Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Март
2021

Новости за 30.03.2021

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال سره پر سولې غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له خپل ترکي سیال سره یې د سولې مذاکرو پر موضوع خبرې وکړې.  محمد حنیف اتمر نن په یوه ټویټ کې ویلي، په تاجیکستان کې یې له مولود چاوش اوغلو سره خبرې د اسیا زړه کنفرانس پر نتایجو او د سولې د مذاکرو د بل پړاو پر چمتووالي راڅرخېدې. ښاغلی اتمر له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره یوځای د اسیا زړه هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهم کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.  نن د دې کنفرانس دویمه او وروستۍ ورځ ده، چې د افغانستان او تاجیکستان ولسمشران به ورته وینا کوي. Читать дальше...

کرونا؛ بایډن د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر او یوې لوړ-رتبه روغتیايي چارواکې په بېړه د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ. که څه هم په امریکا کې د واکسین کمپاین ګړندی شوی، خو د کرونا ویروس نوې څپې اندېښنې ولاړې کړي دي.  ولسمشر جو بایډن پرون دوشنبه (د وري ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې به ۹۰ فیصده پوخ عمره کسان د واکسین پر شرایطو برابر وي.  ده اعلان وکړ چې په را-راوانو اوونیو کې به په امریکا کې زیاتو خلکو ته د واکسین اسانتیا برابره شي.  تر اوسه تر ۹۳ میلیونه وګړو چې د امریکا... Читать дальше...

د تاجیکستان جمهور رئیس: د افغانستان د وضعیت په اړه بې ‌پروا نه‌ یو

Pa.azadiradio.com 

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس دویمه ورځ پیل شوه. د تاجیکستان جمهور رئیس د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د تل‌پاتې سوله ملاتړ وکړ. امام علي رحمان وویل، هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌پروا نه‌دی او تل یې د دې هېواد د ثبات لپاره غږ پورته کړی دی. د تاجیکستان جمهور رئیس په افغانستان کې سوله په ټوله سیمه کې د ثبات لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د سیمې هېوادونو سربېره د نړۍ له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال ابعاده لري او دا شخړه باید د سیاسي لارې حل شي. Читать дальше...



کونړ کې د جامو ګنډلو فابرېکه؛ د معلولو او مېرمنو په ګډون ۶۰ کسان په کار شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکز اسعداباد کې یو تن خیاط د جامو او واسکټونو ګنډلو فابرېکه جوړه کړې چې په کې يې پنځوسو نورو بې روزګارو ته د کار زمېنه برابره کړې ده. د دوی په خبره چې پخوا یې یادې جامې پاکستان کې ګنډل کېدلې چې هټیوالو ته به ډېرې ګرانې تمامېدلې . په دې فابریکه کې یو تن کارګر ۱۸ کلن انعام الله وايي، کسب يې زده و، خو ګټه يی ترې نه شوه اخېستلی خو د دې فابریکې په جوړېدو مناسب کار ورته پیدا شوی. دی وايي: "مخکې موږ ته د کار زمېنه نه وه برابره، اوس چې دا فابرېکه جوړه شوې، شکر دی دلته له کار سره ښوونځي ته... Читать дальше...

رسولي: انځورګري په هنري ژبه د خلکو غږ پورته کوي 

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت یو ځوان انځورګر وايي، د خلکو د ذهني ودې، د سولې پیغام رسولو او ټولنیزو ستونزو ته د خلکو د پام اړولو لپاره انځورګري کوي.  رفیع الله رسولي په دې باور دی چې انځورګري هم لکه شعر، موسیقي او داستان په هنري ژبه د ټولنې د ناچاره، بې وزلو او لوېدلو غږ پورته کوي.  پشپړ راپور د لینک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

چارواکی: د غور دولتیار کې چاودنې یو پولیس وژلی او ۳ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د غور یو سیمه ییز چارواکی وايي، د دې ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.  د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون (د وري ۹مه) ماسپښین مهال وشوه: "د امنیه قوماندانۍ یو ټانک د طالبانو له خوا پر یوه ایښودل شوي ماین برابر شوی. په پېښه کې یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان دي."  طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

کندهار کې د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل کېږي 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې به نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل شي او ځینې نورې به عملي فعالیت پیل کړي.  د دې وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې ډله کې د ارغنداب د اوبو د سرچینو مدیریت مهمه پروژه هم شامله ده: "تمه ده د ځینو نوېو پروژو کار پیل شي لکه د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیايي پروژه چې په پام کې ده کار یې نوی پیل شي." د ښاغلي رستمي په وینا د دې پروژې لګښت به څه باندې ۳۶۰ میلیونه... Читать дальше...

د فوټبال د اتلانو لیګ دوهم پړاو مزارشریف کې پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د افغانستان د فوټبال د اتلانو د لیګ د لوبو دوهم پړاو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې پیل شي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف پرون ماښام د دې لیګ د ګډونوالو لوبډلو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "په مزارشریف کې د بلخ ولایت په سټوډیوم کې به د فاریاب خراسان، د سرپل خدیم، د کندز د واحدي ځوانانو او د تخار د ساحل څپو لوبډلې به سیالۍ سره وکړي چې شپږ ورځې دوام کوي."  د افغانستان د فوټبال لیګ د سیالیو په لومړي پړاو کې د مرکزي او جنوب ختیځو ولایتونو... Читать дальше...



