جلال اباد ښار کې د درې ښځينه واکسیناتورانو وژنې غبرګونونه راپارولي
په ننګرهار کې له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې تر دې دمه ۸ ښځې وژل شوي چې تازهیې دا د واکیسناتورانو د وژنې پېښه ده.
دغې پېښې د ننګرهار د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې اندېښمنې کړي او د ځایي حکومتي مسؤلانو نهپاملرنه د دغسې پېښو لامل بولي.
دوی وایي، که څه هم ځایي مسؤلین د هدفي وژونکو په ځانګړي ډول د ښځو د وژونکو د نیولو ژمنې کوي، خو تر دې دمهیې لا د یوې پېښې عامل نهدی نیولی.
لیلو افغان په ننګرهار کې د ښځو د حقونو د برخې یوه فعاله ده، کومه چې تېره اوونۍ یې نامعلومو کسانو کور ته لاسي بم غورځولی و، خو دې او د دې د کورنۍ نورو غړو تهیې زیان نهو اړولی.
لیلو افغان وایي، په ټول هېواد کې خو په ځانګړې توګه په ننګرهار کې هغه ښځې چې فعالې دي او د حق غوښتلو ژبه لري، وژل کېږي، خو په وینا یې، دا کار بهیې هېڅ وخت د کار او حق غوښتلو مبارزه ونهدروي او لا به پر مخ ځي.
دا زیاتوي: "د وطن د دښمنانو لهخوا ښځینه قشر په هر نوم چې وي هدف ګرځول کېږي او وژل کېږي، په دې کې ډاکترانې، ژورنالېستانې، مدني فعالانې او په عموم کې هغه ښځې چې د وطن لپاره خدمت کوي، په بېرحمۍ وژل کېږي، خو دغه ننګونې زموږ د فعالیتونو مخه هېڅکله نهشي نیولی، خو یوازې د حکومت په بېکفایتۍ نیوکه کوو."
دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه سهار نامعلومو کسانو د جلالاباد ښار کې په دوه جلا جلا پېښو کې د پولیو واکسین د تطبیق درې تنه ښځينه کارکوونې ووژلې او عاملانیې له سیمې وتښتېدل.
د ننګرهار چارواکي وایي، د دغو درې تنو وژل شویو ښځينه واکسیناتورانو له ډلې یوه هغهیې د جلالاباد ښار د ۴مې ناحیې مربوط مجبوراباد سیمه او دوه نورې یې د همدغه ښار د ۷مې ناحیې اړوند په لعل قاسم اغا زیارت سیمه کې وژل شوي.
تر دې پېښې نږدې یوه میاشت وړاندې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې کارکوونکې، په همدې موده کې د ننګرهار سیمهییز روغتون یوه ډاکتره او تر دې شااوخوا درې میاشتې وړاندې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوې چې یوازې د د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د درې کارکوونکو د وژنې او د حملې د طرحه کولو په تور یو تن ونیول شو.
د دغو پېښو د ځينو مسؤلیتیې داعش ډلې منلی او د ځينو یې لا تر دې دمه چا په غاړه نهدی اخیستی.
خو اوس د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د وژل شویو ښځينه واکسیناتورانو د وژونکو د نیولو امر یې کړی او هیلهمند دی چې تر نیول کېدو وروسته به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ښاغلی امرخېل وايي: "متأسفانه نن مو هغه درې پیاوړې افغانې له لاسه ورکړې چې انسانیت تهیې کار کاوه، د دوی وظیفه دا وه چې کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدې، څو ماشومانو ته واکسین وکړي او د دوی راتلونکې ته توجه وشي او راتلونکي کې دوی د پولیو له مرضه وساتل شي، خو متأسفانه نن د انسانیت او افغانانو دښمنانو دوی په اوومه او څلورمه ناحیه کې هدف او په شهادت رسولي دي، دوی له سیاست او حکومت څخه لیرې دي او یوازې د انسانیت لپاره کار کوي او د ماشومانو ژوند ژغوري، امنیتي ارګانونو ته مې هدایت کړی او پلټنې یې پیل کړې دي، کله چې نور معلومات ترلاسه کړو، تاسې سره بهیې شریک کړو."
خو د ننګرهار د اوسېدونکو په باور، که خکومتي چارواکي د عاملینو د پیدا کېدو په برخه کې جدي نهشي، نو نورې ستونزې به پیدا او د لازیاتو ننګونو شاهدان به واوسي.