راشد خان د اسټرالیا په بېګ بش لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسولې.
هغه نن د اډیلایډ سټرایکرز ټيم په ګټه په سږني بیګ بش شل اوریزو لوبو کې لس لوبې وکړې او شپاړس ویکټې یې واخیستي.
راشد خان په سږني لیګ کې وروستۍ لوبه د ملبورن سټارز په وړاندې وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول.
په راشد خان سربېره محمد نبي، مجیب الرحمن او نوراحمد هم سږ کال په بېګ بش کې ولوبېدل.
د سر دا دری وتلي افغان لوبغاړي به اوس متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د ملي ټیم له تمرینونو سره یوځای کېږي څو له ایرلند سره یو ورځنیو لوبو ته چمتو شي. Читать дальше...
افغان ولسمشر ویلي، په نیمروز کې د هوايي برید پر مهال د ملکیانو په مرګژوبلې سخت خواشینی دی او افغان چارواکو ته یې د پېښې د پوره پلټلو امر کړی.
ارګ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د نیمروز سیمه ییز چارواکي موظف شوي، چې زیانمنو کورنیو ته بشپړه رسیدګي وکړي.
ولسمشر زیاته کړې، سره له دې چې د ترهګرو په وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه ستایي خو هغوی ته دا امر کوي چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړي د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره ډېره پاملرنه وکړي.
افغان ولسمشر طالبان ګرم بللي، چې د... Читать дальше...
د ضیا ودان کورنۍ وايي، افغان حکومت دې د ودان وژونکو ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي.
۲۱ کلنه اسما ودان د تل لپاره د ورور له سیوري بې برخې شوه.
هغې له ازادي راډيو سره به خبرو کې وویل، ودان بیا نه راځي.
هغه زياتوي: "ودان یو مصروفه او له ستونزو ډک ژوند درلود، خو د لويې حوصلې او پراخ ټټر خاوند و، له ودان یو ۳ میاشتنې زوی او څلور لورګانې پاتې شوې، د اولادونو ترڅنګ یې سپین ږیری پلار او سپین سرې مور هم موږ ته پرېښودل او د ودان له مړینې وروسته اوس د کور ټول مسولیت ماته راترغاړې دی."
نوموړې په خوست ولایت کې د اقتصاد پوهنځي د لومړي کال محصله ده. Читать дальше...
افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې په 2020میلادي کال کې 800او پنځوس زره او 857 تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې په وروستیو کلونو کې د بېرته راستانه شویو تر ټولو لوړه کچه جوړوي.
محمد جمعه په ایران کې تر ۱۴ میاشتني قاچاقي ژوند او کار وروسته، د کرونا ویروس په خپرېدو اوزګاره شو او له دې وېرې چې په دغه ویروس اخته نه شي، په خپله خوښه د هرات د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستون شو.
دی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وايي، بېوزلۍ او بېکارۍ اړ کړ چې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي.
... Читать дальше...
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم څو ورځې وړاندې د بنو په جلسه کې ويلي ول چې په قبايلي سيمو کې امن نشته او پوځ په سيمه کې د امن راوستو وعده پوره کړې نه ده. او ویلي ول چې پوځ دې له قبایلي سیمو ووځي
د پاکستان حکومت د افغان محصلینو لپاره د کلنیو سکالرشېپونو د ازموینې نېټه ځنډولې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق پر ټوېټر ليکلي چې دا امتحانونه د جنورۍ له ۱۵مې تر ۱۹مې اخیستل کېدل خو اوس ښايي په فبرورۍ کې واخیستل شي.
نوموړي د دې ځنډ لامل نه دی ښوولی.
د صادق په خبره، دا ځل ۲۲،۰۰۰ افغانانو د دغو تحصیلي بورسیو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ کال په مخه د افغان ځوانانو لپاره ۳۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي و.
په پاکستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو یا پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شو.
د ګوزڼ لپاره ملي بیړنیو عملیاتو مرکز ويلي دي، چې په دې دوره کې به د نږدې درې لکه واکسیناتورانو له خووا تر پنځو کلونو کم عمره ۴۰ مليونه ماشومان واکسین شي.
د پاکستان د حکومتي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۴ ماشومان پوليو یا ګوزڼ وهلي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لاهم په کې پولیو یا ګوزڼ ماشومان ګواښي.
اروپايي ټولنې په نیمروز او هلمند کې د هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو د مرګژوبلې د راپورونو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپل ټوېټر لیکلي، چې په وسله والو شخړو کې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب د نړیوالو بشري حقونو د بنسټ ډبره ده.
دې استازولۍ ټینګار کړی، چې په نیمروز او هلمند کې د هوايي بریدونو پرمهال د ملکیانو د مرګژوبلې راپورونه باید سم وڅېړل شي او عدالت تامین شي.
پرون د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د شاوخوا څوارلسو کسانوي مړي د اعتراض په بڼه د... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پکتیکا ولایت کې يې د طالبانو د حقاني شبکې پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه پنځه کسیزې ډلې مشري د نقیب الله په نوم یو تن کوله په عبدالحی مشهور وو او د مقناطیسې ماین چاودونو او هدفي وژونو مسولیت يې درلود.
