ارګ ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک تأیید کړ؛ خو دغه لیک څه دي؟
د افغانستان جمهوري ریاست تأیید کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک ترلاسه کړی دی. انتوني بلېنکن په خپل لیک کې د سولې مذاکرو د چټکتیا، د ترکیې په کوربهتوب په لوړه سطحه د سولې مذاکرو د کوربهتوب او نور پېشنهادونه کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپل لیک کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر او نورو موضوعاتو ته هم اشاره کړې ده. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال د حکومت لهخوا د دغه لیک د ترلاسه کولو موضوع تأیید کړه... Читать дальше...