افغانستان ته د کواکس نړیوال ائتلاف مرسته شوی کرونا ویروس ضد واکسین ورسېد
![افغانستان ته د کواکس نړیوال ائتلاف مرسته شوی کرونا ویروس ضد واکسین ورسېد](https://gdb.rferl.org/989b7822-4d69-4ac7-8753-c19ece99bd88_w800_h450.jpg)
د 'کووېډ-۱۹'ضد هغه واکسین لومړني څو لکه دوزه نن کابل ته ورسېدل چې کواکس نړیوال ائتلافیې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د استرازینیکا ۴۶۸ زره دوزه واکسین د هند له ممبیي ښار څخه په یوه الوتکه کې نن د کابل هوایي ډګر ته راورسېدل.
د خبرپاڼې له مخې افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو لومړنی هېواد دی چې د کواکس لهخوا دغه واکسین ترلاسه کوي. کواکس چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو سره د واکسین مرسته کوي، له افغانستان سرهیې د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.
په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد د استرازینیکا هغه واکسین د تطبیق بهیر له یوې مودې راهیسې پیل شوی چې پنځه لکه دوزه هند افغانستان ته ورکړي دي.