123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 20.03.2021

کرکټ؛ نن شنبه افغانستان او زیمبابوې درېیمه شل اووره مسابقه لري

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرکټ درېیمه شل اووره مسابقه وشي. افغانستان په ابوظبۍ کې پرونۍ شل اووره مسابقه هم د ۴۵ منډو په توپیر وګټله. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته د نننۍ مسابقې په اړه وویل: "دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي او بله لوبه به نن شنبه د دواړو هېوادونو ترمنځ وي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې لوبې لپاره پوره چمتووالی لري." د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دوې ټیسټ لوبې هم شوې وې چې یوه زیمبابوې او بله افغانستان ګټلې ده.

بلخ کې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره ګډ امنیتي پلان ترتیب شوی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت امنیه قومانداني وايي، د نوروز جشن د لمانځنې لپاره ګډ امنیتي پلان ترتیب شوی دی. د دغې قوماندانۍ ویاند، عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، د دې پلان له مخې د مزار شریف د امن لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي: "نهايي هڅه مو دا ده چې له نورو ځواکونو سره په همغږۍ په خوندي ډول د جشن د ترسره کېدو او په بلخ کې د مېلمنو او عزیزانو د خوندیتوب لپاره چمتووالی ولرو. ځانګړي قطعات، ۸۸۸ قطعه، د عامه نظم کنډک د دښمن د خصمانه حملو د شنډولو لپاره په پام کې نیول شوي دي." ښاغلي عادل وویل، د احتمالي... Читать дальше...

پاکستان د افغان سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې وروستۍ غونډه مهمه وبلله. د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل: "زموږ په باور له سولې پرته زموږ، د افغانستان د خلکو او سیمې اتصال، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ګډ خوب به په واقعیت بدل نه شي. پاکستان په دې باور دی چې د مذاکرو او حکومتوالۍ پر لوري منحصر چلند به په افغانستان کې له دایمي سولې سره د پام وړ مرسته وکړي." د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ وشوه... Читать дальше...



افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د مودې غځېدل او د طالبانو غبرګون

Pa.azadiradio.com 

فریسنو بي  د فریسنو بي په نوم امریکایۍ ورځپاڼه لیکي، طالبانو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې له ضرب الاجل سره سم د مې په لومړۍ نېټه باید امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي او که داسې ونه شي نو د دوی له غبرګون سره به مخامخ شي.  د ورځپاڼې په باور دا خبرداری دا معنی لري چې طالبان به بریدونه زیات کړي.  طالبانو دا خبرداری په مسکو کې یوه ورځ وروسته تر دې ورکړ چې دوی د سولې په غونډه کې برخه واخېسته.  د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وایي چې له طالبانو سره شوي تړون ته چې له مخې یې باید امریکایي... Читать дальше...

نوي ډیلي ته د اسټن سفر؛ هندي چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر، لوېډ اسټن له هندوستان سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره پرون جمعه (د کب ۲۹مه) مازیګر نوي ډیلي ته ورسېد. تمه کېږي چې په دې سفر کې د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او نورو هندي چارواکو سره خبرې وکړي. د دواړو لوریو په خبرو کې به په سیمه کې د چین د نفوذ، د هندوستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د پوځي همکاریو موضوع شامله وه. هندوستان په پام کې لري چې له امریکا ۱۵۰ جنګي جټ او په لسګونو نورې بې پېلوټه الوتکې وپیري. لوېد اسټن د جو بایډن په اداره کې لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې هندوستان ته سفر کوي.

ملګري ملتونه: بېلاروس کې د بشري حقونو پر مدافعانو فضا تنګه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې راپورټرې په بېلاروس کې د بشري حقونو د مدافعانو د ځپلو په اړه اندېښنه وښوده. مري لاولر  پرون جمعه (د کب ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل، په بېلاروس کې د بشري حقونو پر مدافعانو فضا ډېره تنګه شوې ده. هغې ویلي چې پر دفترونو چاپې اچول، د بشري حقونو د مدافعانو نیول کېدل او له کارونو د وکیلانو راګرځول په بېلاروس کې په عادي چاره بدله شوې ده. د تېرې اګسټ میاشتې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکو ځان ګټونکی اعلان کړ، په بېلاروس کې نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي. Читать дальше...

