ننګرهار والي: وسله والو جلال اباد کې ۳ واکسیناتوارنې ووژلې
![ننګرهار والي: وسله والو جلال اباد کې ۳ واکسیناتوارنې ووژلې](https://gdb.rferl.org/9c67df5a-4bdd-43cc-b04c-17642391eebd_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpeg)
نا پېژاندو وسله والو نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د جلال اباد په ښار کې درې تنه واکسیناتوارنې وژلې دي.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې پر دې مېرمنو د ښار په څلورمې او اوومې ناحیې کې ډزې وشوې: "متاسفانه نن مو هغه درې پیاوړې افغانې له لاسه ورکړې چې انسانیت ته یې کار کاوه. د دوی دنده دا وه چې کور په کور به ګرځېدې، کلي په کلي به ګرځېدې ترڅو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي."
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په ننګرهار کې شاوخوا شپږ زره کار کوونکو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړې دی.