په اعلامیه کې تور پورې شوی، چې دغه ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای سره اړیکې درلودې او د هغوی په اشاره يې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې ورانکاري عملونه کول.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې... Читать дальше...
د دې اونۍ د لوبو له میدانه په اونیزه خپرونه کې لاندې موضوعات رانغاړل شوي.
ایا افغان کرکټ بورډ افغان لوبغاړو ته د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون اجازه ورکوي؟
دې سیالیو ته پنځه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي.
دغه راز د ازادو مبارزو د این ایف جي سازمان په نوې درجه بندۍ کې د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي عبدلسمیع فیضي د دریم کال لپاره یو وار بیا لومړۍ ځای خپل کړی دی.
په دې اړه به د ښاغلي فیضې څرګندونې واورئ.
د دې پروګرام د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:
د کابل ښار د مکروریان په ځانګړي ډول لومړي مکروریان اوسېدونکي د مرکز ګرمیو د نه فعالیدو په اړه شکایت لري.
۶۰ کلنه شریفه په لومړي مکروریانو کې د خپل ۱۰ کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي، دا وایي تراوسه یې مرکز ګرمۍ نه دې فعالې شوې.
شریفه زیاتوي، تېر کال هم له ورته ستونزو سره مخ ول او اوس چې یې په کمزوري ځان د ژمې یخني نه شي زغملی، چهلستون ته د خپلې لور کور ته راغلي ده.
هغې وویل: "همدا ستونزه ده، د لور کور مې چهلستون کې دی یوه میاشت د همدې مرکز ګرمیو په خاطر کور ته ولاړم ، ژمنې کوې، که مرکز ګرمۍ نه شته... Читать дальше...
دوه لاکه ۸۵ زره کارمندان کور پر کور ګرځي او ماشومانو ته به واکسين ورکوي.
په پکتیا کې یوې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.
د امنیه قوماندانۍ سرپرست لطفالله کامران ازادي راډيو ته وویل چې دا ماین د وسلهوالو طالبانو له لوري د ځاځي میدان ولسوالۍ په غونځي سیمه کې ځای پر ځای شوی و.
ښاغلی کامران زیاتوي: "نن غرمه مهال تقریباً لس بجې شاوخوا وې چې د هېواد دښمنانو لهخوا ماین ځای پر ځای شوی و چې متأسفانه پنځه ماشومان زخمیان و. یو نفر یې شدید و هغه شهید شو. دوه نور هم چې وضعهیې ښه نهوه هغه مرکز ته انتقال شول او دوه دلته په پکتیا کې تر تداوي لاندې دي."... Читать дальше...
ارګ ماڼۍ د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې پهکې افغان چارواکي د اطلاعرسونې په برخه کې د محدودیتونو په لګولو تورن شوي دي.
نیویارک ټایمز پرون په یوه راپور کې ویلي چې افغان چارواکو د غلطې اطلاعرسونې په جنګ کې ویاندویان څنګ ته کړي دي.
په راپور کې څو بېلګې یادې شوي چې یوهیې د تخار د والي د پخواني ویاند احمد جواد هجري ګوښه کول دي او بلهیې تازه د نیمروز د هوايي بریدونو په اړه ناسمه اطلاعرسونه یاده کړې.
د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي چې له تېر اکټوبره په ولایتي ویاندویانو محدودیتونه... Читать дальше...
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دوهم پړاو مذاکرات، خو يو شمېر غړي لا هم غير حاضر دي.
یوه باخبره حکومتي سرچینه وایي لا هم د دواړو لورو (حکومت او طالبانو) د مرکچي پلاوو يو شمېر غړي دوحې ته نهدي رسېدلي.
د سولې له خبرو دغه باخبره سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی لوري درې کسان په دې روانو خبرو کې حضور نهلري.
سرچینې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې فوزیه کوفي، رسول طالب او فاطمه ګېلاني تر اوسه دوحې ته نهدي رسېدلي. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام له لارې د روان لمریز کال له پیله ۱۰ زره او ۸۲۸ ودانۍ جوړې شوې دي.
د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ودانیو کې ممیز خونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او دغهراز د مڼو او انارو ساتنې لپار صفر درجې سړې خونې شاملې دي.
نوموړي وویل چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره ۸۷ زره کسانو ته لنډمهالې دندې او ۲۹ زره کسانو ته د دایمي دندو زمینه برابره شوې ده. Читать дальше...
په بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ غلا شوې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې غلا شوي.
چارواکي که څه هم په دې اړه ډېر معلومات نهورکوي، خو وايي چې د غلا شویو پيسو په اړه به څېړنې وشي.
دوی وايي تر اوسهیې په تور څوک نهدي نیول شوي.
افغان حکومت څه موده وړاندې د څه باندې ۲۴۴ ملیونه ډالرو په ارزښت کرونا ځپلو بېوزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه، د بېلابېلو راپورونو په اساس په دې بودجه کې د فساد مسئله د خلکو د اندېښنو لامل شوې ده.
