عبدالله عبدالله: له دندې د اندرابي د لېرې کېدو پرېکړه عجولانه وه
![عبدالله عبدالله: له دندې د اندرابي د لېرې کېدو پرېکړه عجولانه وه](https://gdb.rferl.org/45995415-2CD6-496D-85AD-87AA2D77B367_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، له دندې د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي د لېرې کېدو پرېکړه عجولانه وه.
د ښاغلي عبدالله عبدالله له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي اندرابي له دندې په ګوښه کېدو کې له ده سره سلا نه ده شوې او دا یې د دواړو خواوو ترمنځ د شوي سیاسي هوکړې خلاف وباله.
عبدالله زیاتوي ، په اوسنیو شرایطو کې داسې پرېکړې د هېواد د ګټو او مصلحتونو خلاف دي چې په وینا یې ده ته د منلو وړ نه ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.