پکتیا چارواکي: ګردېز کې ۳ تنه وژل شوي
![پکتیا چارواکي: ګردېز کې ۳ تنه وژل شوي](https://gdb.rferl.org/117EC74C-C884-4D2A-95F3-29F55F054290_w800_h450.jpg)
د پکتیا د مرکز ګردېز د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) سهار د نهو بجو خوا ته د برید پر مهال درې تنه ووژل شول.
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته د دې پېښې د قربانیانو په اړه وویل: "په خواشیني سره باید ووایم چې د څلورمې امنیتي حوزې یو کارمند، یو اشپز او یو شخصي موټروان شهیدان شوي."
امیري زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتیدلې دي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو په لټه کې دي.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.