تانزانیا کې سامیه سولهو حسن د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په تانزانیا کې سامیه سولهو حسن د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه. پرون جمعه (د کب ۲۹مه) د دغه هېواد په میلیونونو وګړو د ټلوېزیونونو پر پردو دغه تاریخي شېبه وکتله. سامیه حسن تر دې مخکې د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله. هغه د تانزانیا د ولسمشر جان مګافولي تر ناڅاپي مړینې وروسته د هغه د ځای ناستې په توګه وټاکل شوه. زیات کسان په دې باور دي چې سامیه حسن د افریقا د دغه بې وزلي هېواد د ادارې لپاره ښه وړتیا لري. سامیه چې ۶۱ کلنه ده، مخکې یې د وزیرې او د تانزانیا په پارلمان کې د وکیلې په توګه کار کړی دی.

د نړۍ ځینې رهبرانو د 'اسټرازینیکا' په لګولو د دغه واکسین تطبیق بېرته پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ځینو چارواکو او رهبرانو پرون جمعه (د مارچ ۱۹مه) ځانونو ته د اسټرازینیکا واکسین په لګولو سره د دغه واکسین تطبیق بېرته پیل کړ. د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس پرون د خپل هېواد یوه پوځي روغتون ته ورغی او د اسټرازینیکا لومړی ډوز ورته ولګول شو. په فرانسه کې تېره جمعه هغو کسانو ته د کرونا ضد دغه واکسین لګول بېرته پیل شول چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو زیات دی. په لندن کې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم ویلي چې د اسټرازینیکا واکسین لومړی ډوز یې د جمعې په ورځ ولګاوه. ده ټینګار وکړ چې دغه واکسین هم... Читать дальше...

چارواکي: د بهسودو پېښې غچ به اخلو خو عليپور وايي خپله مبارزه به جاري ساتي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو پرون جمعه (د کب ۲۹مه) يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د هغو پيلوټانو او پوځیانو د وژنې غچ به واخلي چې الوتکه يې د ميدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې په راکټ وويشتل شوه. د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال شاه محمود مياخېل دا خبره پرون د دې وژل شوېو پيلوټانو د رسمي پوځي درناوي په مراسمو کې وکړه. په ميدان وردګ کې د وسله والو يو قوماندان عبدالغني علیپور منلې چې د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه ښايي د دوی په ډزو نسکوره شوې وي. د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې... Читать дальше...

د مسکو د غونډې ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړ لس مهم ټکي!

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ترویکا په نوم د هېوادونو په اعلامیه کې چې د امریکا د متحدو ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان له خوا خپره شوې، د افغانستان په اړه لسو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده. لومړی په کې د پخلاینې له لارې پایداره سولې ته د رسېدو او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ شوی دی. دوهم له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه شوې چې تاوتریخوالی کم کړی او له طالبانو غوښتنه شوې چې خپل پسرلني عملیات پیل نه کړي. درېیم  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ نمبر پرېکړه لیک له مخې د ترویکا... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Спартак» — «Динамо» Москва — 2:2. Видеообзор матча РПЛ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Вероника Кудерметова победила Викторию Томову и пробилась в полуфинал WTA-500 в Сеуле


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Наш лес полон чудес! Какие виды животных и растений встречаются в Подмосковье





Путин в России и мире
Москва

Новый 5-летний срок Гайнутдина и обращение к Путину: в Москве прошел мусульманский форум


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский хочет вступить в НАТО до завершения полномочий Байдена


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Иоганн Себастьян Бах

Бах, Вивальди и Реджо



Москва

Волонтеров из Ленинского наградили за участие на Международном форуме «Россия»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net