بردي محمدوف د ترکمنستان د نوي سنا د غړي په توګه وټاکل شو
د هغو انتخاباتو له لارې چې مستقیم نه و او په کې هېڅ مخالف ګډون نه و کړی، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د نوي سنا د غړي په توګه وټاکل شو.
د منځنۍ اسیا په دغه منزوي هېواد کې دولتي رسنیو چې بشپړې تر څارنې لاندې دي خبر ورکړ چې بردي محمدوف د دوشنبې د ورځې په ټاکنو کې سل په سلو کې رایې خپلې کړې او د مشرانو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
وروسته تر دې چې په سېپتمبر کې په ترکمنستان کې اساسي قانون کې تعدیلات رامنځته شول دا د پارلمان لپاره لومړۍ ټاکنې وې.
حکومتي رسنیو خبر ورکړ چې د اته څلویښت څوکیو لپاره یوسل او دولس کسانو ځانونه کاندید کړي وو.