Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

نی: تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی و

0
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ) نی (وايي، په تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و.


په داسې حال کې، چې۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره له بېلابېلې ستونزو مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي.


د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي.




هغه زياتوي: "۲۰۲۰کال کې د افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره خونړۍ او خطرناک و، یولس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي او له۸۰ زیات خبریالان له حرفوي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي."


ښاغلی خلوتګر دا هم وايي، په منظمه توګه اطلاعاتو ته د خبریالانو لاس رسی محدود شوی، چې دا خپله لویه او جدي ستونزه ده.


نوموړی له حکومت غواړي، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې او اقدامات وکړي.


یوازې د تېر زېږدیز کال په وروستیو دوو میاشتو کې په کابل کې د طلوع تلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش، په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون خبریاله ملاله میوند او په غزني کې د الجزیرې خبریال رحمت الله نېکزاد وژل شوي دي.


افغان حکومت مخکې ویلی و، چې د الیاس داعي او ملالې میوند وژونکي یې نیولي او تازه یې ویلي چې د الجزیرې د خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي یې هم نیولي دي.




د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي، چې په غزني کې د الجزیزې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي هغه طالبان دي، چې څه موده وړاندې د پنځو زرو طالب بنديانو په لېست کې د افغان حکومت له بنده خوشې شوي و، هغه ادعا چې طالبان یې نه مني.


د ملي امنیت ریاست له لوري تېره ورځ رسنیو ته په استولي ویډیو کې حمید الله نومی اعتراف کوي، چې رحمت الله نیکزاد یې وژلی.


هغه وايي: "نوم مې حمیدالله د پلار نوم مې عبدالحبیب دی، یوه نیم میاشت وړاندې د ذکرالله په وسيله د قاري عبید ډلګۍ ته ورغلو، قاري عبید راته وویل، چې تاسې ترور وکړئ رحمت الله نېکزاد ته چې کله ورغلو یو نیم ساعت په سرک باندې ولاړو، هغه چې له کوره راووت زه، ذکرالله او سمیع الله ورښکته شو، څو ډزې دوی او اته ډزې ما پرې وکړې."


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې نیول شوي کسان طالبان نه دي او له یادو کسانو په زور اعتراف اخیستل شوی.


مخکې هم د افغان حکومت يو شمېر چارواکو دا خبره کړې وه، چې خوشې شوي طالبان بيا د جګړو ليکو ته راستانه شوي دي، خو طالبانو بيا دا خبره رد کړې ده.


دا په داسې حال کې ده، چې د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی راغلي، افغانستان په نړۍ کې له پنځو هغو هېوادونو دی چې خبریالان په کې زیات وژل شوي دي.


په دغه راپور کې راغلي، په تېر میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۹ خبریالان وژل شوي دي.


که څه هم افغان حکومت تازه په دې اړه څه نه وايي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په یوې امنیتي ناسته کې سپارښتنه کړې وه، چې د خبریالانو د وژنې عاملین دې پیدا اوسزا دې ورکړل شي. 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net