پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي
پولیسو په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دغه معترضان پرون یکشنبه د پولیسو په ډزو وویشتل شول او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پيل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه.
یوې ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د یوه نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلي او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپلسره نیول د نهمنلو وړ عمل بللی دی.
هغه د وژنې او د خلکو د ټپي کېدو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په برما کې له یوې میاشتې راهیسې چې پوځ کودتا کړې او د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند یو شمېر نور غړي یې نیولي، اعتراضونه پیل شوي دي.