اسرائیلیان په ۲ کلونو کې د څلورم ځل لپاره رایه ورکوي
![اسرائیلیان په ۲ کلونو کې د څلورم ځل لپاره رایه ورکوي](https://gdb.rferl.org/E7A33EDC-34B4-4237-9E5D-7E54E43FAAB5_w800_h450.jpg)
اسرائیلیان په دوو کلونو کې د څلورم ځل لپاره نن سې شنبه (د وري ۳مه) د راییو صندوقونو ته مخه کوي.
صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې له دولس کلونو راهیسې په واک کې دی، هڅه کوي چې بیا هم په واک کې پاتې شي.
د نظرپوښتنو له مخې سیالي به سره نژدې وي چې ورسره به د حکومت د جوړېدو په خاطر بیا اوږدو بحثونو ته لار پرانېستل شي.
اټکل کېږي چې د نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند به د لوی ګوند په توګه څرګند شي، خو یو ګوند به هم د پارلمان په یو سل او شل څوکیو کې غوڅ اکثریت خپل نه کړي.
په تېرو درېیو انتخاباتو کې د ایتلافي حکومتونو په خاطر مذاکرات اسانه نه و او دا ځل به هم نتیجه د تیرو ځلونو په څېر وي چې ښایي د پنځم ځل لپاره انتخاباتو ته زمینه برابره شي.
د نتانیاهو ایتلافي حکومت له اوسني دفاع وزیر بیني ګانتز سره په ډسمبر کې وروسته له نژدې اوو میاشتو ړنګ شو.