د کابل د نجونو لوبډلې د ویلچیر باسکېټبال ټورنمنټ اتلولي وګټله
د کابل د نجونو لوبډلې د افغانستان د ویلچیر باسکېټبال ټورنمنټ اتلولي وګټله.
د ویلچیر باسکېټبال فدراسیون مشر شکرالله زیرک نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ملي ټورنمنټ دغه سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په ملاتړ پیل شوې وې، نن د کابل نجونو په اتلوالۍ سره پای ته ورسیدې.
ښاغلی زیرک وایي، د کابل د نجونو باسکېټبال لوبډلې په پایلوبه کې له هرات لوبډلې سره مخ شوه چې کابل په ٣٣ امتیازاتو سره لومړی او هرت له ٣٢ امتیازونو سره دوهم ځای خپل کړ.
د نوموړي په وینا، دې سیالیو کې له کابل، بلخ، هرات او فاریاب ولایتونو څخه څلورو ټیمونو برخه اخېستې وه.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې دمخه هم د ویلچر باسکېټبال سیالۍ له لسو ولايتونو څخه د لسو لوبډلو ترمنځ په ګډون په کابل کې ترسره شوې وې چې د کابل نارینه وو لوبډلې اتلوالي خپله کړې وه.
دغه سیالۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د پسرلي په وياړ او د معلولیت لرونکو لوبغاړو د هڅونې په هدف ترسره شوې وې.