لکوي ته د لاهور يو عدالت د جنورۍ پر اتمه د ترهګرو لپاره د پیسو برابرولو په تور د پینځه کاله قید او درې لکه روپۍ جرمانې سزا واوروله.
د امریکا متحده ایالات به د یمن حوثي یاغیان د یوه ترورېستي ګروپ په توګه ونوموي.
امریکا وايي حوثي یاغیان ځکه د ترهګر ګروپ په توګه نوموي چې دې ډلې د یوه پوځي کمپاین په پیلولو سره ګڼ خلک وژلي او لا هم د سیمې ناکراره کولو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه اعلامیه کې د ترهګریز ګروپ په توګه د حوثیانو د نومولو په اړه دا څرګندونې کړي.
حوثيان چې د انصارالله ډلې په نوم هم پېژندل کېږي د یمن شمالي سیمې په کنټرول کې لري او د عبدربه منصور هادي د حکومت پر ضد چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلافیې ملاتړی دی، جنګېږي. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی.
دغو دواړو هېوادونو دوه میاشتې وړاندې د روسیې په منځګړیتوب خپلو کې د اوربند هوکړه وکړه.
ارمنستان او اذربایجان څو اوونۍ د نګورنو قرهباغ لانجمنې سیمې پر سر سره وجنګېدل چې دواړو خواوو تهیې ځاني او مالي زیانونه واړول.
کرملېن پرون د جنورۍ په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به د هوکړې پر عملي کېدو او هغو مسایلو خبرې وکړي چې تر اوسه نهدي حل شوي.
خبرپاڼه... Читать дальше...
کابل ښار یکشنبه هم د یوې مرګونې پېښې شاهد وو چې له املهیې د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ مطبوعاتي مسول ضیا ودان او دوه نور همکارانیې ووژل شول او یو بل ټپي شو.
مرګ ژوبله د هغه مقناطیسي ماین چاودنې له امله رامنځته شوه چې د ښاغلي ودان په موټر پسې نښلول شوی و.
مسیر
مسیر ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې، د وژنو په اوج کې د سولې خبرې بیا ځلې پیل شوې دي.
ورځپاڼې دا خبرې د تېر په څېر سړې بللي لیکي چې له دواړو اړخونو خبرو ته لېوالتیا کمه ښکاري.
لیکوال وروستۍ وژنې پر یو بل د فشار راوړلو او یا هم د سولې پروسې د تخریب لپاره یوه هڅه بللې لیکلي چې د دغو بریدونو قربانیان تر ډېره ملکي وګړي، مدني فعالان، ژورنالېستان او یا هغه کسان دي چې خلک پرې حساب کوي او پر وژنهیې دردېږي.
د لیکوال په وینا، که ښکېل اړخونه فکر کوي چې په دې ډول وژنو پر مقابل لوري فشار... Читать дальше...
د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراتانو استازي هڅه کوي چې همدا اوونۍ ډونالد ټرمپ له ولسمشرۍ لیرې کړي.
دوی به لومړی د ټرمپ لومړی مرستیال او کابینه وهڅوي چې له خپل واکه په استفادې ټرمپ له واکه لیرې کړي او که ونهشو، د هغه د استیضاح له لارې دا کار کوي.
دا اعلان د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون (د جنورۍ په ۱۰مه) قانون جوړوونکو ته په یوه لیک کې کړی دی.
دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو شپو ورځو کې پر کانګرس د ده د پلویانو د یرغل له کبله تر سخت فشار لاندې دی.
د کانګرس... Читать дальше...
د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ولسوالۍ د بازار لسګونه دکانونه سوځېدلي دي.
ځینې محلي سرچینې او ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه هاوان د دولتي ځواکونو لهخوا تېره شپه توغول شوی دی.
دوی وایي، پېښه کې د دکانونو ټول توکي سوځېدلي او ملیونونه افغانۍ زیانیې رامنځته کړی دی.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني بیا وایي، دغه بازار د هغه هاوان له کبله سوځېدلی چې د وسلهوالو طالبانو لهخوا توغول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په بلاروس کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د سیاسي اختلافاتو په دوام، د اپوزېسیون مشرې د الکساندر لوکاشینکا تازه وړاندیز رد کړ.
لوکاشینکا ژمنه کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د نوي اساسي قانون مسوده ترتیب او ټولپوښتنې ته بهیې وړاندې کړي.
خو د اپوزېسیون مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا پرون په ټلګرام کې ولیکل، په بلاروس کې یوازې یو نوی اساسي قانون تصویبېدای شي چې هغه د خلکو اساسي قانون دی.
د هغې په خبره دا خلک دي چې د دې قانون مسوده به لیکي او ورباندې بحث به کوي.
د اپوزېسیون مشرې لوکاشینکا ته... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Ивлеева
Блогера Ивлееву оштрафовали на 50 тыс рублей за дискредитацию российской армии
Москва
Таня Василькова и ее презентация книги «Как прожить в браке без брака»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net