د ۱۳۹۹ کال په وروستۍ ورځ او د ۱۳مې پیړۍ په وروستي کال کې د افغانستان اوسېدونکي هیله لري چې نوی کال د سولې او آرامۍ په فضا کې پیل کړي.
ډېری افغانان پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوي چې اوربند وکړي.
نور حال په دې ویډیو کې وګورئ:
له سیمې د ازادي راډیو خبریال د هرات ښار له هرې څنډې د نوروز جشن په پار د چمتوالي عکسونه اخیستي او دا یو انځوریز راپور پرې جوړ کړی دی.
دلته یې کتلئ شئ:
د افغانستان د جمهور رئیس د یوې پریکړې پر بنسټ تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداري له دندې لېرې او پرځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات وټاکل شو.
د جمهور رئیس د دې پریکړه په اړه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غبرګون وښود.
د ښاغلي عبدالله د دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پریکړه د سیاسي هوکړې خلاف عمل دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې پرته له کوم موجه دلیل څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر محمد مسعود اندرابي د ګوښه کېدو او پرځای یې د نوي سرپرست... Читать дальше...
لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو نن کابل کې ټینګار وکړ چې میدان وردګو کې د سیمه ایزو وسلوالو قومندان عبدالغني علیپور باید د خپلو کړنو ځواب ووايي. دفاع وزارت ویلي چې د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه هیلوکوپټر د علیپور د وسلوالو له خوا نسکوره شوې. د چارشنبې په شپه ددې څرخي الوتکې نسکوریدو کې د پیلوټاڼو په شمول د ملي اردو نهه تنه منسوبین ووژل شول. نورې په دې راپور کې وګورئ.
په پروان ولایت کې نن شنبه (د کب ۳۰مه) د ارغوان ګل نهمه ملي جشنواره او دغه راز د بزګر او نوروز جشنونه ونمانځل شول.
دغه مراسم د پروان په ګل غونډۍ تپه کې ترسره شول چې د بېلابېلو ولایتونو چاروکو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون په کې کړی و.
د مراسمو ګډونوالو د جګړې له دواړو خواوو د سولې غوښتنه وکړه.
ګل غونډۍ کې هر کال خلک راټولیږي او په شور او زوږ سره د نوي کال جشن جوړوي.
د پاکستان صدر اعظم عمران خان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی. د پاکستان د روغتیا وزیر د دې خبر په تایید سره ویلي چې دوه ورځې وړاندې عمران خان ته د کرونا ضد واکسین هم شوی و.
د پاکستان د روغتیا سلاکار فیصل سلطان نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې خان دا مهال په خپل کور کې د قرنطین په حال کې دی.
سینوفارم یوازنی واکسین دی چې پاکستان کې د کرونا پر ضد کاریږي.
چین د دغه واکسین نیم میلیون ډوزه پاکستان ته ورکړي دي.
پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري تر اوسه د کرونا څه باندې یوولس نیم میلیونه... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نوروز جشن به د لوړپوړو چارواکو او د سیمې د هېوادونو د سفیرانو په ګډون په ځانګړو مراسمو کې په ارګ کې ونمانځي.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "نوی کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ارګ کې نمانځل کېږي، جمهور رئیس به د نوي کال مراسمو کې ګډون وکړي، د نوي کال د حوزې سفیران هم را غوښتل کېږي، دا جشن په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو کې ونمانځل شي."
ښاغلي مینه پال زیاته کړه، د نوي کال جشن به په مزار شریف، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سخي جنډې په پورته کېدو سره ونمانځل شي. Читать дальше...
د کابل د نجونو لوبډلې د افغانستان د ویلچیر باسکېټبال ټورنمنټ اتلولي وګټله.
د ویلچیر باسکېټبال فدراسیون مشر شکرالله زیرک نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ملي ټورنمنټ دغه سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په ملاتړ پیل شوې وې، نن د کابل نجونو په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.
ښاغلی زیرک وایي، د کابل د نجونو باسکېټبال لوبډلې په پایلوبه کې له هرات لوبډلې سره مخ شوه چې کابل په ٣٣ امتیازاتو سره لومړی او هرت له ٣٢ امتیازونو سره دوهم ځای خپل کړ.
د نوموړي په وینا، دې سیالیو... Читать дальше...
جاپان به د سږکال په المپیک سیالیو کې د لږ تر لږه ٩٠ زرو کسانو کوربه وي.
د ورزشي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، جاپان په دې هڅه کې دی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ٩٠ زرو څخه د ډېرو بهرنیانانو د تګ مخه ونیسي.
دغه شمېر د روغتیایي تړونونو د پلي کېدو او کرونا ویروس مخنیوي په هدف ترسره کېږي.
ویل کېږي چې د توکیو المپیک سیالیو کې به ١٥ زره لوبغاړي لوبېږي او ٧٥ زره نور به لوبڅاران،خبریالان، مالي ملاتړ کوونکي او د ټیمونو ملاتړي وي.
