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي. ... Читать дальше...
سره له دې چې امریکا ویلي چې له طالبانو سره په شوي تړون له سره غور کوي، طالبان بیا هم د دې تړون عملي کېدو ته هیلهمن دي.
خو د افغانستان حکومت چې له دې تړون اړخ ته شوی و، وایي دې تړون د افغانستان خلکو ته له زیان پرته بله کومه ګټه نهده رسولې.
د افغانستان حکومت وایي، دې تړون له دې پرته چې بینالافغاني خبرو ته چې هغه هم ټکنۍ او پڅې مخ ته ځي، لاره پرانیستې، کومه بله ګټه نهده رسولې.
پرون پر دغه تړون چې کال مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ شوی، یوکال واوښت، خو هغسې چې... Читать дальше...
تبعیضونه بېلابېل ډولونه لري، نژادي تبعیض، دیني او مذهبي تبعیض، توکمیز او ژبنی تبعیض، جنسیتي تبعیض او نور. دا بېلابېل ډولونه په بېلابېلو ټولونو کې په بېلابېله کچه موجود دي.
افغاني ټولنه هم ترې مستثنا نه ده چې څو لسیرې جګړې او له امله یې د زده کړو بهیر اغېزمنېدل لوی لاملونه ګنل کېږي.
توکمیز یا ژبني تبعیض تر نورو هغو ډېر خطرناک دی چې وروستۍ څو لسیزې په افغانستان کې ډېر محسوس او اندېښنې یې راپارولي.
د نظر د یو شمېر خاوندانو په وینا د تبعیض دا ډول ټولنه ویشي او په ټوله کې یې رېښې وچوي.
افغان... Читать дальше...
لاس انجلس ټایمز
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.
د دې لیکنې په یو برخه کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې طالبانو ته زیات امتیازونه ورکړل شول.
دا هوکړه افغانستان ته د سولې د راوستلو د هوکړې په نوم لاسلیک شوه، خو د لیکنې د لیکوال په وینا طالبان تر اوسه په افغانستان کې اورکم او د جګړې څخه لاس په سر کېدو ته چمتو نه دي.
وړاندې راغلي، د تېر کال د... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Определилась первая соперница Рыбакиной на Ролан Гаррос
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Москва
Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Элджей
Концерт Элджея требуют отменить члены «Русской общины» в Новосибирске
Москва
Международный Лагерь БРИКС+ направит свою деятельность на развитие образовательного туризма в стране
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net