امریکا: ملګري ملتونه دې سوریې سره د مرستو مسئله نه سیاسي کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو له ملګروملتونو غوښتي دي چې له سوریې سره د بشري مرستو مسئله دې نه سیاسي کوي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د مارچ په ۲۹مه امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل چې له جګړه ځپلې سوریې سره د بشري مرستو لپاره باید د دې هېواد نور سرحدونه پرانېستل شي، څو نژدې دیارلس نیم میلیونه بې وزلو وګړو ته خواړه او نور د اړتیا وړ شیان ورسېږي.  ښاغلي بلېنکن همدا راز روسیې او د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته چې د مسکو نژدې متحد دی د اشارې په ترڅ کې وویل، امنیت شورا باید په سوریه کې... Читать дальше...

کرونا؛ له واکسین سره-سره د پاکستان د ولسمشر ټېسټ مثبت راغلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون دوشنبه (د وري ۹مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پرضد له واکسین کولو سره-سره یې د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راغلی.  ښاغلي علوي پر ټویټر لیکلي چې ده د کورونا پرضد د واکسین لومړی دوز ترلاسه کړ  خو انټي باډي یې له دوهم دوز وروسته فعاله شوه.  د پاکستان دفاع وزیر پرویز خټک هم په کووید۱۹ اخته شوی او له هغه مخکې د صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې د کورونا د ټسټونو نتیجه هم مثبته راووته خو عمران خان ډېر ژر ښه شو او ډاکټرانو اجازه ورکړه چې کار پیل کړي.  په پاکستان کې پرون د... Читать дальше...

بلاروس کې د 'څیخانوسکایا' پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس لویې څارنوالۍ د اپوزیسیون د مشرې سویتلانا څیخانوسکایا پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل کړي. دا اقدام لوی څارنوال اندرې شوېد پرون د مارچ په ۲۹مه اعلان کړ.  ښاغلي شوېد په یوه بیان کې تور ولګاوه چې مېرمن څیخانوسکایا او ځینو نورو کسانو څو ورځې مخکې دسیسه جوړه کړې وه، څو په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي او ودانیو ته اور واچوي.  په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.  د چارواکو دا اقدام په بلاروس کې د حکومت پرضد له څو میاشتنیو مظاهرو وروسته د معترضانو د ځپلو لپاره یوه بله هڅه ده. Читать дальше...

میانمار کې مظاهره چیانو سره روان تاوتریخوالی؛ امریکا ورسره سوداګري وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

په میانمار کې لا هم پر معترضانو د پوځ ځپونکي عملیات دوام لري او په دې  ترڅ کې د راپورونو له مخې پرون دوشنبې(د وري ۹مه) د دې هېواد په لوی ښار ینګون کې پنځه تنه مظاهره چیان د اعتراضونو پر مهال ووژل شول. له پوځي کودتا وروسته د روانو اعتراضونو په ترڅ کې تېره شنبې تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې ۱۱۴ مظاهره چیان ووژل شول. په دې ورځ زرګونه کسان د میانمار په بېلابېلو ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل او په دې هېواد کې یې د پوځي واکمنۍ د ختمېدو او د پرځول شوي حکومت د بندیوانې مشرې انګ سان سوچي د خلاصېدو غوښتنه وکړه. Читать дальше...

انټرپرېټر: لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي

Pa.azadiradio.com 

انټرپرېټر لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي، دا له استرالیا د خپرېدونکې تحلیلي خپرونې انټرپرېټر د یوې مقالې سرلیک دی.  په مقاله کې راغلي د امریکا دا وړاندیز چې د افغانستان اوسنی حکومت دې له‌منځه ولاړ شي او د طالبانو په ګډون دې موقت حکومت رامنځته شي، افغانستان ته سوله نه‌شي راوستلی.  د لیکوال په باور، دا نسخه ځکه ګټه نه‌کوي چې افغان وتلي سیاستوال سره وېشلي دي او بېلابېل دریځونه لري.  مقاله کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو مخالفتونو او بیا په یوه ورځ په ارګ او سپېدار... Читать дальше...

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون: کرام‌الدین کریم باید ژر تر ژره ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه کوي، د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن کرام‌الدین کریم چې تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی، باید ژر تر ژره ونیول شي. دغه کمېسیون وايي، د کرام‌الدین کریم نه‌نیول کېدل یا محاکمه کېدل په هېواد کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د چپ پاته کېدو او معافیت فرهنګ پیاوړی کوي او پر حکومت د خلکو اعتبار ضعیفه کوي. د دې ادارې کمېشنرې شبنم صالحي د مارچ په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له کشفي عدلي او قضايي نهادونو څخه د بشري حقونو خپلواک... Читать дальше...

د استانبول د پروسې غونډه؛ ارګ: د ولسمشر غني وینا به پر ۵ ټکو ورټوله وي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د اسیا د زړه د هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهمه غونډه کې نن یکشنبه (د وري ۱۰مه) پر اصلي مسایلو بحث وشي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم نن غونډې ته وینا وکړي. د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر غني وینا به د سیمه ییزو همکاریو او د ترورېزم پر ضد د مبارزې په ګډون بېلابېل مسایل راونغاړي. دی وايي: "سیمه ییزه همکاري په اقتصادي برخه او تجارت کې څومره مهمه ده، د ترورېزم ګواښ، د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Рок-версия гимна Белогорска прозвучала на масштабном рок-н-мобе


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Овчинский: ОЭЗ «Технополис Москва» увеличит выпуск электрогрузовиков





Путин в России и мире
Москва

Муфтий Гайнутдин пожелал Путину помощи Аллаха для побед


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко обратился к Рамафосе




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Билли Айлиш

Подняли с Пола: юбилейный раритет Маккартни и блуждания Билли Айлиш



Москва

У медиков Подмосковья — профессиональный праздник

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net