ټاکل شوې وه چې د توکیو المپیک سیالۍ د۲۰۲۰ میلادي کال په اوړي کې وشي،... Читать дальше...
د کیک بوکسینګ سیالۍ په هرات ولایت کې ترسره شوې.
د هرات د ورزش او بدني روزنې سرپرست رئیس احمد جاوېد رسولي نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کمال خان بند د پرانېستلو په مناسبت په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او کابل، هرات، کاپیسا، بادغیس څخه د ٤٠ لوبغاړو په ګډون تېره ورځ پیل شوې.
د ښاغلي رسولي په وینا، سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې او پرون ماښام پای ته ورسېدې.
د کمال خان بند د پرانېستو په درشل کې نن په هرات ولایت کې د ټینس سیالۍ ترسره شوې.
د هرات د ټینس فدراسیون فني مرستیال... Читать дальше...
کمال خان بند ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي، د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د ۱۴۰۰ کال په پیل سره به د وري میاشتې په ۴ مه نېټه د کمال خان بند پرانېستل شي.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه بند به د جمهور رئیس او نورو افغان لوړپوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي: " د کمال خان بند به د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه د افغان جمهور رئیس، د کابیني غړو او نور لوړ پوړو چارواکو له خوا پرانېستل شي، دغه پرانېسته به د نیمروز ولایت ټولې خړې دښتې خړوبې کړي او دا د ټولو افغانانو غوښتنه وه. Читать дальше...
د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، په مسکو غونډه کې دوی د عملیاتو د کمېدو طرحه وړاندیز کړې، نه د اوربند.
محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د دوی طرحه کې ویل شوي چې د جګړې ټولې خواوې به عملیات کموي او دغه راز به د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون ټولې مادې عملي کېږي.
ښاغلي نعیم په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د مسکو له غونډې با خبره دوو نورو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو د درېیو میاشتو لپاره د اوربند مشروطه موافقه کړې ده.
د دغو سرچینو په باور، طالبانو ویلي، که یې ۷... Читать дальше...
ټاکل شوې جرمني دغه هېواد کې د کرونا د پېښو د پام وړ زیاتوالي لپاره بیړني اقدامات اعلان کړي.
د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل دا خبره پرون جمعه له دولتي چارواکو سره تر ملاقات وروسته وکړه.
د اروپا دا ستر اقتصاد لرونکی هېواد دا مهال د کرونا له درېیمې څپې سره مخامخ دی او ډېرې پېښې په کې د دغه ویروس د بریتانوۍ بڼې دي.
میرمن مېرکل ویلي، دې فکر کاوه چې له بیړنیو حالاتو پرته به حالات قابو کړي، خو په خبره یې د تېرو ورځو پېښو ته په کتو دا کار امکان نه لري.
دا خبره داسې مهال کېږي چې د جرمني په ګډون... Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن له خپل هندي سیال راجنات سینګ سره د دواړو هېوادونو په پوځي اړیکو بحث کړی دی.
د دوی ترمنځ ملاقات نن د مارچ په شلمه په نوي ډیلي کې وشو.
د اسټن دوه ورځنی سفر د جوبایډن له ولسمشر کېدو وروسته هند ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي.
د دواړو لوریو په خبرو کې به په سیمه کې د چین د نفوذ، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د پوځي همکاریو موضوع شامله وه.
هندوستان په پام کې لري له امریکا ۱۵۰ جنګي جټ او په لسګونو نورې بې پېلوټه الوتکې واخلي.
تاجک ټبرې سندرغاړې منیژه چې اوس په مسکو کې اوسیږې د مې په میاشت کې د یرو ویژن په نوم د موسیقۍ سیالیو کې د روسیې په استازولۍ ګډون کوي. هغې ویلي چې د سندرو مضمون یې هویت دی او خپل ځان نه تاجک او نه هم روسۍ ګڼي. نور په دې راپور کې وګورئ او له دوستانو سره هم شریک کړئ
د افغانستان دفاع وزارت وایي، څېړنو یې ښودلې چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو هليکوپټره د قوماندان عليپور کسانو ویشتلې ده.
دا خبره د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادي راډیو ته وکړه او په خبره یې د پيښې په اړه د دوی څېړنې هم پای ته رسیدلي دي.
دا څرخي الوتکه د تېرې پنجشنبې په شپه وویشتل شوه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.
پرون سیمه ییز پاڅونوال عبدالغني علیپور چې په قوماندان عليپور مشهور دی ازادي راډیو سره خبرو کې دا پیښه توجیه کړه، ځکه د ده په وینا جنګي حالت کې شوې ده. Читать дальше...
د غور ولایت د تېورې ولسوال محمد رفیق اعلم د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د تېورې امنیه قوماندان حبیب الرحمان ملکزاده ازادي راډیو ته وویل، ولسوال د ده پر موټر د نښلول شوي ماین په چاودنه کې هغه مهال ووژل شو چې له کوره دندې ته پر لاره و.
د غور د ولایت ویاند زلمي کریمي هم پیښه تایید کړې ده.
د غور چارواکي وايي، چاودنه د تیورې لرې پروت عاشقانو کلي کې شوې نو ځکه یې په اړه ډېر معلومات نه لري.
دوی دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د دولت پلاوی تېره شپه د مسکو له غونډې بېرته راستون شو.
د پلاوي مشر او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ابتکار به د جګړې د پای ته رسولو لپاره مهم ګام وي.
ده پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې غونډه کې د سولې بهیر پر چټکتیا او له رامنځته شوي فرصته په استفادې او ورته نورو مسایلو خبرې شوي دي.
بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله.
د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون په... Читать дальше...
د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شوه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړون نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ اسلیک شو.
چارواکي وایې، دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی.
د کرنې وزارت وایې، د دې پروژې په پلي کولو سره به د صادراتو کچه لوړه... Читать дальше...
یوې سرچینې چې مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي.
دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي.
د سرچینې په خبره، طالبانو ویلي که امریکایان د مې میاشتې په لومړیو... Читать дальше...
هغه کډوال چې د کندز له شااوخوا ولسوالیو جګړو د دې ولایت ښار ته را بې ځایه کړي ډېری یې بزګران،کروندګر او بڼوال دي.
دوی وايي، کروندې، باغونه او مالدارۍ ترې پاتې او یوازې سرونه یې راایستلي او په وینا یې په ښار کې د کډوالۍ ستونزې ګالي.
د دې کډوالو له ډلې۵۰ کلن رحمت الله چې د خان اباد ولسوالۍ د نواباد له سیمې راغلی وايي، سیمه یې د جګړې لومړۍ کرښه ده: "جګړو راڅخه کرنیزې ځمکې او باغونه پاتې کړل، خپلو سیمو ته ورتلای نه شو خو کروندو ته مو اندېښنه زیاته ده."
دی د جګړې له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه... Читать дальше...
ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کمالا هارېس ژمنه وکړه چې په متحد ایالاتونو کې به د نژاد پالنې پر ضد مبارزه کوي.
ښاغلي بایډن او مېرمن هارېس په اتلانتا ایالت کې د تېرې سې شنبې ورځې له پېښې وروسته چې په ترڅ کې یې اته کسان په ډزو ووژل شول دا ژمنه وکړه. په وژل شوېو کسانو کې شپږ اسیایي مېرمنې شاملې وې.
بایډن په جورجیا کې د اسیايي ټولنو له استازو سره د کتنې پر مهال په لنډه وینا کې وویل، په متحد ایالاتونو کې ډېر وخت د کرکې او تشدد پر وړاندې خلک پټه خوله پاتې کېږي چې د ده په وینا دا کار له جرم سره یولاس کول دي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د ناټو په مقر کې د امریکا له متحدانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د اروپا او یوریشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال فلیپ ریکر پرون جمعه له خبریالانو سره په ټیلیفوني مرکه کې بروکسل ته د ښاغلي بلېنکن د بلې اوونۍ د سفر په اړه وویل: "د بلېنکن د بحثونو وړاندوینه نه شم کولای خو طبعاً د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه بحثونه وشي. په داسې حال کې چې د افغانستان د پالیسۍ... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، له دندې د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي د لېرې کېدو پرېکړه عجولانه وه.
د ښاغلي عبدالله عبدالله له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي اندرابي له دندې په ګوښه کېدو کې له ده سره سلا نه ده شوې او دا یې د دواړو خواوو ترمنځ د شوي سیاسي هوکړې خلاف وباله.
عبدالله زیاتوي ، په اوسنیو شرایطو کې داسې پرېکړې د هېواد د ګټو او مصلحتونو خلاف دي چې په وینا یې ده ته د منلو وړ نه ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وېسا
وېسا ورځپاڼې د مسکو وروستۍ اعلامیې او د ترکیې کنفرانس په تړاو سرلېکنه خپره کړې ده.
وړاندې راغلي، د مسکو غونډه او دا اعلامیه په داسې تیاره فضا کې چې د دوحې مذاکراتو په ټپه درېدلي حالت منځته راوړی و، د امید څرک بللی شو او دا اعلامیه د افغانستان په مسایلو کې د اثر لرونکو هېوادونو له خوا داسې وخت صادره شوه چې ښايي په یوه میاشت کې ترکیه د داسې یوه کنفرانس کوربه توب وکړي چې د ۲۰۰۱ د بُن کنفرانس ته ورته وي.
د لېکول له انده, د ترکیې تر غونډې دمخه د مسکو د ترویکا پلَس اعلامیه کیدای شي د یو روښانه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге назвала главные стимулы россиян для систематических занятий физкультурой и спортом
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Самсонова с «баранкой» разгромила Хаддад-Майю и вышла в полуфинал турнира в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
OG Buda
Настоящая дружба: как Федук и OG Buda выглядели до популярности
Москва
Творческие способы использования мозаики из стекла в садовом дизайне
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net